د اسلامي قلمرو ځوانان د کفري نړۍ په لومو کې! سالم فکر اوکړئ
د اسلامي قلمرو ځوانان د کفري نړۍ په لومو کې!!!
نن ورځ د اسلامي نړۍ د قوت له نقاطو څخه یو هم د ځوان نسل ډېروالی دی، د یوې نړیوالې سرویې/څیړنې پایله دا راښایي چې چې په اسلامي قلمرو/هېوادونو کې تقریباً ۶۰ سلنه هغه ځوانان چې عمرونه یې د ۲۵ کلنۍ څخه کم دي،نفوس تشکلیوي.
خوشبختانه ،په داسې حال کې چې د غربي/کفري نړۍ د نفوسو ګراف ورځ تر بلې د زوړ/ضعیف/او ډېر عمرونو والا خلکو ته پورته کیږي.
لکه څنګه چې ځوانان د یوې ټولنې د ملا تیر تشکیلوي،ځوان د بشپړ جسمي او ذهني انرژۍ څخه مالامال وي، او د هر ډول کړاونو په وړاندې لکه غر ولاړ وي، په همدې ترتیب د ځوان نسل ډېروالی د اسلامي آمت د قوت او نیرومند کیدو لپاره ستر وسیله ده.
همدا علت دی،چې داسلامي قلمرو د ځوانانو اوچت ګراف د کفري هېوادنو لپاره لوی سرخوږی جوړ کړی ده
کفري نړۍ د اسلامي قلمرو د ځوان نسل په وړاندې تقریباً یوه کامیابه مبارزه پېل کړی،ددې مبارزې په لړ کې دوی هڅه کوي،چې د ځوانانو اذهان له اسلامي فکر/روحیې څخه بدل کړي، د افکارو میلان یې د سیکولرستي،کمونیستي او الحاد...په لور کږه کړي،که چیرې موږ فکر وکړو،دوی تر ډېره حده په خپل هدف کې بریالي شوي دي،ځکه نن زموږ ډېری ځوانان خپل اصلي مسیر(اسلامي شریعت) څخه منحرف شوي دي،په مجهول او نامعلومو افکارو کې غرق شوي دي،بېکاره او د ژوند له اهدافو څخه لرې شوي دي... کفري نړۍ د اسلامي نړۍ د ځوان نسل د ځپلو او ضعیفولو په موخه ډېر زیات مصارف او قدرت په لاره اچوي،لکه مختلف سازمانونه،انجو ګانې او ...مؤسساتو له لارې خپل اهداف د مختلفو پروژو او برنامو له مخې تطبیقوي،او همدارنګه میډیا یې په خپل لاس کې نیولی او د سریالونو،فلمونو،شارټ سټوریاړنې...له لارې خپل اهداف عملي کوي...
خو زما د مسلمه امت ځوانان ددې پرځای چې خپل اصلي مسیر طی کړي،د غرب او کفري نړۍ د ښکار قرباني شوي دي.
زموږ ځوانان ددې پرځای چې د غرب له ساینس،تکنالوژي،اتومي،هستوي موادو او لاسته راړونو څخه تقلید وکړي،دوی د غرب فحاشي،ګنده ګي،... پسې منډه وهي.
د اسلامي قلمرو ځوانان باید خپل انرژي،قدرت،علم،مال،شتمني ...د اسلامي قلمرو پرمختګ او پراختیا باندې مصرف کړي.
مصعب بن عمیر د مکې تر ټولو شیک،ښایسته، او د ډېرې شتمنۍ لرونکي ځوان ؤ، خو خپله ټوله شتمني، انرژي، او ځواني یې د اسلامي قلمرو پراختیا او پرمختګ باندې په مصرف ورسوه، حتا تر دې چې د شهادت په وخت کې یوه جوړه منظم کفن نه درلوده،چې بدن یې ورباندې پټ شوی وې.
محمد بن قاسم او طارق بن زیاد هغه ځوانان ؤ چې په لس کلنۍ کې مکمل هېوادونه یې فتح کړي ؤ،
هو؛ ځوانان باید مصعب بن عمیر ،محمد بن قاسم،طارق بن زیاد په څېر ځوانان د خپل ژوند الګو وټاکي.
په همدې ترتیب د اسلامي ځوانانو اهداف باید د همدې ځوانو صحابوو په څېر مستحکم او قوي وي.
0 Response to " د اسلامي قلمرو ځوانان د کفري نړۍ په لومو کې! سالم فکر اوکړئ"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com