رسول الله صلی الله عليه او ابوالعاص او د زینب رضي الله عنها واقعه
رسول الله صلی الله عليه او ابوالعاص او د زینب رضي الله عنها واقعه
کله چې نبي علیه السلام په پيغمبري مبعوث شو او وحې پرې راغله نو ابوالعاص دې وخت کې په سفر وتلی وو،
کله چې سفر نه بيرته را ستون شو نو میرمن ېی زینب ایمان راوړی وو
زینب خپل خاوند ته وویل:
ماسره ستا لپاره یو غټ زیرئ ده!
ابوالعاص پاڅیده ، هیڅ یې ونه ویل
دیته وایی ( احترام)
زینب حیرانه ورپسې شوه ورته یی وویل:
پلار باندې می وحې راغلې ، نبي شو او ما اسلام قبول کړ!
ابوالعاص وویل: زه به دې یو ځل خبر کړي وم!
زینب: نو زه خو می په پلار یقین لرم درواغ نه وایی هغه خو امین او صادق انسان ده .
او یوازې ما اسلام نده راوړئ ، مور ، خویندو ټولو مې ایمان راوړی،
د کاکا زوئ مې علی بن ابی طالب هم ایمان راوړئ!
ستا د عمه زوی عثمان بن عفان هم مسلمان شوی ده!
ستا نزدی ملګرئ ابوبکر صدیق هم ایمان راوړئ!!
ابوالعاص وویل: مګر زه دا دانه خوښوم چې خلک ووایی:
چې ابوالعاص د ښځې د خوشحالولو لپاره ټول قوم پریښود او د خپلو نیکونو لاره یې ناسمه وګڼله
او ستا پلار باندې هیڅ شک نه لرم
کاش چې یو معذرت دې غوښتئ وای تر څو زه راغلی وم .
دیته وایي د ښځې او خاوند ترمنځ ( سالمه مناقشه)!
زینب: څوک به معذرت ونه غواړي چې زه یې ونه غواړم خو زه ستا میرمن یم تاسره په حقه لاره کې مرسته کوم تر څو ته هم پدې حقه لاره روان شې!
( فهم او احتواء ).
زينب رضی رضی الله عنها شل کاله وفاء ورسره وکړه، الله ته یې صبر وکړ
ابوالعاص همداسې کافر پاتې وو تر څو د هجرت دوره راغله زینب خپل پلار ته راغله ورته ويې ویل :
أې د الله رسوله! ایا ماته اجازه راکوې چې خپل خاوند سره پاتې شم؟
دیته وایی ( محبت)
نبی علیه السلام اجازه ورکړه
دیته وایی ( شفقت)
زینب مکه کې پاتې شوه تر دې چې د مسلمانانو او مکې د دمشرکينو ترمنځ د بدر غزا منځ ته راغله
ابوالعاص تصمیم ونیولو چې د بدر غزا کې د مشرکينو په صف کې وجنګیږی
(خاوند یې د پلار په مقابل کې جنګ کوي )
زینب رضی الله عنها به ژړل او ویل به یی:
یا الله له داسې ورځې ویریږم چې یا مې بچیان یتیمان شي یا مې پلار له لاسه ورکړم
( حيرانتیا او امید ).
ابوالعاص مکې نه اوزي او د بدر غزا کې برخه اخلي، غزا پای پایته رسيږي او ابوالعاص پکې أسير او بندی کیږی ، مکې ته د جنګ د نتیجې احوال راځي!
زینب پوښتنه کوي؟
پلار جان می څه وکړل؟
ورته ویل کیږی :
مسلمانان کامیاب شول
زینب د شکر سجده کوي
بیا پوښتنه کوی:
او خاوند باندې می څه وشول؟
ورته ویل کیږی چې هغه د خپل خسر ( ستا پلار ) سره بندي ده .
زینب وایي چې زما د خاوند خلاصون د پاره فدیه واستوۍ
( عقل او ښه تدبير ).
لکن زینب سره داسې ګران او قيمتي شئ نه وو چې د خپل خاوند فدیه کې یې ورکړي
له خپلې غاړې يې هغه قیمتی هار او غاړکۍ راخلاصه کړه چی مور يې بی بی خدیجې رضی الله عنها دیته واده کې د ښکلا او اوښايست پخاطر ورکړې وه .
