سالم فکر اوکړئ

ايا تاسې يوه خبره حس کړې ؟

ايا تاسې يوه خبره حس کړې ؟

ايا تاسې يوه خبره حس کړې ؟ 

دا نن سبا بعضو ځوانانو باندې ميلمه چندان ښه نه لګېږي ، ميلمه چې راشي بس يو څو دقيقې ورسره کېني نور مبايل راواخلي يا باندې لاړ شي يا يې ورته اسې زړه تنګ وي ..! 

بعض خو تکبر کې اخته شي چې ميلمه ساده يا کليوال دی ،

که ميلمه يو څو ورځې پاتې شي نو بيا خو ورپسې کنځا هم کوي ....! 

دا کار زموږ د دين او عنعناتو سخت خلاف دی ......! 

دا د بې غيرتو کار دی ، انتهای سپک او بې خاندانه خلکو کار دی .....! 

ميلمه د الله رحمت وي ، ځان د ميلمه غلام کړه ، الله دې کې چې تاپسې يې بد رد ويلي وي ، ستا يې اکرام نه وي کړی خو چې ستا کور ته راشي قدر او عزت يې وکړه ....! 

ضروري نه ده بې ځايه مصارف ورته وکړې ، بلکه په ورين تندي او خدمت کولو يې خوشحاله کړه ...! 

دا د عزتمندو او درنو خلکو صفت دی ....!

ميلمه ته د غر په څير حوصله ولرئ .....!


 

0 Response to "ايا تاسې يوه خبره حس کړې ؟ "

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article