رب ارحمهما کما ربیانی صغیرا
((رب ارحمهما کما ربیانی صغیرا))
یو پلار کيسه کوي، وایي:
د پلار سره مې د حج اراده وکړه او د اوښانو په قافله کې په سفر روان شولو،
چې کله د عفيف تر منطقې تېر شولو،
پلار مې د قضایي حاجت په موخه له اوښه کښته شو،
ماته مې پلار ویل:
ته قافلې پسي ځه، زه به ژر درپسي درشم،،
زه قافلي سره رهي وم..
پلار مې وځنډېد،
چې کله مې شاته وکتل، نو بوډا پلار مې ډېر ليري پاتي وو،
زه بیرته پلی شاته راوګرځېدم، تر څو بوډا پلار مې پر خپلو اوږو واخلم..
چې کله مې پلار پر اوږو واخیست، له لږ تګ وروسته مې پر مخ لوندوالی حس کړ،
پوه شوم چې زما پر مخ مې د پلار اوښکي راڅڅېږي..
نو پلار ته مې وویل:
پلاره! والله ماته ستا په وړلو کې هیڅ ستونزه نشته، ته ولي ژاړې ..؟
پلار مې ویل:
زویه.. زما ژړا له دې کبله نه ده،
بلکې هغه وخت مې را یاد شو، کوم وخت چې همدغه ځای کې ما خپل پلار پر اوږو اخیستی وو..
---------
ربِّ اغفِر لي ولِوالدَیَّ وارحَمهُما کمَا رَبَّیانِي صغِیراً.
0 Response to "رب ارحمهما کما ربیانی صغیرا"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com