د امپراطوريو ماتونکي چې کله هم ګټونکي نشول!
د امپراطوريو ماتونکي
چې کله هم ګټونکي نه شول!
د افغانستان او په ټوليز ډول د نړۍ تاريخ د دې شاهد دی, چې فزیکي استعمار ډېر دوام نه کوي او يو وخت به پښې سپکوي, که هغه په زور وي او يا يې ګټې خوندي شوې وي او لوبه يې نور کسان په نوې سناريو کې پر مخ وړي خو فکري استعمار او له ښکېلاک نه وروسته ناخوالې هغه څه دي چې د هغو د مخنيوي او غوره مديريت لپاره پاخه خلک او دوامداره هڅې په کار وي•
د افغانستان د يوې پېړۍ تاريخ د دې ترپ او خرپ ډېر ښه شاهد دی او درې ځله پکې دا لوبه تکرار شوې ده•
زه نه غواړم دلته تاريخي پېښې بیان کړم او تکراري کيسه وکړم, چې د تاريخ پاڼو کې خوندي ده, زما موخه د دې يرغلونو او ماتو په اړه هغه پټ خواله دي چې تر ډېره يې مونږ تر اوسه هم روغ تحليل نه دی کړی او نه مو له دې يرغلونو کوم سبق اخیستی دی, او که زمونږ کېسه همداسې روانه وي څه موده وروسته به د بل ښکیلاکګر راتلو ته په ډېره آسانۍ لاره هواره کړو او بيا به يې د وتلو او ځپلو لپاره څو افغاني نسله او فصله له منځه وړو•
د پرنګي راتګ او تلل!
دا چې پرنګيانو څنګه په افغانستان کې ماته وخوړه? په دې به ډېر نه څرخو, خو د برتانيا د هغه مهال د سترې امپراطورۍ شکست, نه يوازې دا چې د افغانانو لپاره افتخار ؤ او دی, بلکې د هغه وخت د ښکېلو ملتونو لپاره د اميد يو څرک ؤ, چې د خړو افغانانو په ټاټوبي کې يې تر سترګو شو, له هندوستانه نيولې آن د افريقا تر مصر او نورو هېوادو پورې په ځانګړي ډول په مسلمانانو کې يوه جذبه را پيدا شوه, او ډېرو پکې د عثماني خلافت د اعادې خوبونه ليدل پيل کړل, چې تر ډېره پر ځای هم وو, خو په خواشينۍ سره چې د دې پرځای مسلمانان او په ځانګړي ډول افغانان له دې لوی بري څخه روغه ګټه واخلي, بېرته افغانستان د همغه زوړ انګليس د استخباراتي جګړو ډګر وګرځيد, او افغانان يې پخپلو کې سره اخته کړه•
په دې ناخوالو کې ګرم څوك وو؟
مونږ همېشه هڅه کوو چې د ناخوالو پړه پر نورو واچوو, دا که په ټولنيز ژوند کې وي او که سیاسي او کورني ژوند کې, يو لوری بلکل داسې تور کړو چې د سپينوالي څرک هم پکې نه وينو او بل لوری داسې سپين کړو چې هيڅ داغ يې پر لمن نه راته ښکارېږي, چې ډېر لږ کسان له دې نارغۍ نه په امان کې دي•
