سالم فکر اوکړئ

غرب کې د ښځو وژنه.

غرب کې د ښځو وژنه.

غرب کې د ښځو وژنه.

په ۲۰۱۶ کې يواځې په امريکا کې ۵۷۱۱ انجونو په قتل رسيدلي خو تر اوسه یې پلټنه نډعده شوې او وارثان یې تر ننه چيغې وهي .

په ۲۰۱۷ کې په امريکا کې ۵۶۴۶ انجونې او ښځې په قتل رسول شوي او وارثان یې تر ننه د انصاف لارې څاري.

په ۲۰۱۸ کې په امريکا کې ۵۲۷۷ ښځې په قتل رسول شوي خو حکومت بيا هم د دغه قتل شويو ښځو وارثانو ته د څيړنو دروغجنه وعده ورکړې .

په ۲۰۰۹ او ۲۰۲۰ کې هم له ۵۰۰۰ زياتې انجونو او ښځې وژل شوي، خو حکومت بيا هم وارثینو ته هماغه پخوانۍ ببولالې وايي .  

همدا حال د کاناډا هم دی د کاناډا د ښځو چارو د وزارت وزير ويلي، په کاناډا کې هر کال په زرګونو انجونې او ښځې ورکيږي او قتل کيږي حتی حکومت سره ډيری رسمي تعداد هم نه شته.

فرانسه، سويډن، جرمني او نورو غربي هيوادنو کې هم همدا حال دی .

ډیری غربي څيړونکي وايي، دې قتلونو، وهلو، او ډبولو کې اکثريت هغه هلکان دي چې دوی مخکې له دغه انجونو او ښځو سره اړيکې درلودې او څه برخه یې د ميړونو ده.

په فرانسه کې د ښځو د حقوقو تنظيم 'لا فاؤنډیشن دیس فیمینیس' په خپله يوه سروی کې ليکلي،

موږ په ۳۹ داسې واقعو کار کړی چې هغه په يو کال کې شوې دي نو دا رامعلومه شوې چې دغه ټولې انجونو د هغوی پخوانيو بوای فرينډانو لخوا وژل شوي .

اوس خبره دا ده چې غرب ولې په اسلامي هيوادونو کې د يوې ښځې په وهلو او يا زخمي کیدلو اسمان را ښکته کوي خو په غرب کې په زرګونو وژلو غلي دي ؟

عجبه لا دا ده چې يوه وړه د سوات جلی زخمي شوې وه دوی نوبل انعام ورکړ خو هلته چې يوې ښځې په کراتو کراتو چغې وهلي چې ظلم ورسره کيږي وهل کيږي خو دوی یې غږ هم نه اوري ؟

خبره معلومه ده خو لږ فکر غواړي چې غرب ولې په غرب کې د زرګونو وژل شويو کيسه کې ندی خو د اسلامي هيوادنو کې د وژل شويو هغو ښځو چې د هغوی په نسبت ۰.۱ هم نه راځي غم خوړلی ؟

زه دا نه وايم چې اسلامي هيوادنو کې په ښځو ظلم وهل ټکول نشته، زه له دې هيڅ انکار نکوم بلکې دا تايدوم چې زموږ په ټولنه کې د ښځو سره ظلم زياتی وهل ټکول او حتی بغصې ځايونو کې د هغوی سره لکه د حيواناتو برخورد کيږي خو کوم زياتی چې غرب کې کيږي دلته د کيدونکي زياتی د هغې په مقابله کې د نشت سره برابر دی نو بيا غرب ولې زموږ په اړه دومره فکرمند دی ؟

ليک او را ټولونه #میوندمحمدجمال 



0 Response to "غرب کې د ښځو وژنه."

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article