سالم فکر اوکړئ

معاصر فيزيک پوهان او د خالق وجود لومړې برخه

معاصر فيزيک پوهان او د خالق وجود لومړې برخه

معاصر فزيک پوهان او د خالق وجود (١ برخه) 

د خالق (څښتن) وجود د تجربوي علومو لکه طبعيي علومو او اجتماعي علومو مضموني بحث نه دئ. خو ځيني وخت داسي انګېرل کيږي چي د ساينسي علومو لکه فزيک او بيالوجي حقايق د څښتن شتون تائيدوي او يا ئې ردوي. په همدې خاطر، دا مقاله د فزيک په اړه نه ده بلکې د فزيک او د څښتن د شتوالي د تفتيش (سوال) تر منځ د ارتباط ده. که ئې نور هم خاص ووايم، دا ليکنه د هغو څرګندونو/لارو په اړه اسلامي منطقي نقد دئ چي عصري ملحدان ئې د ستري چاودني د نظريې (big bang) د ننګوني پر وړاندي د حل کولو هڅي کوي. دا مقاله د خالق د موجوديت د شواهدو په اړه نه ده بلکې فقط د هغو غير منطقي دلايلو د غيرمعقول ثابتولو په اړه ده چي الحاد پر همايه او دفاع سوى دئ. 

د الحاد د ملاتړ په برخه، يو د هغو دلايلو څخه دا دئ چي نړۍ (طبيعت) يا يو برخه ئې ابدي ده او کوم خالق ته اړتيا نه لري. په همدې خاطر ځيني يوناني مفکرين په دې باور وه چي اسماني اجسام، په خاص ډول لمر، ابدي دي. د الغزالي د قوله، د هغو يونانيانو څخه يو د Galen په نامه د دې ادعا د ثبوت لپاره استدلال کوئ چي لمر د ډېر ډېر وخت راهيسي د لويوالي دغه کچه او سايز درلودلى دئ، کوم چي دا معنا لري چي لمر مخ پر تخريبيدو/ ورستيدو نه دئ. که مخ پر ختم کيدو (له منځه تلو) واى، د ورستيدو يا محوه کيدو علامې به ئې ښکاره کولاى، چي اوس د لمر لخوا هيڅ نه دي ښکاره سوي. الغزالي د دې په ځواب کي وايي چي دا د نړۍ د ابديت د ثابتولو لپاره کمزورى دليل دئ ځکه چي:

"اول خو يو څيز فقط د ورستېدو له امله له منځه نه ځي بلکې ورستېدل/تخريبيدل د يو څيز د محوه کيدو د لارو څخه يوه لار ده. خو د يو څيز په خپل کامل شکل کي تصادفاً له منځه تلل غير احتمالي خبره نه ده. دوهم که موږ ده ته فرصت هم ورکړو چي محوه کيدل د تخريبيدو/ورستيدو څخه بغير امکان نه لري، څنګه به دى پوه سي چي لمر هيڅ تخريب سوى/وروست سوى نه دئ؟ د اسماني اجسامو موقعيتي مشاهدې ته رجعه (اشاره) کول د منلو وړ نه دي ځکه چي د دغه اجسامو مقدارونه (کميتونه) تقربي او تخميني ټاکل سوي دي. نو که لمر چي د مځکي څخه يو سل و اويا (170) يا نور هم لوى پېژندل سوى دئ، که د يو غر په اندازه هم وروست يا تخريب کېدلاى، زموږ انساني حواسو ته به ئې فرق نه معلوميدائ. نو امکان لري چي لمر ورستيږي او دا هم کيداى سي چي د غرونو په اندازه يا ډېر له منځه تللى وي، خو انساني حواس د دې توان نه لري چي حس ئې کړي... " (الغزالي ١٢٦) 

د الغزالي دغه اټکل چي د لمر کچه او سايز کيداى سي مخ پر کمېدو وي هغه وړاندوينه وه چي نن ورځ ئې ساينس تائيدوي. ساينسپوهان اوس وايي چي لمر ريښتيا هم د له منځه تلو په حال کي دئ او د هغه اندازې څخه ډېر د منځه تلو په حال کي دئ کوم چي الغزالي ئې ګومان کړى وو، داسي چي اخر به کاملً له منځه ولاړ سي.


