سالم فکر اوکړئ

شيطان څوک دې او څوک کېدلې شي؟

شيطان څوک دې او څوک کېدلې شي؟

 ــ شیطان څوک دی؟

ــ ایا حقیقت وجود لري یا ستاسو وهم او خیال ګرځیدلی؟

یا هم کیدای شي فلسفي پدیده وې،

ــ د قرانکریم په رڼا کې شیطان رښتیا م شته دی، د هغه وجود حقیقت لري او یوازې یې مونږ لیدلای نه شو ، هغه له موږ مخکې ژوند کوو او اوس هم ژوندی دي ، دا رښتیا م یوه عجیبه خبره ده!

ــ د شیطان کلمه د (شَطَن ) له کلمې اخیستل شوي یانې ناپاکه او پست موجود ،

شیطان هغه موجود ته ویل کیږي چې سرکښه او متمرد وې

پرته د نوعیت د معلومولو یعنې که هغه انسان وې یا هم پیری ، خو چې سرکښه وې ورته شیطان ویل کیږي. 

#سَ‌مُوٌنْ


دوهمه برخه

د شیطان دوهمه معنا ،چټل روح دی هغه روح چې له الله تعالی او رښتیا څخه لیرې والی کوي ، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایې: شیطان په دواړو ډلو یعنې انسانانو او پیریانو کې شته (سورة الانعام ۱۱۴) ،

پیریان د غیبو له ډلې دي او غیب هغه څه ته ویل کیږي چې زموږ له دید پت وې ، پیریان له داسې اور پیدا شوي دي چې دؤد نه لري او که چیري یو اور دؤد ونه لري نو یوازې حرارت دی او موږ نه شو کولای ویي وینو ،

دواړه ډوله شیطانان (انس او جن) په دې هڅه کې دي چې خلګ بدو اعمالو ته وهڅوي...!

#سَ‌مُوٌنْ




دريمه برخه

شيطان څوک کېدای شي؟

ومو ویل شیطانان په دواړو ډلو (انس او جن) کې شته دي، دواړه ډوله په دې هڅه کې دي چې خلګ بدو اعمالو ته وهڅوي، جنِ شیطانان زموږ زړونو ته داسې وسوسه کوي چې نه هغوی لیدلای شوی او نه هم د هغوی وسوسې درک کولای شو ، او انسِ شیطانان داسې ستاسو زړونو ته وسوسه کوي چې هم یې لیدلای شو او هم یې اورېدلای شو، خو درک کولای یې نه شي چې دا به شیطانې وسوسه وې ،او دا انسِ (انساني) شیطان هر څوک کیدای شي حتی ستاسو ملګري هم...!

#سَ‌مُوٌنْ







0 Response to "شيطان څوک دې او څوک کېدلې شي؟"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article