تر ټولو غوره شخصيت محمد مصطفی ﷺ:
#تر_ټولو_غوره_شخصیت!
تر ټولو غوره محمد مصطفی ﷺ:
(د نړۍ په تاريخ کې تر ټولو زيات منلي شخصیتونه)کتاب کې نبی ﷺ په اړه لیکلي دي:
د کتاب ليکوال:مائيکل هارټ دی.د مذهب له پلوه عیسوي و.
نوموړي په خپل اند د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو غوره شخصیتونه راټول کړي دي.تر ټولو لومړی یې د کتاب په سر کې د نبی اقدسﷺ نوم لیکلی دی.
د نبی اکرم ﷺ په اړه یې د پيل توری ډیر ناآشنا کښلی:
((ځینې پوهان به پر ما تنقید کوي،حیران به وي،چې ولی یې حضرت محمد ﷺ د نړۍ په تاريخ کې د غوره شخصیتونو په جمله کې تر ټولو غوره کړی دی!))
نوموړي د دې خبرې ځواب په ډېره مینه ناکه لهجې سره کوي..
((په دنیا کې څومره غوره خلک تېر شوي،که تاسې د هغوی د ژوند حالات مطالعه کړئ،هغوی خامخا په کوچنیتوب او ځوانۍ کې خپل وخت په غوره تعلیمی ادارو،پوهنتونونو ا و یا مستندو ښوونکو سره تېر کړی وي،مګر په ټول کاینات کې یوه داسې غوره هستي په پوره عمر کې له چا نه زده کړه نه ده کړې او نه دکوم استاد مخ ته چا ناست کتلی،بیا یې هم پوره انسانیت په خپل علم باندې شتمن کړی و. همدې خبرې اړ ویستم،چې د حضرت محمدﷺ نوم تر ټولو وړاندې او لومړی ولیکم.))
الهم صل علی محمد المصطفی المجتبی خیر خلقه و اله و سلم.
0 Response to "تر ټولو غوره شخصيت محمد مصطفی ﷺ:"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com