سالم فکر اوکړئ

سالم فکر اوکړئ!د اسلامي امت ستر خلک!

سالم فکر اوکړئ!د اسلامي امت ستر خلک!

د اسلامي امت ستر خلک

١- #ابو_عبيده_بن_الجراح رضي الله عنه:د اسلامي امت امانتدار.

٢- #علي_بن_ابي_طالب رضي الله عنه:د خيبر دروازه يې په يواځي ځان خلاصه کړه.

٣- #جعفر_الطيار رضي الله عنه:د اسلام جنډا ترې هغه وخت ولويده چې کله يې دواړه لاسونه پرې شول.

٤- #ضرار_بن_الأزور رضي الله عنه:د روم په لښکر يې په يواځې توګه حمله وکړه.

٥- #خالد_بن_الوليد رضي الله عنه :چې په 100 جنګونو کې يې شرکت کړی، خو په يو کې هم نه دی مات شوی.

٦- #عثمان_بن_عفان رضي الله عنه:چې په يو رکعت کې ټول قران ولوستلو.

٧- #الزبير_بن_العوام رضي الله عنه،چې د کفارو په ستره کلا په يواځي توګه واوښته او مسلمانانو ته يې د نصرت دروازه خلاصه کړه.

٨- #الخليفة_عمر_بن_عبد_العزيز رحمه الله :د دوه کالو څخه په لږ وخت د خلافت کې، زکات به يې په خلکو ګرځولو خو مستحق يې نه پيدا کيدلو.

٩- #زيد_بن_الخطاب رضي الله عنه:ډير کم خلک به يې پيژني، د عمر بن خطاب رضي الله عنه مشر ورور وو، د مسلمانانو د لښکر جنډا يې پورته کړه د يمامه په جنګ کې، کله چې د مسلمة الکذاب د لښکر مشر يې ووژه.

١٠- #حمزة_بن_عبد_المطلب رضي الله عنه:کله چې پوهه شو، چې ابوجهل، رسول الله صلی الله عليه وسلم ته کنځلې کړي او تکليف يې ورته رسولی، نو ابوجهل ته لاړ مخ يې ورته زخمي کړه او ورته وويل: ايا تا رسول الله صلی الله عليه وسلم ته کنځلې کړي په داسې حال کې چې زه دهغې په دين يم.

١١- #عمر_بن_الخطاب رضي الله عنه:کله چې مسلمانانو په پټه مدينې ته هجرت کولو، عمر رضي الله عنه راووتلو، توره ورسره وه،لېنده يې په وږه باندې ايښې وه،غشي يې په تيکې کې ايښې و، کعبې ته لاړ اوو طوافه يې وکړل، بيا مقام ابراهيم ته لاړ لمونځ يې ادا کړ،د مشرکانو يو ټولکي ته يې وويل: څوک چې غواړي مور يې بوره شي،بچي يې يتيمان شي او ښځه يې کونډه شي، نو دغه لاندې ځاي کې دې ماسره مخامخ شي، هيڅوک هم ورپسې لاړ نشول.

ګرانه لوستونکيه! بخل مه کوه چې څومره دې طاقت وي دغه لېکنه خپره کړ، او خپل #سترخلک نورو ته وپيژنه.

#ژباړه_وقاص_الهام


 

0 Response to "سالم فکر اوکړئ!د اسلامي امت ستر خلک!"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article