په اسلامي او کفري قانون کي د ښځې حیثیت څه دئ؟
په اسلامي او کفري قانون کي د ښځې حیثیت څه دئ؟ (۱)
ځواب: عبدالغفار جُبیر
زینب علی – لندن
سوال: دلته خارج کي چي کله موږ د اسلام دعوت کوو، نو غیر مسلمانان په ځانګړي ډول سره ښځې راته وايي چي د قرآنکریم د سورت النسآء په (۳۴) ایات کي د ښځو د وهلو امر سویدئ، ایا دا وحشت نه دئ؟ (نعوذبالله)
موږ ددې سوال معقول ځواب نلرو، که لطفاً ددې مبارک ایات په مفهوم موږ پوه کړئ او لطفاً تاسو مناظرین رڼا ورباندي واچوئ ډېره مننه به مو وي.
ځواب: عبدالغفار جُبیر
تر ټولو مخکي د سورت النسآء و (۳۴) مبارک ایات ته راځو:
الرِّجَالُ قَوّٰمُونَ عَلَى النِّسَآءِ بِمَا فَضَّلَ اللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلٰى بَعْضٍ وَبِمَآ أَنفَقُوا مِنْ أَمْوٰلِهِمْ ۚ فَالصّٰلِحٰتُ قٰنِتٰتٌ حٰفِظٰتٌ لِّلْغَيْبِ بِمَا حَفِظَ اللَّهُ ۚ وَالّٰتِى تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَاهْجُرُوهُنَّ فِى الْمَضَاجِعِ وَاضْرِبُوهُنَّ ۖ فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلَا تَبْغُوا عَلَيْهِنَّ سَبِيلًا ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيًّا كَبِيرًا (سورت النسآء: ۳۴)
ژباړه:
نارينه پر ښځو مسلط اداره چيان دي، له دې امله چي الله د هغو ځينو (نارينه و) ته پر ځينو نورو (ښځو) لوړتيا وربښلې ده، او له دې كبله چي نارينه خپل مالونه لګوي؛ نو کومي ښځي چي صالحي دي، هغوى د فرمان منني خوى لري او د نارينه ؤ په غياب کښي د الله تر ساتني او څارني لاندي د هغو د حقوقو ساتنه كوي. او تاسي چي د كومو ښځو له سرغړوني څخه اندېښمن ياست، هغوى (لومړی) پوه کړئ، (بیا) د خوب ځايونه ورڅخه جلا کړئ او (بیا) و یې وهئ، نو كه هغوى ستاسي فرمان برداري شي نو هغو ته د لاس غځوني لپاره بېځايه پلمې مه جوړوئ. باور ولرئ چي له پاسه الله شته چي لوى او لوړ دى.
ددې مبارک ایات تفسیر او مسائل:
په قرآنکریم کي د ښځې د اصلاح لپاره درې طریقې بیان سویدي، که ښځه نا فرمانه وه، لومړی ښه خبره داده چي په نرمۍ سره ښځه پوهه کړل سي او نصیحت ورته وسي، که په دې سره هم اصلاح نسوه نو خاوند دي خپله بستره ور څخه بېله کړي، که په دې سره هم اصلاح نسوه بیا و خاوند ته د معمولي وهلو اجازه سته، وهل به داسي نه وي چي هډوکی مات سي، وهل به داسي نه وي چي زخم جوړ کړي او پر مخ باندي وهل مطلق منع دي.
تاسي وګورئ اسلام د ښځې د معمولي او محدودو وهلو امر په اخري کي کړیدئ، که په نصیحت باندي ښځه له ګناه منع سوه، خبره ختمه ده، که نصحیت کار ونه کئ بیا به خاوند خپله بستره ور څخه بېله کړي، که ښځه د خپلو بدو افعالو څخه را و ګرځېده خبره ختمه سوه، او که پورتنیو طریقو کار ونه کئ بیا د معمولي وهلو اجازه سته، هغه هم د اصولو مطابق، که دې دریمې طریقې هم کار و نه کئ بیا الله فرمايي: (فان اطعنکم فلا تبغوا علیهن سبیلا) بیا نور الزامونه مه ورباندي لګوئ، نوره یې مه تهدیدوئ او سترګي ورباندي پټوئ، که بیا هم همداسی جنجالونه وي، نو د خاوند او د ښځې له لوري دي دوه یا ډېر کسان و ټاکل سي تر څو د خاوند او مېرمنې په منځ کي اصلاح راولي، او ددې اصلاح کونکو سره الله پوره مرسته کوي، بیا قرآنکریم وايي (ان یردآ اصلاحاً یوفق الله بینهما)، که چیری دغه اصلاح کونکي کسان اراده وکړي نو الله به د دوی مرسته وکړي او د ښځې او خاوند تر منځ به صلح او اتفاق راسي.
(تفسیر معارف القرآن: ټوک: ۲، پاڼه: ۴۸- ۵۵)
0 Response to "په اسلامي او کفري قانون کي د ښځې حیثیت څه دئ؟"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com