سالم فکر اوکړئ

په اسلامي او کفري قانون کي د ښځې حیثیت څه دئ ؟ (۶)

په اسلامي او کفري قانون کي د ښځې حیثیت څه دئ ؟ (۶)

په اسلامي او کفري قانون کي د ښځې حیثیت څه دئ ؟ (۶)

ځواب: عبدالغفار جُبیر

یهود پخپل تحريف سوي کتاب کي د ښځې په هکله لیکي:

(المرأة امر من الموت) یعني ښځه د مرګ څخه هم یو تریخ حقیقت دئ.

۳: که زردشتي مذهب والا دا پوښتنه کوي، د هغه ځواب:

د فارسیانو په تمدن کي د ښځې ارزښت:

يو فارسي نارينه ته جايزه ده چي له محرمو خپلوانو سره له استثناء پرته نکاح وکړي همدارنګه يو فارسي حق لري چي خپله مېرمن مړه کړي.

۴: که هندوان دا پوښتنه کوي، و هغو ته ځواب:

د هندوانو په تمدن کي د ښځې ارزښت:

د اسلام څخه مخکي هندوان په دې آند وه چي د ښځې په شان دوږخ نشته ، د ښځې په شان زهر نشته، نو که چيري يي خاوند مړشي خلک کولای شي چي ښځه ئې ژوندۍ ورسره وسوځوي. او يا به يې د خاوند له مرګه وروسته سر وخرايه تر څو بل څوک يې په نکاح نکړي.

۵: که د کنفیوشیزم مذهب منونکي دا پوښتنه کوي، د هغو ځواب:

د چينايانو په تمدن کي د ښځو ارزښت:

د چينايانو په فلسفه او قانون کي د ښځې قيمت له سره هم کم وو، يو ه خاوند دا حق درلودئ چي خپله ښځه ژوندۍ ښخه کړي، تر ښځې هيڅ داسي بې ارزښته شی نسته، په ټوله کائناتو کي ښځه کمترينه مخلوق دی، دا په بشريت کي تر ټولو ټيټ مقام لري. او همدارنګه ښځه هغه دردونکې اوبه دي چي نېکمرغي پرېمنځي او که کوم چينايي نارينه مري نو ښځه يي هم د نوري پاتي شونو په څېر وارث ته په ميراث کي پاتي کيږي. (تېر ماخذ)

سالم فکر اوکړئ

 

0 Response to "په اسلامي او کفري قانون کي د ښځې حیثیت څه دئ ؟ (۶)"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article