سالم فکر اوکړئ

د الحاد اهداف!

د الحاد اهداف!

بسم الله الرحمن الرحیم

د الحاد اهداف 

هر کله چې موږ د الحاد تصورات وګورو نو مستقيما دا خبر ذهن کې راګرځي چې د الحاد اصل هدف څه دی ؟ بلکه تر ټولو اول دا سوال مهم دی چې الحاد پخپله خپرېږي او که د نورو انسانانو له اړخه اجباري تقويه کېږي ، که چېرې الحاد پخپله خپرېږي نو معنا دا چې الحاد په خپل ذات کې يو دسې شعوري قوت لري چې هر دين باندې برلاسی کېدلای شي ، دويمه دا چې د نورو خلکو له اړخه د خاصو اهدافو لپاره تقويه کېږي ، هر کله چې موږ انساني تاريخ او خصوصاً د الحاد تصورات وګورو نو الحاد له هميشه راهيسې په ډېر کمزوري موقف ګې پاتې شوی ، له نن نه درې زره کاله مخکې په يونان کې ملحدين پيدا شول ، تقريبا شپږ سوه کاله مسلسل په لوړه کچه ملحد فلاسفه پيدا شول خو په دې ونه توانېدل چې د هغه ځای د خلکو مشرکانه او په توهماتو ولاړ افکار بدل کړي ، تر اخره پورې تاسې مطالعه کولای شئ چې بعض فلسفيانو د زهرو پيالې په سر راواړولي او بعض فلسفيانو ( ايتهنز ) يعنې هغه ښار چې فلسفيانو په کې ګډ ژوند کولو پرېښودلو ته مجبور شول ، حال دا چې هغه وخت هر فلسفي د خپل فکر د ترويج لپاره خپل ژوند وقف کړی وو ، د دې په مقابل کې که چېرې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د پيدايښت په وخت د عربو ټولنه وګورو نو هغه د يونان نه هم په يوه سخته او بې نظمه منطقه کې پيدا شوی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم د ۲۳ کلونو په موده کې وتوانيده چې د خلکو جاهلانه افکار ختم کړي او يو مثبت شعور او نظم ټولنې ته ورکړي ، د دې دواړو وختونو او حالاتو مقايسه موږ يوې مهمې نتيجې ته رسوي.

بيا هر کله چې اروپا کې دويم پړاؤ رامنځته شوې هغه هم عيساي مذهبي پړاؤ دی ، په دې ۱۸۰۰ کلن پړاؤ کې مطلق عيسايې حاکميت وو ، په دې پړاو کې هم ډېر پټ ملحدين فلسفيان تېر شوي ، خو دغه فلسفيان ونه توانيدل چې يو الحادي شعور حاکم کړي ، ممکن يو څوک اوايې چې حکومت د عيسويانو وو نو ځکه خلک نه توانيدل چې الحاد رامنځته کړي ، دا دليل انتهای ضعيف دی ځکه چې هره ټولنه باغيانه ميلان ضرور لري ، هر کله چې په يوه ټولنه جبر کېږي هغه ټولنه ډېر ژر د دې جبر څخه د خلاصون لپاره هلې ځلې کوي ، په يو فرد خو اجباري حکومت کول اسانه وي البته يوه ټولنه باندې اجباري حکومت ډېر محدود مدت لري ، نو څنګه ممکنه ده چې د عيسايې حاکميت پر وړاندې الحاد دوه زره کاله خاموشه پاتې شي ؟ واضحه خبره ده چې الحاد دومره قوت نه لري چې هغه دي يو انساني ذهن کې خاص ځای جوړ کړي او انسان دومره متحرک کې چې انقلاب رامنځته کړي او يا هم حکومت وکړي .

 بيا د تاريخ يو بل پړاو پيل کېږي ، دا پړاؤ د رنسانس يا د هغه غورځنګونو دی چې په دې اواخرو کې رامنځته شول ، په دې کې هم د تر ټولو قوي غورځنګ کوم الحادي غورځنګ نه وو بلکه د مارټن لوتر د عيسايانو د ريفورم غورځنګ تر ټولو قوي وو ، هغه په دې وتوانيده چې د مروجه يا کيتولک عيسايانو خلاف ۹۰ دلايل راوړي او پروټسټنزم کامياب کړي .