د انګليس له ماتې وروسته کله چې زوړ پرنګی پر دې باوري شو چې نور پر افغانستان فزيکي برلاسی نه شي تر لاسه کولای, او کله يې چې ولیدل د هندوستان احساساتي مسلمان ځوانان او تر دې چې ځنې هندوان او سیکان او نور, افغانستان د خپلو آزادي غوښتونکو ارمانونو د مرکز په بڼه ويني, نو لاس په کار شول چې له يوه لوري يې د خپلو لاسپوڅو په وسيله ځوان غازي امان الله خان دې ته وهڅاوه چې اوس خو دې آزادي تر لاسه کړه, نو هېواد ته بايد د پرمختګ دروازې پرانيزې, او ولس په تعليم سنبال کړې چې دا ډېره غوره خبره وه, او بايد هم دا کار شوی وای, خو د پرمختګ او تعليم کومې سوړې يې چې ور په ګوته کړې, هغه داسې وې چې په لوی لاس يې ګټلې جګړه په سیاسي لوبه کې داو کړه او بياهم ګټه همغه زوړ انګليس تر لاسه کړه•
غازي امان الله خان د دې پرځای چې د هغه مهال خوار افغان ته (چې لا هم د کابل په واټونو کې له افغاني څادر او لونګۍ سره ګرځېده او د تلو راتلو لارې يې د خاورو وې, سورلۍ يې اوښ, آس او نور ځناور وو او خونه يې په شيطان څراغ روښانه کوله) د دې پرځای چې ګېډه يې مړه,تن يې پټ او بيايې په تعليم سنبال کړي, د ګېډې پرځای د هغه پر تن د پرنګي پتلون او کمیس جامه برابرول پيل کړل, د دې پر ځای چې په علم او پوهه يې کوپړۍ روښانه کړي, د سر له پاسه يې ورته د همغه شړل شوي انګريز شپو جوړول پيل کړل او د دې پرځای چې ځوانان بهرته د تعليم لپاره ولېږي چې په سلو کې نهه نوي بې تعليمه وو او دا چې لاهم زمونږ په ټولنه کې نارينه مکتب ته نه لېږل کېدل, په داسې ټولنه کې ده پېغلې بهر ته د زدهکړو لپاره واستولې, داسې او دې ته ورته نورې ښويېدنې چې انګريز هم همدا غوښتل, چې پايله يې داخلي جګړې, د امان الله خان تلل, ورانۍ او د حبیب الله حاکم کېدل او بيا بېرته د انګليس له مستعمرې (هندوستان) له لوري د نادرخان راتلل او په کابل حاکم کېدل وو•
او نادر خان او بيا وروسته د ظاهرشاه د پادشاهي پر مهال هغه ټول کارونه تر سره شول چې امان الله خان يې په سبب کافر ګڼل شوی ؤ او له هېواده تېښتې ته اړ شوی ؤ, او ظاهرشاه څه کم نيمه پېړۍ پاچايي وکړه خو همدا ملت, مکتبي او ملا يې تر خوا ولاړ وو, ځکه چې د انګليس دسيسې پسې نه وي او تر ډېره هغوی ته منلی ؤ•
بلخوا د امان الله خان پرضد چې کوم پاڅونونه وشول, په دو کې ډېر علماء , د فکر خاوندان او پوهه کسان وو, چې له داخل نه يې د اصلاح غوښتنه کوله, خو جالبه دا وه چې د دې پاڅونونو سرخيل يو داسې کس شو چې نه له دين څخه خبر ؤ او نه هم د دنيا په سياستونو پوهه ؤ او نه داسې مشهوره څېره وه چې خلک دې پرې راټول شي, زه د حبيب الله په نيت کې څه نه وايم خو دا تر لمر هم روښانه ده چې دی راوستل شو او د دې راوستلو تر شا هم همغه پرنګی ؤ•
نتيجه, خوار حبيب الله او ملګري يې هم په ډېرې ناځوانۍ ووژل شول او کيسه همغه شوه چې انګريز غوښتل, اسلامي خلافت خو څه چې په افغانستان کې هم مونږ سل په سلو کې د مستقل نظام خاوندان نه شولو او تر ډېره د شوروي او کله د امريکا د مزاج مطابق راوان وو•
د سرو لښکرو ماته او تکرار تاريخي لوبه!
