اسلامي هيوادونو ته د الحاد د داخليدو اسباب!
#اسلامي_هيوادونو_ته_د_الحاد_د_داخليدو_اسباب.
په لنډو ټکو کې مې يو څو راټول کړي.
۱- جهل:د خپلې ديني عقيدې او اساساتو څخه غفلت کول، او د معاصرو عقيدتي بلاوو او فتنو د پېژندلو په باره کې غفلت کول.
۲- د خپل دين څخه د مسلمانانو انحراف او پخپل دين باندې عمل نه کول.
۳- د قوي يقين او شرعي علم پرته د کفر په ياد کې ژوند تېرول.
۴- کفري اشغال، د کفري اشغال تر سيوري لاندې الحادي عقيدې ته زياته پاملرنه او د اسلام پر ضد منفي تبليغاتو ته وده ورکول.
۵- د مسلمانانو په مينځ کې د فساد، منکراتو او خرافاتو رواجول تر څو هغوی بدنام کړي.
۶- د تحصيل لپاره غربي هيوادونو ته د داسې کسان ليږل چې هغوی شرعي علم او تقوی نلري او د هغوی د عقايدو او اخلاقو تر تأثير لاندې راتلل.
۷- په مسلمانانو کې د جهل او خرافاتو خپرول لکه: د ځيني بدعتي صوفيانو بدعتونه او خرافات، او په ټولنه داسې نور ډېر خرافات بدعات چې د هغو په وسيله ملحدين په دين باندې طعن کوي.
۸- د اسلامي امت د علماؤ غفلت، په دعوت الی الله کې غفلت کول.
۹- د واحد اسلامي خلافت سقوط.
۱۰- د خواهشاتو او راحت تابعداري کول.
الله دې مونږه له الحاد څخه اوساتي.
M/\R
0 Response to "اسلامي هيوادونو ته د الحاد د داخليدو اسباب!"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com