سالم فکر اوکړئ

د سیکولريستانو د پېژندلو نښې!

د سیکولريستانو د پېژندلو نښې!

*د سیکولريستانو د پېژندلو نښي*

که په یوه کس کې ددغه لاندې صفاتو څخه کوم صفت موجود و هغه نه سیکولر(بې دینه) ویل کيږي:

۱-پر الله د ايمان دعوه کوي، خو عقيدتا د دین او ژوند تر مينځ د اړيکو پر نه موجوديت قائل وي.

۲- د دوو جنسونو (نارينه او ښځينه) وو تر مينځ د اختلاط او مساوات د اباحت غوښتونکې وي.

۳-دا غوښتنه کوي، چې دين ته دې په سياسي امورو کې برخه نه ورکول کيږي.

۴- په دنيوي امورو کې عقل ته پر نقل زيات واک ورکوي.

۵- داسې تصريحات کول، چې دين د تمدن او پرمختګ سره توافق نه لري، اسلام غفلت ته بلنه ورکوي(نعوذ بالله)، کوم پر مختګونه، فتوحات، اختراعات او تجربوي علوم چې رامينځ ته شوې دي، دا د اروپايي تمدن (سيکولريزم) له برکته شوي دي.

۶- ددوی په نزد اخلاق د اقتصادي او مادي اوضاعو انعکاسونه دي، په داسې حال کې چې اخلاق په اسلام کې د عقيدې تر پولو لوړ مقام او د عبادت سره مستقيم ارتباط لري. 

۷- د جمود! د ترک غوښتنه کوي او پر اسلام د پرمختک د مخه نيولو تور پورې کوي.

۸ -د روحي او اخلاقي ارزښتونو د سلب او الغاء په هڅه کې وي.

۹- په تعليم کې د غربي تقليد، لکه: موسيقۍ (ډمتوب) او هنرمندۍ (تمثيل) غوښتونکې وي.

۱۰- پر غربي طرز او طريقه باندې د سېنماګانو، کلتوري او فکري مرکزونو د جوړولو په هڅه کې وي.

۱۱- د دوی فکر، رايه، تصورات، ارزښتونه او اولويتونه ټول پر غربي طرز او طريقه وي او له هغه څخه خړوبيږي.

۱۲- خپل ځان ته د پوه او عصري کس نسبت کوي او دا وايي، چي په دنيوي نظام موږ تر ټولو ښه پوه يو، په دې سره دا کوښښ کوي، چې له ديني دائرې څخه ځان آزاد او دالله تعالی حق له ځانه دفع کړي، خو همدوی به همېشه په خپلو هڅو کې ناکام او سر به ئې په خټو کې بند وي.

۱۳- د فقهي اکثري قواعدو څخه د ځان په نفع او په اسلام کې د شبهاتو د پيداکولو له پاره کار اخلي.

۱۴- دين له ژوند څخه په ګوښه کې ساتي.

۱۵- بې مهاره آزادۍ ته دعوت کوي، په خاص ډول د بيان غولوونکې آزادۍ ته! او دا په دين کې د تحريف دپاره ځان ته تر ټولو ښه لار بولي.

۱۶- د داعيانو او اسلامي کتابونو سره هر وخت په خزه کې وي. دبدنامۍ هڅه ئې کوي او ډول- ډول تورونه ورباندې پورې کوي.

۱۷- پر مسلمانانو باندې اتهامات و

سالم فکر اوکړئ

 

0 Response to "د سیکولريستانو د پېژندلو نښې!"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article