سالم فکر اوکړئ

په اسلامي او کفري قانون کي د ښځې حیثیت څه دئ ؟ (۷)

په اسلامي او کفري قانون کي د ښځې حیثیت څه دئ ؟ (۷)

په اسلامي او کفري قانون کي د ښځې حیثیت څه دئ ؟ (۷)

ځواب: عبدالغفار جُبیر

که ملحدین دا پوښتنه کوي، د هغو ځواب:

د يونانيانو په تمدن کي د ښځې ارزښت:

سقراط وايي: ښځه يوه په زهرو لړلې ونه ده، چي ظاهر ئې ښکلی دئ او باطن ئې د زهرو نه ډک دئ، دا د شيطان چټلي ده.

يونانيان په دې آند هم وه چي ښځه صرف د نر د صحت لپاره ده، د نر د طبعيت رستګۍ لپاره ده، دوی به ویل:موږ له ښځو سره د خپل ذهن له کبله اړيکې ساتو بل د دې لپاره ښځه ښه ده چي و موږ ته زامن راوړي.

د روم په تمدن کي د ښځې ارزښت:

د روم په فلسفه کي بيا د ښځې روح د سرو(ایشول سوو) غوړو سره مشابه شوی دئ، چي سړی سوځوي او هلاکت دئ، ښځه صرف د نارينه د ګټو لپاره ده او بس، ښځه داسي ده لکه ليونی ماشوم هيڅ اهليت نلري، د ښځو خرڅول، وهل، تعذيبول او رانيول دا د نر حق دئ. 

همدارنګه روميانو به ويل: ښځه روح نه دئ دوی به ښځو ته د عذاب ورکولو په وخت کي پر دوی ایشول سوي تيل تويول او سوځولې به يې همدارنګه به يي په اسونو پوري تړلې کشولې به يي تر څو چي مړې شي.

د اوسنۍ کفري نړۍ حقوق و ښځي ته:

۱: امریکا: د امريکا متحده ايالات چي په نړيواله توګه سره د ښځو د ازادۍ غوښتونکې ده د امريکا د عدلیي رياست (U.S Department of Justice) وايي چي په امريکا کي په هرو دوو دقيقو کي د يوې ښځې سره زنا بالجبر کيږي، چي په يوه ساعت کي ۳۰ د زنا بالجبر واقعې پيښيږي،او په يوه ورځ کي ۷۲۰، په يوه مياشت کي ۲۱۶۰۰، او په يوه کال کي ۲۵۹۲۰۰ داسي پيښې صورت نيسي، چي دا هغه پيښې دي چي حکومت ورباندي خبر او ورسره ثبت شويدي او هغه چي ثبت شوي نه دي د هغو شمېرخو خپل پر ځای پاته دئ.

چي په امریکا کي په یوه ورځ کي (۷۲۰) زنا بالجبر صورت نیسي نو په ټوله نړۍ کي به څه حال وي.

۲: طلاقونه: په امریکا کي ۵۰ سلنه ودونه طلاقیږي، په فرانسه کي ۵۵ سلنه طلاقیږي، په کیوبا کي ۵۶ سلنه ودونه طلاقیږي، په استونیا کي ۵۸ سلنه دونه طلاقیږي، په لوګزامبورک کي په اوسط ډول سره ۶۰٪ ودونه طلاقيږي، په هسپانيه کي په اوسط ډول سره۶۱٪ ودونه طلاقيږي او داسي نور.. 

سالم فکر اوکړئ


0 Response to "په اسلامي او کفري قانون کي د ښځې حیثیت څه دئ ؟ (۷)"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article