ايا ساينس الحاد (atheism) ته لار زېږوي؟ شپږمه برخه
ايا ساينس الحاد (atheism) ته لار زېږوي؟ يا
ايا دين د ساينس د علم په واسطه رد کېدلاى سي؟
شپږمه او اخره برخه
څلورمه غلطه انګېرنه چي ساينس دين ردوي, پر فلسفي طبعيت پرستۍ (philosophical naturalism) او ساينسي مېتولوجيکي طبعيت پرستۍ (methodological naturalism) بناﺀ ده.
ځيني خلګ د فلسفي طبعيت پرستۍ پلويان وي او فکر کوي چي ساينس دين ردوي. خو په حقيقت کي دغه ادعا خپله غير ساينسي ده ځکه چي دا پر فلسفې بناﺀ ده, نه پر ساينس. که ئې وڅېړو نو فلسفي طبعيت پرستي پر درې څيزونو يا ادعاوؤ بناﺀ ده چي په لاندي دول دي:
اول دا چي خالق نسته.
دوهم دا چي هره پديده په فزيکي عمليو شرح کيداى سي.
درېم دا چي د مرګ وروسته نور ژوند نسته.
اوس نو که څوک هري پديدې ته د دغه ادعاوو په عينکو کي ګوري، خود به د خالق شتون ردوي. دا ځکه چي د هر ډول پديدې د څېړني څخه مخکي ئې په فرمايشي الحادي عينکو کي هر څه ته کتلي او ګڼلي. بد بختانه داسي ساينسپوهان سته چي دغه ډول برخورد لري. صحيح دى موږ ئې د ساينسي هڅو قدرداني کوو خو په دغه مورد کښي دوى غلطي عدسيې/عينکي استعمال کړي دي. دوى هر څه ته د لوړو ادعاوو په چوکاټ کي ګوري، چي خپله د ساينس سره هيڅ ارتباط نه لري. که لوړ ذکر سوي ادعاوي خپل معيار وټاکو، دا خپله د ړوند باور نمايندګي کوي ځکه چي دغه ادعاوي په ځان کي بې اساسه او غير منطقي دي او تحليل ته سخت ضرورت لري. جالبه دا ده چي مشهور ملحد Michael Ruse تائيدوي، چي فلسفي طبعيت پرستي د ړندې عقيدې محصول دئ.
بلي خوا ته ساينسي مېتودولوجيکي طبعيت پرستي (methodological naturalism) ده. په اصل کي دغه مفکوره د دين منونکو لپاره کوم مشکل نه دئ. دا مفکوره پر دې بناﺀ ده چي ساينس هر ډول پايلو ته ورسيږي، پايلي ئې مستقيماً خالق ته نه راجع کيږي. همداسي دا مفکوره د علت او اثر(cause and effect) حمايت کوي. مفهوم ئې دا نه دئ چي خالق شتون نلري بلکې هدف ئې دا دئ چي يو نظريه يا پايله د دې لپاره چي ساينسي وګڼل سي، بايد خالق ته منسوبه نسي ځکه چي ساينس د تګلاري او علم په حيث ورڅخه بحث نه کوي بلکې په نورو علومو پوري اړوند ئې ګڼي. دا خبره خصوصاً د مسلمانانو لپاره هيڅ مشکل نه دئ ځکه چي موږ اسباب منو او دغه اسباب هم د سپېڅلي رب عظمت ګڼو.
اوس مشکل په دغه ځاى کي دئ چي ځيني خلګ فلسفي طبيعت پرستي په لاشعور کي د متودولوژيکي طبعيت پرستي سره معادله (يو شى) کړي او ځانونه ئې پلويان ګڼي، خو په اصل کي فلسفي طبعيت پرستان خپله ناخبره دي چي د دوى اساسات د ساينس سره هيڅ اړيکه نلري.
ژباړه: منير احمد قلم مل
لېکچرر: Hamza Tsortzis
اوله برخه:
https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=2935080323378404&id=100006293948297
دوېمه برخه
https://www.facebook.com/groups/salimfikr/permalink/545340739932783/
درېمه برخه
https://www.facebook.com/groups/salimfikr/permalink/546175983182592/
څلرمه برخه
https://www.facebook.com/groups/salimfikr/permalink/548061866327337/
پنځمه برخه
https://www.facebook.com/groups/salimfikr/permalink/548941202906070/
0 Response to "ايا ساينس الحاد (atheism) ته لار زېږوي؟ شپږمه برخه"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com