وقايت الله وقار صيب جالب شعر.
Wednesday, July 21, 2021
Comment
شعر
ای تف لعنت شه د ادب په دې ښکلا باندې
چــــې راچاپېر وي په کنځلو د ملا باندې
تنګ نظري نو به له دې کومه وي دوی لګيا دي
دا ټول فرهنګ تعريفوي ډول او نڅا بانــدې
دوی ته پردۍ ژبه محبوبه ده، پردي غږېږي
او شرم کاندي د خوږې پــــښتو وينا باندې
مونږ په تيارو بوخت يو، جګړې کوو، تيارې خوښوو
او خلک وګـــــورئ لانجه ېې ده رڼا باندې
زمونږ تحقيق د يو څو ټکو په محور څرخېږي
خو نور علمي بحثونه کړي ټوله دنيا باندې
عجېب مزل د ژوندانه دی چا په مينه وکړ
او ځينــــې ځينې ېې کوي مدام ژړا باندې
مونږ په غرور او سرلوړۍ مخته مزل لنډوو
راځه ملتيا وکړه، وياړمن به شې سودا باندې
دوی که په مال او چوکۍ فخر کړي، لګيا دې وي نو
مونږ مفـــتخر يو، خپل وقار، خپله وفا باندې
#د لوی اختر دويمه
#اختر مبارک 💝
0 Response to "وقايت الله وقار صيب جالب شعر."
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com