معاصر فزيک پوهان او د خالق وجود (٤ برخه)
معاصر فزيک پوهان او د خالق وجود (٤ برخه)
په تېر پوسټ کي مو وويل چي ملحد د دريو غير معقول حالتونو ماسېوا د طبعيت رامنځته کېدل هيڅ نسي تشريح کولاى، چي د هغو څخه مو دوه هلته ذکر کړه. درېم ناسم او غير منطقي حالت به په لاندي ډول وي.
٣) ايا هر څه (طبعيت) د داسي څيز څخه خلق سوي دي کوم چي خپله هم تخليق سوى وي؟
ايا د موقتي/لنډ مهاله/عارضي څيز د عامل کيدو يا رامنځته کيدو علت خپله هم موقتي کيداى سي. بلې هو، هغه وخت امکان لري کله چى موږ د سمدستي، نامکمله علتونو په اړه ږغيږو لکه خورک او بدني وده او نمو, اوبه او کرنه (ټوکېدنه)، اور او سوځېدنه، او داسي نور. خو ذکر شوي علتونه ټول نامکمله دي. د دوى څخه يو هم په خپلواک ډول هغه اغيز نه سي رامنځته کولاى چي موږ ئې ورته وصف کوؤ؛ هر داسي عارضي/لنډمهاله څيز د خپل مؤثريت لپاره پر يو لړ نورو مثبت او منفي شرايطو باندي تکيه کوي. دوهم، دا چي دغه څيزونه عارضي دي، دا معنا لري چي دوى بايد د بل څيز لخوا رامنځته سوي وي، او په همدې دليل، په خپله د نورو شيانو د رامنځته کولو نهايي علتونه نسي کيدلاى. فرض کړئ چي د عارضي/موقتي اغيزونه او علتونه سلسله لرو:
علت١، علت ٢، علت٣، علت٤... او ورپسې علتونه؛ داسي چي علت١ د ٢ېم علت له امله رامنځته سوى وي، دوهم علت د درېم څخه، دريم د څلوروم څخه او همداسي ئې دوام. دغه ډول علتونه حقيقي او هم مهم علتونه دي، خصوصاً د عملي موخو او نيمګړي نامکمل تشريحاتو لپاره; خو د مثال په ډول که موږ د اول علت د رامنځته کېدو نهايي (وروستنى او اصلي) علت ولټؤو، نو بيا خو دوهم علت بېله کومه شکه د اول علت د رامنځته کېدو نهايي علت نه دى ځکه چي دوهم علت خپله د درېم علت په واسطه رامنځته شوى دى. د درېم علت په اړه هم داغسي ويلاى سو او هم د ورپسې نورو علتونو لپاره. نو حتى که د عارضي او لنډمهاله علتونو لامحدوده/لايتناهي سلسله هم ولرو، بيا هم د اول علت د رامنځته کېدو نهايي يا وروستنى علت تعين نه سو. راسئ چي دا په بل عبارت کي شرح کړو:
اول علت(C1 = cause 1)څه مهال رامنځته کيږي؟ فقط هغه مهال چي ٢هم علت (C2) مخکي لا خلق سوى وي. علت ٢ (C2) څه مهال رامنځته کيږي؟ يواځي هغه مهال چي علت ٣ (C3) مخکي لا موجود وي او همداسي تر ورپسې (Cn) علتونو پوري. په همدې خاطر، ١علت (C1) تر هغه وخت نه رامنځته کيږي تر څو چي وړاندي علتونه (Cn) نه وي رامنځته سوي. دا مشکل به لا هم دوام وکړي حتى که تر ورپسې علتونو (Cn) نور هم وړاندي ولاړ سو، حتى که لايتناهيت ته ئې هم وغځوؤ. دا دا معنا لري که علت ١ (C1) خپل د رامنځته کېدو لپاره پر دغه ډول عارضي/لنډمهاله علتونو تکيه کړې واى، علت ١ (C1) به هيڅکله نه واى رامنځته شوى. د حقيقي علتونه هيڅ سلسلې به نه واى، بلکې لکه ابن تميه چي وايي، فقط د ناموجود، خيالي او غير واقعي علتونو تسلسل به واى. خو حقيقت دا دى چي زموږ شاوخوا موجودات سته؛ په همدې خاطر، د دغو موجوداتو نهايي او وروستنى علت د عارضي او لنډمهاله علتونه څخه بېل دئ؛ لازماً بايد ابدي علت وي او په همدې دليل ناواقع شوى (uncaused) يا نه رامنځته شوى (خپلواک) علت وي.
ليکوال: دوکتور شېخ جعفر ادريس
ژباړه: منيراحمد قلم مل
اوله برخه
https://www.facebook.com/groups/salimfikr/permalink/550175419449315/
دوېمه برخه
https://www.facebook.com/groups/salimfikr/permalink/551169112683279/
درېمه برخه
https://www.facebook.com/groups/salimfikr/permalink/551823289284528/
د مقالې کښته کولو لينک
https://www.muslim-library.com/english/contemporary-physicists-and-gods-existence/
0 Response to "معاصر فزيک پوهان او د خالق وجود (٤ برخه)"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com