اسامه جوهري صيب ليکنه:رسنۍ او کردار ( کريکټر )
رسنۍ او کردار ( کريکټر )
رسنۍ ښه شی دی ، بلکه ډېر ښه شی دی ، رسنۍ مقدسه غوا ده ، که هر چا پرې نقد وکړ د هغه پر نقد به نقد کېږي او د بيان د ازادۍ خلاف به بلل کېږي ، په هر کلي کې دسې يوه ښځه ضرور مشهوره يې چې جنګ په پيسو اخلي او بيا د هغې ښځې له خولې نه هر څوک د ځان ساتلو کوښښ کوي ، اکثره رسنيو نه هم هغه ښځه جوړې دي ،
نن د رسنيو په بل اړخ خبرې کوو او هغه د کردار سازي يا کريکټر بحث دې .
فلم يا کوم سيريل کې دوه کرداره ضرور وي ، يو ته هيرو او بل ته ويلن ويلی شي ، دا دواړه کرداره د فلم جوړونکي جوړوي ، فلم کتونکي تر اخره هيرو سره خواخوږي او ويلن سره نفرت کوي ، که ويلن کومې زنانه ته لاس وېسي بدکرداره او بد اخلاقه ښکاري او که هيرو يې وتختوي هم نو د قرباني ، غيرت او د اخلاقو نمونه ښکاري ، که هيرو په ګولئ ولګېږي نو د رغيدو هيله يې کوي او که ويلن ولګېده نو د انسان زړه پرې لګ سکون مومي ، دا ټول کار د ډايريکټر رزيل وي ، بلکه زموږ يو کوچي خو کوم ويلن په بازار کې ليدلی وو او مخامخ يې کنځا ورته کړې وې.
معاصره نړۍ کې رسنۍ خطرناک ډايريکټر دی ، ډېر تاريخي اشخاص يې بدنام کړل او ډېر يې په ښه نوم وړاندې کړل ، موږ د اکثرو له حقيقته نه يو خبر ....!
هټلر ظلمونه کړي وو ، د هغه مظالمو باندې هر څوک خبر دی البته د هغه په مقابل کې چې څوک ول هغوئ سپين بازان دي ، لکه بلکل چې د دويم نړۍ وال جنګ په وخت کې چېرې پيتاوي ته ناست ول او خوله کې يې مسواکونه وهل ،
همدا راز ليوپولډ چې د بيلجيم پاچا وو په افريقه کې يې د هټلر هومره ظلمونه کړې وو خو څوک يې نه پيژني ځکه چې رسنيو يې کردار نه دی جوړ کړی .
په الجزایر کې چې کوم آزادۍ خوښونکي وو د هغوئ کوپړۍ تر ننه پورې د فرانسې ميوزيمونو کې د ترهګر تر عنوان لاندې پرتې دي او ملاله يوسفزۍ چې فقط يو خط يې بي بي سي ته ليکلی وو او نوره کومه کارنامه يې هم نشته هلته ورته د نوبل انعام ورکول کېږي . ( هغه قصه شوه وايې : په ځنګل کې پاچا يعنې شير د ميډالونو پيټۍ خره ته وسپارله چې دا په مناسبو ځناورانو تقسيم کړه ، هغه ظالم ټول مډالونه خرو ته ورکړل ) .
يو څو کاله مخکې يوې عربې جينۍ کوټه کې ځان بند کړ او اعلان يې وکړ چې ما څوک آزادۍ ته نه پريږدي ، کاناډا راوغوښتله او تابعيت يې ورکړ ، د خلکو لپاره يې د ازادۍ سمبول کړ ، په زرګونه دسې مثالونه لرو چې رسنۍ يو انسان د خپل مفاد لپاره هيرو کړي او بل ويلن کړي ،
امريکا عراق ته لاړه ، عراق يې لوټې لوټې کړ ، خلک يې دربدره کړل ، په کوم نوم چې عراق ته تللې وه يعنې د اتومي وسلو ترلاسه کولو لپاره هغه يې هم پيدا نه کړې ،
اخره کې ترې ووتله ، رسنيو خبرونه خپرول چې آمريکا د خپلې دفاع لپاره هلته تللې وه او ډېر په ښې طريقې سره يې دفاع وکړه ، امريکه طاحبه معززه او عراق خوراکی تر اوسه ټوټه ( متل دی وايې هم بوره هم بدنام ) ......!
امريکا وس هم په ۱۶۵ هيوادونو کې ۷۰۰ اډې لري ، دا ټولې اډې د چاکليټونو او اناتا بيسکوټ تقسيمولو لپاره جوړې شوې دي ، ځکه خو رسنيو کله هم د امريکا د کاليو اوتو خراب نه کړ .
رسنۍ وس هم په نکټاي او پتولون کې د خايسته کاغذ په سر د هغه فرمان چې د مظلومو بچيانو وژلو لپاره صادر شوی وي له هغې سره يې نه برابروي چې په عامو کالي کې يو خولئ والا چاته لخته ورکړې وي ،
بلکه خبره خو تر دسې حده رسېدلې چې کوم فوځيان چې بيرته ستانه شوي هغوئ چيغي وهي چې موږ عام خلک وژلي ، رسنۍ ورته وايې چې نااا ستاسې دماغ خراب شوي ، ډاکټر سره مو خبر کړې علاج مو کوي ، بيا يې ژر چېرته ګوټ ته کړي چې چپ شه ظالمه زموږ په حراميتوب اوبه مه اړوه ، موږ خو تاسې د امن سفيران معرفي کړي ياست ....!
دې نه علاوه د ټولنو عکس خرابولو کې هم رسنۍ د خپل استطاعت او توفيق مطابق منافقت کوي ، د افغانستان لري سيمو ته به کامره ويسي او کومې ښځې سره که زياتی شوی يې هغه به ټوله دنيا ته دسې وړاندې کړي لکه د افغانستان اکثره ځايونو کې دا کار کېږي او خپل هغه راپورونه نه وړاندې کوي چې د برطانيې په کاري ځايونو کې هره دويمه ښځه د جنسي ځورونې سره مخ کېږي .
لنډه دا چې اکثره رسنۍ بې طرفه نه دي البته بې شرفه ضرور دي ، که څوک ورته وايې چې ولې دسې کار کوئ ؟
بيا به لکه هماغه جنګيالۍ ښځه غوغا پورته کړي چې اووووووه د بيان ازادي نه مني ؟ متشدد يې ؟ روڼتيا نه لرې ؟
که په چا کومه خبره بده لږېدلي وي بښنه غواړم ،
ټولې رسنۍ نه يادوم استثنا شته .
0 Response to "اسامه جوهري صيب ليکنه:رسنۍ او کردار ( کريکټر )"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com