سالم فکر اوکړئ

معاصر فزيک پوهان او د خالق وجود (دريمه برخه)

معاصر فزيک پوهان او د خالق وجود (دريمه برخه)

معاصر فزيک پوهان او د خالق وجود (دريمه برخه) 

که ماده، وخت او فضا د خپل موجوديت د پيل نقطه درلوده، طبيعي ده چي وپوښتو: څنګه دوى په پيليدو او موجوديت راغله؟ قران کريم موږ ته وايي که څوک پر څښتن/خالق باور نه لري، نو بيا هغه کس د هيڅ شي په موجوديت/شتون راتلل نه سي تشريح کولاى، مګر د لاندي دريو غير معقولو تشريحاتو په واسطه. 

١) يا خو به دى وايي چي هر څيز (طبعيت هم) د هيڅ شي (nothing) په واسطه رامنځته سوى دى، يعني طبعيت يو دم د هيڅ شي څخه په وجود راغلى.

٢) يا طبعيت خپل ځان په خپله وجود راوستئ.

٣) يا د بل داسي شي په واسطه منځته راغلى، کوم چي خپله هم خلق سوى دى. 

ملحدانو ته په خطاب، قران کريم داسي وايي:

  "أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَيْرِ شَىْءٍ أَمْ هُمُ الْخٰلِقُونَ. أَمْ خَلَقُوا السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضَ ۚ بَل لَّا يُوقِنُونَ" : (Quran 52: (35 - 36

ژباړه: ايا دوى له كوم خالق څخه پرته پخپله پيدا سويدي؟ - يا پخپله د خپل ځان هستوونكي دي؟ ايا دوی اسمانونه او ځمکه پيدا کړيدي (دوی یې پیدا کوونکي دي)؟ - اصلي خبره دا ده چي دوى باور نلري.

قران کريم عربانو ته دا نه ويل چي دوى په دې باور دي چي هر څيز د هيڅ شي (نشتون) څخه رامنځته سوى دى او يا دا چي دوى خپله د خپل ځان جوړونکي دي. عربانو بې له شکه داسي کومه ادعا نه درلوده چي دوى د اسمانو او مځکي جوړونکي دي؛ بلکې هيڅ سالم سړى به داسي ادعا ونه کړي. خو قران کريم فقط ملحدينو ته د الحاد د بې منطقه حالت وضاحت ورپه ګوته کوي. 

د غربي ملحد فلوسفافرانو او ساينسپوهانو دلايلو د ژوري مطالعه وروسته دې نتيجې ته ورسېدم چي ريښتيا هم ملحدين په لوړ ذکر سوي غيرمنطقي درو (٣) کاټوګريو کي راځي. 

خو زه ولي غير منطقي ورته وايم؟

هر بې منطقه حالت ته به جلا جلا وضاحت ورکړو. 

١) ايا هر څه (طبعيت) د هيڅ شي يا نشتون څخه رامنځته سوي دي؟ 

فرض کړئ چي تاسي يو کس ته وويل چي يو ځاى هيڅ څيز, هيڅ هم نه وو او بيا يو دم يوه متحرکه هيلۍ په وجود راښکاره سوه. ولي به هغه ستا خبره نه قبلوي که څه هم هر څومره ته ورته ووايې چي ريښتيا هم داسي پېښه وسوه؟ ځکه ئې نه مني چي نه يواځي دا چي هيلياني ناببره د نشتون څخه نه رامنځته کيږي بلکې د داسي پيښي منل د ياد کس د معقوليت اساسي اصل هم تر سوال لاندي راولي. په همدې خاطر، د دغه کس برخورد به هغه مهال هم عيني وي، حتى که هغه څيز چي يو دم په وجود راښکاره شو د هيلۍ څخه بغير بل څه وي. دا برخورد ئې ځکه داسي دئ چي موږ په دې باور يو چي د نشتون څخه هيڅ شى هم نه رامنځته کيږي او دا چي موږ د پيښو او حادثاتو شتون د تشريح کولو عوامل په طبعيي، اجتماعي او سايکولوجيکي نړۍ کي لټوؤ. همدغه هغه معقولي اصل دئ چي په مټ ئې ساينس امکان لري. خو د دغه اصل څخه بغير، هم ساينس او هم زموږ معقوليت تر سوال لاندي راوستل کيږي. حتى د علت و سبب مفکوره د څيزونو د معريفت او پېژندني لپاره لا لازمه ده، لکه څنګه چي مسلمان فلسوف ابن الرشد حس کړي وه:

دا خپل په ذات کي منل سوې خبره ده چي څيزونه پېژندنه (هويت) لري. هر څيز خواص لري چي له وجه ئې هغه څيز خپل وظيفه لري او د همدغه خواصو له کبله څيزونه بېل هويت، نومونه او تعريفونه لري. که داسي واى چي هر فردي څيز ځانته ځانګرى خاصيت نه لرلاى، نو ځانګړى ماهيت او پېژندنه به ئې هم نه لرلاى، او که ځانګړى ماهيت ئې نه لرلاى، ځانګړى نوم او تعريف به ئې هم نه واى. (Tahafut Attahafut, 782-3)

٢) ايا څيزونو (طبعيت) خپله د خپل ځان جوړونکي دي؟

د دغه ګډي وډي مفکورې چي يو څيز خپله خپل ځان هست/تخليق کوي، غير معقوليت ډېر واضح دى. د يو شي د تخليق لپاره، لازمه ده چي دغه څيز (طبعيت) مخکي له مخکي موجود وي؛ خو خپله د دغه څيز د تخليق لپاره، لازمه ده چي دغه څيز (طبعيت) مخکي موجود نه وي. په همدې خاطر، د خپل ځان خپله هست کولو مفکوره خپل په ذات کي متضاده او متناقضه ده.

٣) دريم غير معقول حالت چي څيزونه د بل شي څخه رامنځته شوي دي، کوم چي خپله هم خلق شوى دئ


ليکوال: دوکتور شېخ جعفر ادريس

ژباړه: منيراحمد قلم مل


اوله برخه

https://www.facebook.com/groups/salimfikr/permalink/550175419449315/

دوېمه برخه

https://www.facebook.com/groups/salimfikr/permalink/551169112683279/


د مقالې کښته کولو لينک

https://www.muslim-library.com/english/contemporary-physicists-and-gods-existence/

سالم فکر اوکړئ

 

0 Response to "معاصر فزيک پوهان او د خالق وجود (دريمه برخه) "

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article