معاصر الحاد کله قوت ته ورسېده ؟ معاصر الحاد هغه وخت قوت ته ورسېده چې کله په فرانسه کې انقلاب راپورته شو او د انقلاب په نتيجه کې يو نوی سيکولر حکومت رامنځته شو ، خو دا انقلاب هم د علمي شعور يا د دليل پر بنسټ نه وو رامنځته شوې بلکه د اقتصادي بحران لامله رامنځته شو ، خلک وږي شول ، د يوې ډوډئ لپاره به قتلونه کېدل ، نور بله لار نه وه نو ځکه خلک مجبور شول چې عيساي حاکميت پايې ته ورسوي ، د خپلو اقتصادي مشکلاتو او د عيسايت د ناوړه کړنو لامله خلکو يو قسم افراطي برخورد وښوده او هر هغه څيز چې مطلق مذهب پورې اړوند وو د خپل ژوند څخه يې لرې کړ ، يعنې دلته هم د الحاد کوم ځانګړی خاصيت نه وو موجود بلکه د مجبوريت لامله الحاد يو حاکمانه حيثيت غوره کړ ، بله لار نه وه . 

عيساي حاکميت الحادي حکومت لپاره يوه ډېره ګټوره ستراتيژي پرېښوده او هغه د کلونيلزم يا استعماريت ستراتيژي وه ، فرانس او برطانيه چې نوي نوي پکې الحادي حکومتونه راغلي وو په نړۍ کې يې يو چور ګډ کړ ، دوئ د نړۍ نقشه مخې ته کېښوده او دسې يې تقسيم کړه لکه د يو کيک په څير ....! په خپلو استعماري کړنو او مستعمره هيوادونو کې يې لوټ مار ، جنګونه ، قتلونه او وحشتونه پيل کړل ، د دې يو مثال راوړم : هندوستان به ټولې نړۍ ته ۲۴فيصده صادرات کول ، يعنې د نړۍ ۲۴ فيصده توکې به يوازې د هندوستان څخه صادرېدل ، چې کله پرې برطانيه حاکميت پيل کړ نو يوازې په بنګال کې په ميليونونو خلک له لوږې مړه شول ، د هندوستان صادرات ۳ فيصده ته راټيټ شول ، يوه هندۍ ليکواله وايې چې برطانيه له هندوستانه ۴۶ ټريلينونه ډالر پټ کړي وو ، نو په دې شيانو اروپا پرمختګ وکړ ، اروپايي ټولنې د يونان فلسفې بيرته راوسپړلې او يو مخلوط تمدن يې جوړ کړ ، همدا تمدن يې په اجباري ډول په ټوله نړۍ تطبيق کول يې خپله فريضه وګرځوله ، يعنې دوئ کوښښ کوي چې الحاد په اجباري ډول په ټوله نړۍ تطبيق کړي ، د دې فايده غرب ته دا ده چې غرب په ټوله نرۍ خپل تسلط لاندي راوستل غواړي ، ترڅو د دوئ تهذيب بقا ومومي ، دوئ اقتصادي پرمختګ وکړي او په نړۍ کې دسې ځواک رامنځته نشي چې هغه دې د ټولې نړۍ لپاره يو رول ماډل شي يعنې يو مثال شي .

مثال : ستا په کلي کې روزانه غلا او فساد کېږي او ګاونډي کلي کې فساد نه کېږي ، نو خا مخا ته هم مجبوره يې چې هغه اقدامات وکړې کوم چې ګاونډي کلي والو کړي وي ،

مثال په نړۍ يي هيواد اسلامي حکومتولۍ يو ماډل جوړ کړي ، هلته غلا او فساد صفر شول ، امن شو او تجارت فعال شو . نو لازما به اروپا کې هم خلک د ديو دسې ماډل غوښتنه کوي چې هغه د اسلامي حکومتولۍ ماډل ته ورته والی لري ، نو همدا راز غرب هم د خپل تمدن او تهذيب نه علاوه بل هر تمدن او تهذيب ته ماتې ورکول خپله مجبوري بولي ، دې خبرې ته سميول هنټنګټن هم اشاره کړې . 

لنډه دا چې الحاد خپله کوم ځانګړی قوت نه لري ( لکه څنګه چې تاريخي حقيقتونو ثابته کړې ) . بلکه الحاد د غربي تمدن يوه برخه ده او دې ته ترويج ورکول د غرب مجبوري ده ، الحاد ته ټولنيز ترويج ورکول د مختلفو شاخونو په صورت کې ممکنه ده ، لکه سيکولرزم ، کيپيټلزم ، فيمنزم .....! 

دا ټول د اجتماعي ژوند څخه د دين ختمولو لپاره کار کوي او کوم چې واړه مؤسسات دي هغوي د فرد په فکر کار کوي ، تر څو هغه خلک په اجتماعي مفاداتو کې ( بي دينه ټولنه کې ) مثبت رول ولوبوي. 

لله الحمد چې الحاد په خپل هدف ترلاسه کولو کې ستړی شوی ، دوئ په اسلامي ټولنو کې دين ختمولو لپاره کوښښونه کول خو بل اړخ دوئ ته په غرب کې د اسلام خپرېدل سردرد جوړ شوی .

حق به بريالی وي ان شاء الله



 

0 Response to "د الحاد اهداف!"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article