سالم فکر اوکړئ

سيکولر څه ډول مضره حشره ده؟

سيکولر څه ډول مضره حشره ده؟

سيکولر څه ډول مضره حشره ده؟

-سیکولران هغه وخت د ناروغانو صحت ته پاملرنه کوي چي د روژي میاشت شي.

– هغه وخت یی د حیواناتو حقوقو ته متوجه کیږي چي لوی اختر شي.

– هغه وخت یی د ښځو حقوق ته پام کیږي چي د حجاب او میراث خبره رامنځته شي.

– هغه وخت یی د روغتون جوړولو ته پام کیږي چي کوم ځای د مسجد جوړول وویني. 

– هغه وخت یی د اسراف مخنیوي او د غریبانو لاس نیوي ته پام کیږي چي د حج او عمری خبره مطرح شي.

– هغه وخت یی د ګاونډی هیوادونو د استخباراتو مداخلي ته پام کیږي ، کوم وخت چي د دیني مدرسو د جوړولو خبره شي.

– دغه حشرات د اسلام څخه پرته ټولو ادیانو ته احترام لري.

– د اسلامی حجاب څخه پرته بل هر ډول لباس ورته د منلو دي.

– د بیان د آزادۍ تر شعار لاندي هر ډول کفریات او چټیات ویل ورته د منلو دي ، خو د شرعی فتوا سره یی فشار لوړ شي.

– د هر ډول قانون تطبیق ورته د منلو دي ، خو د شریعت د تطبیق سره شاټ دي.

– د اسلامي سیاست څخه پرته یی بل هر ډول د میاکاولي ،منافقت او رزالت او غلامئ سیاست خوښ دي.

– کچیری د کفارو او د دوي د بادارانو لخوا په یوه دقیقه کي پر زرګونه مسلمانان بمبارد شي او شهیدان شي، دوی شپږه لا هم نه خوري ، مګر که کوم شرعی حد تطبیق شي نو رمباړي یی ټول رسنۍ خپروي ، د بشر حقوقو والا ناړي پاشي.

– د جهادي تمریناتو پرته هر ډول ورزش ورته د منلو دی.

– د انګلیسي اصطلاحاتو او لغاتو سره خوله درته کږه وږه کوي ، خو د عربی اصطلاحاتو څخه داسي بد وړي لکه شیطان د تعوذ څخه.

– په درسي نصاب کي هر ډول غربی توب او امریکایی توب ورته د منلو دي ، دا ورته طرقي ښکاري ، د غربي کلتور ډول ته اتڼ کوي ، خو اسلامي کلتور ورته د آسماني تندر حیثیت لري.

لنډه دا چي سیکولرزم یو فکري جریان نه ، بلکه د چټیاتو او تناقضاتو یو مجموعه ده او سیکولر انسان یو ډول رواني ناروغ دي چې زموږ په پیڅه سوي دي.

سالم فکر اوکړئ

 

0 Response to "سيکولر څه ډول مضره حشره ده؟"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article