د لمر څخه خوشي کېدونکې انرژي دومره ده چي په مقابل کي د لمر کتله په يوه ثانيه کي 4.3 بيليون کيلوګرامه کميږي. خو بيا هم دا د لمر د ټوله کتلې دومره لږ برخه ده چي د تغير مشاهده ئې نه حس کيږي. 

زموږ لمر شاوخوا 4.5 بيليون زوړ دى او احتمالاً 4.5 بيليون نور هم خپل فعاليت پر مخ يو سي. (wheeler, 596)


که اسماني اجسام ابدي نه وي، نو بيا څه شي دي چي ابدي دي، ايا هغه څه چي دغه اجسام ورڅخه جوړ دي؟ خو ساينسپوهانو کشف کړي دي چي دغه اجسام د ماليکولونو څخه جوړ دي. ايا دغه ماليکولونه ابدي دي؟ نه، ځکه چي هغوى د اټومونو څخه جوړ سوي دي. ايا اټومونه به ابدي وي؟ يو وخت داسي باور شتون درلود چي اټومونه نه تجزيه کيدونکي او ثابته څيزونه دي، او چي همدا ابدي اټومونه دي د کوم څخه چي نور ټول عارضي (موقتي/لنډمهاله) څيزونه جوړ دي. په پاى کي، دغه هغه قوي تهداب او اساس وو چي عصري الحاد پرې قايم او اباد کړل سو. 


خو ساينس لا هم پر مختګ وکړ او په دغه پرمختګ کي ئې الحاد بد وشرموئ. ډېر ژر کشف شوه چي اټومونه د مادې اخرني ثابت او ابدي اجزاﺀ نه دي. لکه مخکي هر شى، اټومونه هم د تقسيم و تجزيې وړ دي؛ دوى خپله د وړکو زراتو (subatomic particles) څخه جوړ دي، کوم چي بيا هر يو خپل په ځان کي لا نور هم تقسيمېدلاى سي. ايا دغه تقسيم ته به کوم پاى وي؟ هيڅوک نه پوهيږي. او حتى که پاى او خاتمه ولري هم، د ملحدانو لپاره به نور ګټمن نه وي ځکه چي ساينس يواځي دا نه دي ښودلي چي اټومونه او اجزاﺀ ئې نور هم د تقسيم وړ دي بلکې د مادې او انرژي تر منځ تقسيم ئې هم ايسته کړى دئ. نو، د مادې هره برخه که هر څومره کوچنۍ وي، نه يواځي دا چي په نظريوي توګه بلکې په عملي توګه هم انرژي ته تغير کولاى سي او هم برعکس د انرژي څخه مادې ته بدلون کولاى سي. اخرنۍ پايله ئې دا ده چي نور کوم حقيقي موجود/څيز نسته چي د ابديت اشاره ورته وسي او يا ورڅخه په ډاډ ووايو چي د وخت وخت راهيسي داسي يو څيز سته لکه په اوسنۍ بڼه ئې او يا دا چي په مستقبل کي به هم د ابد لپاره هغه جسم موجود وي. 


دغه کشف ډېره اکتفا کوي چي د الحاد د مادې د ابديت ټولي هيلي ور ړنګي کړي. که ئې نه وي کړي، د لويي چاودني نظريې حتماً هيلي ور ړنګي کړې. همدغه نظريه وه چي د طبعيت يا يې د يو برخي د ابديت مفکورې ته د پاى ټکى کښېښود. خو، څنګه؟ 


ليکوال: دوکتور شېخ جعفر ادريس

ژباړن: منيراحمد قلم مل


دا ژباړه دي دوکتور عمر عماد صاحب ته ډالۍ وي ځکه چي دوکتور صاحب د دغي مقالې او د دوکتور ادريس د اثارو سره معرفي کړم. رب دي پرېمانه اجرونه ورکړي. 

معاصر فيزيک پوهان او د خالق وجود لومړې برخه


0 Response to "معاصر فيزيک پوهان او د خالق وجود لومړې برخه"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article