خپل لیور یعنی د ابوالعاص ورور یې د همغه غاړکۍ سره نبی علیه السلام ته واستولو
نبی علیه السلام ناست وو، د بندیانو د خلاصون لپاره یې له خلکو نه فدیه اخیستله
کله یې چې د بی بی خدیجې رضی الله عنها په هار نظر ولګیده نو پوښتنه یی وکړه:
دا د چا فدیه ده؟
صحابه کرامو وویل: دا د ابوالعاص فدیه ده!
نبی علیه السلام په ژړا شو .
ویې ویل: دا د خدیجې هار (غاړکۍ) ده
دیته وایي ( وفاء ).
بیا ودریده او ویې فرمایل:
اې خلکو! دا خو زما د زوم فدیه ده ایا ستاسې خوښه ده چې هغه ازاد کړو؟
او ایا دا مو خوښه ده چې دا هار او غاړکۍ بیرته ورکړو؟
دیته وایي د اعلی سر قوماندان ( تواضع).
صحابه کرامو وویل:
هو ولې نه يارسول الله!
دیته وایي د( فوجیانو ادب)
نبی علیه السلام غاړکۍ بیرته ورکړه او ابوالعاص ته يې وویل:
چی زینب ته ووایه چې د خدیجې په هار ( غاړکۍ) کې بی پروایی ونه کړي
( دیته وایی اعتماد سره ددی نه چی هغه کافر وه ).
بیا یې ورته وویل:
ابوالعاصه یوه پټه خبره درته کوم!
یو طرف ته یې کړ او ورته یې وویل:
ابوالعاصه! ماته الله تعالی امر کړی ده چې د مسلمانې ښځې او کافر خاوند ترمنځ بيلتون او جدايي راولم نو ایا ته ماته زما لور رالیږې؟!!!
ابوالعاص وویل: هو
زینب د مکې لارو ته راووته تر څو د خپل خاوند استقبال وکړي
خاوند یی وویل: زینب! زه نور رخصتیدونکئ یم!
زینب: چیرته ځې؟
ابوالعاص: زه نه ځم بلکه ته د خپل پلار کره تلونکې یی!
( دیته وايي په عهد او اوژمنې باندې وفاء )
زینب: ولې؟
ابوالعاص: زما او ستا منځ کې جدا والئ راغئ
پلار کره دې لاړه شه!
زینب وویل: ایا ته زما ملګرتیا نه کړې! ، اسلام نه راوړې؟
ویل یې : نه
زینب خپل بچي ځان سره کړل او مدینې ته لاړه .
مدینه کې ډیر خلک ددې د نکاح پخاطر راغلل، هر یو د ځان د دنکاح لپاره غوښته خو زینب یو هم قبول نه کړ پدې هيله چې کیدای شي خاوند يې ابوالعاص یوه ورځ مدینې ته راشي او مسلمان شي
دیته وایی ( مينه او وفاء)
شپږ کاله پس ابوالعاص د یوې تجارتي قافلې سره مکې نه بهر ته ځي، لاره کې مسلمانان قافله نیسی او ابوالعاص ټول تجارتی مالونه او سامانونه له لاسه ورکوي
ابوالعاص د زینب د کور پوښتنه کوي؟ سهار نه مخکې یې د کور دروازه ټکوی
دیته وایي (اعتماد او باور)
زینب یې چې وینی ورته وایی؟
ایا مسلمان راغلی؟ .
( امید او تمنا ).
ابوالعاص وایی: نه بلکې راتښتیدلی یم، یعنې خپل تجارتي مال پسې راغلی یم
زینب: راځه راشه مسلمان شه!
( اصرار او ټینګار په عهد ).
ابوالعاص: نه
زینب ورته ویل: مه ویریږه د خاله زويه! هر کله راشې!
د علی او امامه پلاره ستړې مه شې!
( مهرباني او عدل ).
د مسجد په آخر کې د سهار جماعت نه وروسته د ابوالعاص اواز اوریدل کیږی
نبی علیه السلام وویل؛
ایا تاسې هغه څه واوریدل چې زه یې اورم؟
صحابه کرامو وویل: هو د الله رسوله!
