برمودا مثلت او شيطاني سمندر! ليکنه: عبدالباسط جهاني
برمودا مثلت او شيطاني سمندر!
د برمودا مثلث د اقیانوس په سمندر کې واقع دی، کابو ۱۴۰۰۰۰ کیلومتره مربع مساحت لري او شاوخوا ۳۰۰ وچې لري چې ډېری یې د اوسیدو وړ نه دي، چې په دغه سیمه کې د زرګونو مبهمو او نامعلومو پېښو سربېره یو شمېر پېښو انسانان داسې ډارولې چې هېڅ ډول ځواب یې په اقناع کې مرسته کولی نشي، د برمودا مثلت د نړۍ هغه له رازه ډکه سيمه ده چې تر اوسه یې حقیقت نه ساینس څرګند کړی دی او نه هم مذهبونو، په دې اړه د ګڼو نظرونو شتون د خلکو تلوسه لا زیاته کړې ده چې پوه شي، په دې سېمه کې ولې داسې نا آشنا او غیر معمول پېښې رامنځته کیږي، څوک یې کوي او ولې یې کوي؟
شیطاني سمندر، برمودا مثلث او آلوتونکي قابونه داسې موضاعت دي، چې تلسې په بېلابېلو شکلونو اورېدلي او لوستي وي.
افسانوي کېسې، نه باوریدونکي پیښې او تاریخي ثبوتونه یې سره داسې ګډ کړي دي چې لوستونکی هېڅ معقول او منطقي پایلې ته نه رسیږي؛ بلکې په غیر شعوري ډول د هغه په لاشعور کې دداسې کیسې شکل غوره کوي چې په لږه پلټنه، ډېره وېره، ځینې نوي حقیقتونه او ځینې افسانوي کېسې شاملې وي.
په برمودا مثلث کې ډېری حیرانونکي پېښې رامنځته شوي دي چې پلټنه یې انسان ته ویره رامنځته کوي، لکه؛
په دې سمندر کې زرګونه سمندري بیړۍ غلا کېدل، لويو لویو الوتکې ورکېدل، د مسافرو تښتول او ...
عجیبه دا ده، چې دلته په دې سمندر کې زرګونه بیړۍ، آلوتکې، جنګې فوځ...ورکې شوي دي، خو تر اوسه پورې هېڅ ساینس پوه، عالم... په دې اړه هېڅ معقول او منطقي نتیجې ته نه دي رسیدلي چې دا شیان ولې او څنګه ورکې شوي دي؟
تاسو څه فکر کوئ؟
که چېرې جنګي او مسافر وړونکې الوتکې که د الوت پرمهال ناڅاپه ورکې شي، په داسې حال کې چې موسم هم بیخي صاف وي او په الوتکه کې هېڅ نوعه تخنیکې عوارض نه وي، بلاخره د پیلوټ صحي وضعیت هـــم کاملاً نورمال وي، نو تاسو څه وایئ؟
آیا آسمان کش کړی؟ یا د برمودا مثلث په اوبو کې شته پټ ځواک وتښتولې؟ د الوتکې پاتې شونې هم پیدا نشوې او نه هم پیلوټ کوم ناڅاپي پیغام خپل مرکز ته وستاوه، بلاخره الوتکه څه شوه؟؟؟؟
دلته ډېری عجیبه پیښې شوي دي. لکه
په ۱۹۴۵ م کال د دسمبر په ۵ مه د امریکا پنځه بمبار کوونکې آلوتکې د برمودا په فضا کې ورکې شوې، بیا یوه بله الوتکه د هغوی په لټه کې ووته او هغه هم بیا ونه موندل شوه. بلاخره دا الوتکې پرته له دې چې کوم اثار له ځانه پریږدي، چیرته لاړې.
د برمودا مثلث او شیطاني سمندر څیړونکی چارلس برلټر په خپل کتاب (The Dragon Triangle) کې لیکي:
جاپان له ۱۹۵۲ څخه تر ۱۹۵۴ م پورې په دې سیمه کې پنځه لویې فوځي بیړۍ له لاسه ورکړې، د انسانانو شمیر یې له ۷۰۰ پورته ؤ.
د جاپان حکومت ددې راز معلومولو لپاره په یوه بیړۍ کئ له سلو تنو زیات ساینسپوهان سپاره کړل؛ مګر د شیطاني سمندر راز معلومونکي (ساینسپوهان) خپله راز وګرځیدل، او د تل لپاره دا ساینس پوهان ورک شول، ...!!! بلاخره دا ساینس پوهان چیرته په څیړنو لاړل؟
د نړۍ یو شمیر هغه هېوادنه هم چئ د ټکنالوژۍ په ډګر کې پرمخ تللي دي، دوی هم په دې اړه تر اوسه په ډاډمنه توګه کومې څرګندونې نه دي کړي چې لږ تر لږه د ځینو خلکو لپاره د منلو وړ وي.
یو شمیر ساینسپوهان په دې نظر دي چې دلته په لویه کچه مقناطیسي وړانګې شتون لري چې له دې سیمې په تیریدونکو بیړیو او الوتکو اغیز کوي او د ځان په لور یې راکاږي.
ځینې یې بیا بلکل د داسې سیمې له شتون څخه انکار کوي او کومې پیښې شوي دي، هغه یواځې تصادف ګڼي، په دومره لوی شمېر پېښې او هغه هم په همدې سیمه کې تصادف نه شي کیدلای.
د اسلام او عیسویت مذهبونو یو شمیر علماء بیا د برمودا مثلث او مسیح دجال ترمنځ اړیکه څرګندوي او وایي چې دجــــــــــــال همدلته دی او دا ټولې پېښې هغه رامنځته کوي او د خپل راتګ لپاره لاره هواروي.
په دې اړه د اسلام مبارک دین ډېر څرګند غږیدلی دی او دهغه ټولې نښې بیان کړي دي، چې هغه به خامخا راځي او هغه به ټولې فتنې به چې په احادیثو کې بیان شوي دي، رامنځته کوي او مسلمانانو ته پکار ده چې له شره یې پناه وغواړي.
له پورته نظریاتو سربېره، یو شمیره نور نظریات هم شتون لري.لکه:
*- لرغوني عیسویان فکر کوي چې برمودا د دوزخ دروازه ده.
*- يوه ډله فکر کوي چې د برمودا سمندر دننه سخت طوفانونه راپورته کیږي چې ډول شوي الوتکې او بیړۍ ډېر لرې وړي.
*- یوه بله ډله ساینسپوهان فکر کوي چې د برمودا سمندر دننه زلزلې راځي چې له امله یئ پیښې ډېرې په چټکۍ رامنځته کیږي....
قدرمنو لوستونکو!
تاسو د برمودا مثلث او شیطاني سمندر له رازه ډکې سیمې په اړه څه فکر کوئ، دلته خپل افکار کمینټ کړئ.
نوټ: ماخو د ۱۱۰۰ صفحو نچوړ او خلاصه
تاسو سره شریک کړ.
درنښت:
0 Response to "برمودا مثلت او شيطاني سمندر! ليکنه: عبدالباسط جهاني"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com