ايا ساينس الحاد ته لار زېږوي؟ اوله برخه
ايا ساينس الحاد (د خالق نشتون قبلوني) ته لاره زېږوي او
يا هم ساينس دين ردوي؟
دا هغه پوښتني دي چي نن صبا پر انټرنېټ په پرېمانه توګه تر سترګو کيږي خو د انټرنېټ او د اصل اکاډميکو څېرو او پروفيسرانو د مطالعاتو تر منځ ډېر فرق سته. حتى که د يو پوه اکاډميک ملحد څخه هم دغه لوړي پوښتني وکړئ، هغه به تائيد کړي چي ساينس د دين د رد سبب نه ګرځي او نه ئې هم رد کړى دئ. راځو دغه پوښتنو ته:
لوړي غير منطقي ادعاوي دي ځکه چي دا پر څلورو غير منطقي انګېرنو (false assumptions) باندي بناﺀ دي.
د ذکر سوي ادعاوؤ اوله غلطه انګېرنه دا ده چي ساينس د حقيقت پېژندني يوازينى معيار دئ او که ساينس په فزيکي توګه د غيرفزيکي خالق د مشاهدې توان نه ولري، نو خالق شتون نه لري، ځکه چي ساينس د حق پېژندني يوازينى معيار دئ.
دوهمه غلطه انګېرنه ئې دا ده چي ساينس په عمل کي ګټمن دئ لکه جراحي عمليات کول، د اى فون تخليق وغيره او نور. نو ځکه ساينس چي په عملي توګه کار ورڅخه اخيستلاى شو او د خالق شتون چي په عملي توګه مشاهده او تجربه کېدلاى نشي، د دې شاهدي ورکوي چي خالق شتون نلري.
درېمه غير منطقي انګېرنه ئې دا ده چي ساينس د ډاډ (دقت والي = certainty) سبب ګرځي يعني د مطلق حقيقت پېژندني سبب ګرځي ځکه چي د ساينس حقايق هيڅ تغير نه کوي. په دې دليل چي فقط ساينس د طبعيي څيزونو د دقتوالي د پېژندني سبب ګرځي او خالق چي د طبعيت څخه بهر قرار لري، د دې شاهدي ورکوي چي خالق وجود نه لري.
څلورمه غلطه انګېرنه: خلګ د طبيعت پرستۍ فلسفې پلويان وي خو دوئ د اصولي ساينسي طبعيت پالني (methodological naturalism) څخه غلط فهم اخيستى وي.
د اولي انګېرني غير معقول والۍ:
اوله انګېرنه چي 'ساينس د حقيقت پېژندني يوازينى معيار دى' خپل په ځان کي غير منطقي ده ځکه که دا جمله حقيقي وي او که ساينس د حقيقت پېژندني يوازينى معيار وي، بايد دغه جمله هم په ساينسي توګه ثابته سي. خو چي موږ دغه ادعا خپله په ساينسي توګه نسو ثابتولاى، دا جمله خپله د خپل ځان رد وايي. دا داسي يو ادعا ده لکه زه چي ووايم چي په پښتو ژبه کي د درو لغاتونو څخه زيات جمله نه شي ترکيب کيدلاى. خو زما خپله همدغه جمله تر درو لغاتونو ډېره ده.
دوهمه نقطه دا ده چي ساينس د حقيقت د پېژندني يوازينۍ تګلار نه ده. ساينسي مشاهدات (observations) هر وخت محدوده وي او د دغه نقطه نظره حقيقت به هر وخت تغير کونکى وي ځکه چي ساينسي مشاهدات د وخت په تېرېدو تغير کوي. د ساينس او بايولوجي د فلسفې ملحد فلسوف اليس سوبر په خپل اثر Empiricism کي تائيدوي چي هر وخت د ساينس پوهانو مشاهدات محدوده وي. ساده خبره ده امکان لري چي په راتلونکي کي به داسي مشاهداتو سره ساينسپوهان مخامخ شي چي د مخکيني مشاهداتو د نتايجو سره په ټکر کي وي او ټول غلط ثابت کړي. جالبه ده چي کوم څه موږ نن په ساينسي توګه منلي وي، صبا د نويو مشاهداتو په لاسرسي سره رد کېدلاى سي. په هم دې دليل چي ساينس د حقيقت په پېژندنه کي محدوده تګلاره ده، نور حقايقو ته چي مستقيماً او غير مستقيماً مشاهده کېدلاى نه سي خو بيا هم موږ ټوله ئې حقيقي ګڼو، جواب نسي ويلاى. د مثال په توګه لکه لازم معقول حقايق (necessary logical truth). موږ په ساينسي توګه هيڅکله منطقي استدلال نه سو ثابتولاى بلکې دا هغه څه دي چي حتى خپله د ساينسي تګلاري (scientific Method) د استعمال لپاره لا هم لازمي دي.
ژباړه: منير احمد قلم مل
لېکچرر: Hamza Tzortzis
د اولي غلطي انګېرني پاته برخه او هم د ورسته دريو غير معقولو انګېرنو دوام په راتلونکي پوسټونو کي
0 Response to "ايا ساينس الحاد ته لار زېږوي؟ اوله برخه"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com