زینب اواز وکړ:
اې د الله رسوله! که د ابوالعاص لرې رشته راوخلو نو د خاله زوی مو ده او په نږدې رشته کې خو زما د ماشومانو پلار ده ه. او ما هغه ته پنا ورکړې ده
نبي علیه السلام پاڅیده او خلکو ته یې وویل:
اې خلکو دا سړئ خو زما زوم وه او دې کس تل ماته رښتیا ویلي دي ، هر وخت يې پخپلو ژمنو وفاء کړې ده، نو که چیرته ستاسې خوښه او رضا وي نو مالونه به یې واپس ورکړو او اجازه ورکړئ چې بیرته مکې ته ډک لاسونه ستون شي ، او دا ماته غوره ده،
او که ستاسې خوښه نه وي نو فیصله ستاسې لاس کې ده او ستاسې حق ده او تاسې به هیڅ ملامت نه یاست!
(دیته وایی ملګرو سره مشوره او د ملګرو خيال ساتل).
صحابه کرامو وویل:
ولې نه مال یې بیرته ورکوو يا رسول لله!
( د فوځیانو ادب ).
نبی علیه السلام وویل:
زینب! تا چې چاته امان ورکړ، موږ هم امان ورکوو .
بیا نبی علیه السلام د زینب کور ته لاړلو ورته یې وویل:
زینب د ابوالعاص ښه عزت او اکرام وکړه! ځکه هغه ستا د خاله زوی دی . او ستا د ماشومانو پلار ده .
خو نږدې والئ ورسره ونه کړې ځکه اوس د هغه نزديکت تاته ناروا ده .
( دی ته وایي ترحم او شریعت ).
زینب وویل:
په سترګو اې د الله رسوله!
زینب ابوالعاص ته وویل :
اې ابوالعاصه! أيا زما فراق خفه کړی نه یې؟ راځه راشه اسلام راوړه او دلته موږ سره پاتې شې!
( دیته وایی مینه او امید)
ابوالعاص وویل:
نه
خپل مال یې واخیست او مکې ته واپس لاړو .
کله چې مکې ته رسیږی خلکو ته وایی:
اې خلکو دادۍ تاسې ته مې ستاسې مالونه او سامانونه بیرته راوړل ایا څه شئ خو به مو کم نه وي؟
( دی ته وایي امانت داري).
مکې والاو ورته ووایه چې الله دې نیکه بدله درکړي تا خپله وفاء وکړه!
ابوالعاص وویل:
زه شاهدي ور کوم ددې کلمې چې: أشهد أن لا إله إلا الله وأن محمدًا رسول الله..
ایمان یې راوړ
دیته وایي
(د الله تعالی له طرفه هدایت او نعمت).
مدینې ته راغی نبی علیه السلام ته یې رامنډه کړه ورته ويې ویل چې:
اې د الله رسوله تاسې ماته امان راکړ، احسان مو راسره وکړ دا ده نن راغلم او دا کلمه وایم چې:
أشهد أن لا إله إلا الله وأنك رسول الله!
بیا یې وویل:
اې د الله رسوله! ایا اجازه راکوې چې زینب بیرته په نکاح کړم؟
( دیته وایی ښایسته چلند او محبت ).
نبی علیه السلام د لاس نه ونیولو ورته ويې ویل راځه راسره!
د زینب کور ته راغئ دروازه یې ټک ټک کړه ویې ویل:
زینب ستا د خاله زوئ ماته نن بیا راغی او غواړي چې تا بیرته خپله میرمن کړي ایا ستا خوښه ده؟!
( دیته وایی بامسئولیته پلار )
نو د زینب مخ بیا سور شو او په خندا شوه
کال وروسته زینب رضی الله عنها مړه شوه .
ابوالعاص رضی یالله عنه سخت پسې و ژړل تر دې چې نبي علیه السلام یې اوښکې اوچولې او تسليت يې ورکولو
ابوالعاص ورته ویل:
چی قسم دی اې د الله تعالی رسوله چې زینب نه بغیر می پدې دنیا کی ژوند ناشونی ده .
( ديته وایي د ټول ژوند ملګرتيا ).
یو کال روسته ابوالعاص هم وفات شو
( أرواح مجندة ).
د قصی اوریدو نه روسته مو په نبی علیه السلام او د هغه په آل او اصحابو درود هیر نشي!!!
صلی الله علیه وعلی اله وصحبه وسلم 💕
#عطاءحنیف
0 Response to "رسول الله صلی الله عليه او ابوالعاص او د زینب رضي الله عنها واقعه"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com