سالم فکر اوکړئ

ولی د اسلام د پیغمبر نوم احمد (صلی الله علیه وسلم) دی؟

ولی د اسلام د پیغمبر نوم احمد (صلی الله علیه وسلم) دی؟

 ولی د اسلام د پیغمبر نوم احمد (صلی الله علیه وسلم) دی؟

د ملحدینو د سوال ځواب- عبدالغفار جُبیر

سوال: دا چي په قرآنکریم کي په سورت صف کي راغلي دی، چي (وَمُبَشِّرًا بِرَسُولٍ يَأْتِي مِن بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ)، حضرت عیسی علیه السلام وايي چي زما څخه وروسته چي کوم پېغمبر راځي د هغه نوم به احمد وي.

داچي (احمد) د اسم تفضیل صیغه ده، یعني ډیر حمد ویونکی، حال داچي تر ده مخکی چی کوم پیغمبران راغلی دی هغو ډیر حمد ویلی دی، دا ځکه د هغو عمرونه ډیر وه.

ځواب: 

۱ : تحریف ستاسو یو کسب ګرځیدلی دی، تاسي د (احمد صلی الله علیه وسلم) د نامه غلطه معنا وکړه، اصلي معنا یې دغه ده:

((احمد)) اسم علم مذكر عربي، جاء بصيغة التفضيل، و

معناه: من تحلَّى بأفضل الصفات، ولهذا يحمدُه الناس. أحق بالحمد، أجدر بالشكر على عمله وهو من أسماء رسول الله (صلى الله عليه وسلم) . وفي بعض المناطق الريفية والبدوية يسكنون الحاء، ولاسيما بنو تميم، أو يضيفون كسرة على الألف بعد حذف الفتحة: حَمْد، إحمد.

د ((احمد صلی الله علیه وسلم)) معنا داده چي دده د ښو اعمالو له کبله باید دده صفت وسي، دده شکریه اداء سي، پورتنی عبارت په معجم القاموس العربیه کي وګوره.

۲:که چیری ستاسو معنا ته راسو، چي ((احمد)) یعنی دی به ډیر حمد وايي، زه به ددې ثبوت هم درکړم

په قرآنکریم کي راځي:

لَيۡلَةُ ٱلۡقَدۡرِ خَيۡرٞ مِّنۡ أَلۡفِ شَهۡرٖ (سورت القدر)

ژباړه: د قدر شپه تر زرو میاشتو غوره ده.

د روژې په اخري عشره کي په طاق شپو کي یوه شپه ده چي د قدر د شپې په نامه سره ده، ددغې شپې عبادت او حمد ویل تر ۱۰۰۰ میاشتو بهتره دی، داچي د رسول الله علیه وسلم په وخت کي تر ۱۰۰۰ پوري عدد وو، لک او میلیون نه وو، نو ځکه الله پاک ۱۰۰۰ ذکر کړل، او وايي چي له ۱۰۰۰ سره مساوي نه دی بلکې تر زرو غوره دی، که اوس صرف ۱۰۰۰ میاشتي فرض کړو، رسول الله صلی الله علیه وسلم تل په دې اخري لسو شپو کي اعتکاف کاوه، او د خدای حمد یې وایه، نو که چیري رسو الله صلی الله علیه وسلم پخپل نبوت په دې ۲۳ کلونو کي په ۲۳ د قدر په شپو کي حمد ویلی دی نو اوس وګورئ:

لومړی دا معلوموو چي زر میاشتې څو کاله کیږي؟

1000÷ 12 = 83.3333333333

اوس دا معلومووچي احمد صلی الله علیه وسلم ۲۳ د قدر شپې عبادت کړیدی چي ټول څو کاله کیږي:

83.3333333333×23= 1916.666666667

یعني رسول الله صلی الله علیه وسلم دومرې حمدونه ویلي دي لکه دی چي د ۱۹۱۶ کلونو وو، اوس په پیغمبرانو کي غټ عمر د حضرت نوح علیه السلام عمر وو چي ۱۰۲۰ کاله وو، اوس تاسی قضاوت وکړي چي چا ډیر حمد ویلی دی؟

۳: داچي ټول پیغمبران الله په ازل کي انتخاب کړیدي، نو تر نبوت مخکي هم پیغمبرانو حمد وایه، داسي نه ده چي دی پیغمبر سو نو خدای یي وپیژندی، نو که د احمد صلی الله علیه وسلم هغه د ۴۰ کلونو نور حمدونه پر جمع کړو بیا به یې حمدونه تر ۳۰۰۰ کلونو هم اضافه سي.

۴: د رسول الله صلی الله علیه وسلم ۹۹ نومونه دي، محمد صلی الله علیه وسلم، یعني چي دده توصیف او حمد ویل کیږي، مزمل صلی الله علیه وسلم، مدثر صلی الله علیه وسلم، نذیر صلی الله علیه وسلم، بشیر صلی الله علیه وسلم او داسي نور... ایا په دې ۹۹ مبارکو نومونو کي ستاسو سوال صرف په ((احمد صلی الله علیه وسلم )) کي وو، او که په نور نه پوهیږي او یا خبر نه یاست؟

۵: که تاسي د قرآنکریم مطالعه لری، او احادیث مو مطالعه کړي وي، نو دا ټوله نړۍ د احمد صلی الله علیه وسلم له برکته پیداسوېده، ایا د بل پیغمبر نوم هم ذکر سویدی؟؟؟ نه هیڅکله نه! دغه ۹۹ نومونه پر دې باندي دلالت کوي، چی دغه پیغمبر ستر پیغمبر او خاتم الانبیاء دی، د ښو صفاتو خاوند او باید دده حمد او ستاینه زیاته وسي، نو ځکه ده ته په دې احمد وايي، چي دی محمود دی.

۶: هر پیغبر ځانته ته نومونه لري، حضرت عیسی علیه السلام (عبدالله، روح الله، کلمة الله ) دی، حضرت ابراهیم علیه السلام (خلیل الله) دی، حضرت مو سی علیه السلام (کلیم الله) دی، خو ددې مطلب دا نه دی چي حضرت عیسی علیه السلام صرف د خدای بنده دی او نور پیغمبران نه دي، یا حضرت ابراهیم علیه السلام د خدای دوست (خلیل الله) دی او نور پیغمبران یې دښمانان دی، یا صرف حضرت موسی علیه السلام د خدای سره خبرې کړیدي او نورو پیغمبرانو نه دي کړي، دغه نومان د هر پیغمبر خپله ځانګړتیا ده.



0 Response to "ولی د اسلام د پیغمبر نوم احمد (صلی الله علیه وسلم) دی؟"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article