د افغاني کمونستانو له کودتا وروسته او بيا چې کله شوروي لښکرو زمونږ پر هېواد يرغل وکړ, ټول ملت (له يوې ډلې پرته) په يوه خوله د دوی پر وړاندې ودرېدل, او په دې لوی جهاد کې د هر فکر خاوندانو ګډون درلود, نه يوازې اسلامي ډلې, بلکې چپي ډلو او سکانو او هندوانو هم د شوروي پرضد مبارزه پیل کړه, د اسلامي نړۍ له لرې او نږدې نه ځوانان په جهاد کې د برخې اخيستلو لپاره راغلل او غربي نړۍ او په سر کې يې امريکا له افغان جهاد سره بې درېغه مرسته وکړه او افغانان سره له اوږدو ږيرو, پټو, پکول او لونګۍ د غربيانو له لپاره د آزادۍ غوښتونکو نمونې وې, خو کله چې شوروي د ماتې په درشل ودرېده, او غربيان په دې وپوهېدل چې نور مجاهدين ګټونکي دي, او دا چې مجاهدينو هم پرته له دې چې خپل حالت, او ځای صحيح تشخيص کړي, غټ غټ شعارونه اوچت کړل او تقريبا له ټولې نړۍ سره يې د جګړې اعلان وکړ, او دا کار ګاونډيانو او په ځانګړي ډول پاکستان هم غوښته, تر څو امريکا سره هغه افغانان ښکیل کړي چې تر پرونه يې خپلې ټولې دروازې ورته پرانستې وې, او همغه څه وشول چې د اسلام او افغانستان دښمنانو غوښتل•
لنډه داچې روسان ووتل, لومړی صبغت الله مجددي ورپسې استاد رباني د چارو واګې په لاس کې واخيستې, او همغه د امان الله خان د وخت سناريو په لږ فرق سره تکرار شوه, مجاهدينو غلطۍ وکړې او دا غلطۍ د نورو دپلان برخه وې او بيا بېرته د همغه پاکستان له لارې او آدرسه (چې تر پرونه يې مجاهدين حمايه کول) طالب را ښکاره شو, په چټکۍ سره سېمې ونيولې او پرته له دې چې سينه پراخه کړي او ټول افغانان سره يو کړي, خپله هم د ستونځې برخه وګرځېدل•
د تور امريکايي ښکېلاک لوبه!
په دې کې شک نه شته او امريکا او ملګري يې په دې پوهېدل چې د مجاهدينو پر وړاندې هیڅ چپي ډله نه شي ودرېدلی, او د طالب او ملا پر وړاندې ملت وسله نه پورته کوي, تقريبا اکثره مجاهدين د طالبانو له لوري بې وسلې شول, چې تر ډېره ولس په دې کار خوښ ؤ, خو طالب (سره له دې چې کابل يې ونيوه او تقريبا په ټول هېواد حاکم شول) تر آخره له ملت او خلکو جلا يوه ډله پاتې شوه او دا کار هم تر ډېره د راتلونکې ډرامې برخه وه او د امريکا په راتګ سره د يو شوروي پرځای د نيمې نړۍ لښکرې افغانستان ته راغلې او ډېرو هغو يې تر ټولو زيات هرکلی وکړ چې د جهاد او آزادۍ چغې يې وهلې, چې د دې هم ډېر عوامل دي•
د امريکا له راتګ سره تر ډېرې مودې ټول غلي شول آن د طالب غږ هم غلی ؤ, دلته په کابل کې هم ډېر د ډالرو په ټولولو او د چوکيو په وېشلو اخته شول•
له يو څو کسانو پرته ټول افغانان د امريکا او بل ښکېلاک خلاف وو, خو تېرې تجربې خلک په سیاسي ډلو له باور کولو ستنول•
په هرصورت, حزب اسلامي, طالبانو او ځنې نورو وسلې ته لاس کړ خو بيا هم دا جګړه د امريکا د ګټو پر ضد لږ او ډېر زیان بېرته افغانانو وګاله او اوس يې هم ګالي•
لڼډه داچې امريکا يا په خپله خوښه يا د زور له لارې له افغانستان څخه وځي او دا د افغانانو لپاره ښه زېری دی, خو په خواشينۍ سره دلته لاهم همغه تکراري تاريخ بيا د تکرار په حالت کې ښکاري, د ګاونډيانو او امريکا ګټې دلته خوندي ښکاري او بيا هم يوازې زيان افغانانو ته ور اوړي, طالبان په دې ګمان چې امريکا مو ماته کړه بيا هم د يکه تازۍ پر آس سواره د کابل د لاندې کولو خوبونه ويني او هغوی چې امريکا ته يې هرڅه تسليم کړي وو, نن له امريکا څخه سر هم ټکوي, غوړه مالي هم ورته کوي او په دې هم پوهېږي چې نور د دوی د استعمال موده پوره ده, خو بيا هم د دې پرځای چې له خپل ولس سره خبره شريکه کړي او د خبرو له لارې دې جګړې ته د پای ټکې کېږدي, بيا هم همغې امريکا ته زارۍ کوي چې د دې جګړې اصلي لوبغاړې او سبب ده,
په استعماري لوبه کې يو عجيب تسلسل!
* کله چې انګريز ماته وخوړله وروسته امان الله خان غلطۍ وکړې, سره له دې چې په هېواد کې غټ غټ علما او قومي مشران موجود وو او ډېر يې د امان الله خان خلاف هم وو, داسې يو کس را مخته کېږي, مشهور کېږي او د نظام واګې په لاس کې اخلي چې کېدای شي خپله هم نه پوهېده چې دا څه کوي او حکومت دولت داري په الف او ب هم نه پوهېده•
● افغاني کمونستانو چې کودتا وکړه, نور محمد ترهکی يې د انقلاب رهبر شو, چې په عقل, پوهه کې ترې ډېر همدا خلقیان مخکې وو•
● مجاهدين چې کله کابل ته را ننوتل حضرت صاحب يې د حکومت مشر کړ, په داسې حال کې چې حضرت صاحب د يو وړوکي تنظيم مشر ؤ او سیاسي درايت يې اوسني ټول نسل ته معلوم دی•
● د طالبانو د اسلامي تحريک له جوړېدو وروسته بيعت داسې کس سره وشو چې نور افغانان خو لا څه کوې چې خپله د طالبانو د ليکو خلکو هم نه پېژانده, د ديني علماوو ترمنځ هم له يو عادي طالبعلم نه اوچت نه ؤ او سیاسي ډګر کې هم نوم ورکی ؤ , په داسې حال کې چې د طالبانو په تحريک کې هغه مهال هم غټو علماوو ګډون درلوده•
● او کله چې امريکا راغله سره له دې چې په دې يرغل کې ډېرو مشهورو سیاسي څېرو ورسره برخه واخيسته, خو د چارو واګې داسې کس ته ورکړل شوې چې دهغه سیاسي درايت, پوهه او ولسي قوت ټولو ته معلوم دی او له امريکايي تېري نه وړاندې يې نوم هم دګوتو په شمار کسانو پېژانده•
ځکه چې د دې يوې ټاکنې فیصله هم خپله افغانانو نه وه کړې•
په چا لندن کې پرېکړه شوې وه, څوک له ماسکو نه ټاکل شوي وو•
څوک د پېښور ګورنرهاوس نه د ارګ پر لور رالېږل شوي وو•
د چا د قسمت فیصله د کوټې او اسلام آباد په بندو کوټو کې شوې وه او د چا د بن او واشنګټن نه د مقررۍ پیغام راغلی ؤ او استعمار هميشه ناپوهه, ساده او ياهم ناخبره خلک غواړي, ترڅو د حقایقو پرځای په اوهامو او شعارونو پسې لاړ شي, او که داځل مو له عقل نه کار وانخیست _الله مه کړه_ يوځل بيا به په ورته لومه کې ونښلو او بيا به شل دېرش کاله يو اوبل سره وژنو•
نو تر ټولو وړاندې حکومت او طالبانو ته په کار ده چې په دې ځان وپوهوي چې جګړه او زور هیڅکله هم د حل لاره نه ده او که سل ځله هم د نورو په وسلو او پیسو کابل "فتحه" کړئ اختيار او خبره به د بل چلېږي او د هريوه په مقابل کې به بله ډله را پیدا کوي ترڅو جګړه همداسې اوږده شي او چې کور دې وروان او ګېډه دې وږې وي, نه به له غلامۍ خلاص شو او نه به مو هیڅ هېواد خپل سیال وګڼي او نه به د اسلامي نظام شعارونه رښتيا شي او يوازې په هدیرو او مړو به حکومتونه کوئ•
0 Response to "د امپراطوريو ماتونکي چې کله هم ګټونکي نشول!"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com