يوې خور ته د يو عالم جالب ځواب!
يوې خور ته د يو عالم جالب ځواب!
د یوې تصویري رسنۍ( TV ) سره يوې خورکۍ تماس ونیوئ، خپرونه د شرعي پوښتنو وه او په خپرونه کي د ناست مفتي صاحب محترم عمر تر ۸۵ کلونو اوښتئ معلومېدئ، ښځي ورته وویل:
مفتي صاحب، زه یوه الجزائرۍ مسلمانه او ډېره نېکه ښځه یم، خاوند مي هم مسلمان دئ؛ مګر شراب څیښي او کور ته ډېر ناوخته راځي، یوه شپه ډېر ناوخته کور ته راغلئ، ویې لیدل چي زه د قرآنکریم تلاوت کوم، نو سخته یې ووهلم، اوس تاسو راته ووایاست چي څه وکړم؟ آیا ددغه شخص سره ژوند کول ښه کار دئ او که طلاق ورڅخه وغواړم، زه څه وکړم؟
مفتي صاحب وپوښتل: آیا دده څخه اولادونه لرې؟ ښځي وویل: هو؛ پنځه اولادونه ورڅخه لرم.
مفتي صاحب وپوښتل: آیا کورنۍ لرې( والدین، وروڼه، خوېندي)؟
ښځي وویل:هو، مګر هغوی ډېر راڅخه لیري دي، زه په مرکز کي اوسېږم او هغوی په کلي کي اوسیږي.
مفتي صاحب وپوښتل: آیا ستاسو د پالني لپاره یو څوک سته( د خاوند پرته بل څوک،لکه: خسرګنۍ، مشر زوی یا ورور...)؟ ښځي وویل: نه، اولادونه مي لا کوچنیان دي.
مفتي صاحب ورته وویل: نو طلاق مه ورڅخه غواړه، د هغه سره جنګ او اختلاف مه کوه او صبر اختیار کړه.
ښځي وویل: زه څنګه صبر وکړم، څنګه ژوند ورسره وکړم او دا تاسو څه ډول فتوی راکړه؟
مفتي صاحب ورته وویل: لورکۍ تاسو ماته غوږ سئ: که چیري تاسو طلاق ورڅخه وغواړئ او طلاق واقع سي، نو تاسو د پالني لپاره څوک نه لرئ، اولادونه مو کوچنیان دي او خاوند یې درڅخه اخلي،کله چي یې درڅخه واخیستل نو هغه به یې خپل په رقم وروزي( نشه یان او شرابیان )، پایله یې دا کیږي چي د یوه پر ځای به شپږ سره شرابیان سي، نو په تېښته کي بریا او خلاصون نسته، صبر وکړه او خپل مسؤولیت وپېژنه( د اولاد تربیه )، ځکه همدغه ستا د اولاد لپاره د تېرېدلو لار ده او یو بل کار هم وکړه هغه دا چي د تهجد لمانځه ته راکښېنه او خپل خاوند ته د هدایت غوښتنه کوه.
ښځي وویل: ان شاء الله او تماس یې قطع سو.
څو میاشتي وروسته همدغه مفتي صاحب په یوه بله تصویري رسنۍ کي مېلمه دئ، زنګ راغلئ او د خپروني چلوونکي جواب ورکړئ، یوه خورکۍ وه او ویې ویل: السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
مفتي صاحب وویل: وعلیکم السلام...، ښځي وویل: مفتي صاحب نه مو وپېژندلم؟ مفتي صاحب وویل: نه، کولی سئ چي ځان راته معرفي کړئ؟
ښخي وویل: زه هغه ښځه یم چي څو میاشتي مخکي مي درته زنګ وهلئ و او خپل د شرابي خاوند څخه مي شکایت درته کړئ و.
مفتي صاحب وویل: ښه، ومي پېژندلاست، زېری راباندي وکړه اوس مو ژوند څنګه دئ؟
ښځی وویل: په الله قسم چي خاوند مي سهار وختي راویښیږي او د مسجد خلاصوي او بیا آذان هم کوي، ټول لمونځونه په جماعت سره اداکوي، د تهجد لمانځه ته راویښیږي، الله تعالی ورته هدایت وکړئ او ډېر نېک شخص ورڅخه جوړ سو، دا خورکۍ دا خبري په داسي حال کي کوي چي سترګي د خوشحالۍ د اوښکو ډکي دي(الله اکبر).
وروڼو او خوېندو: تاسو پوهېږئ چي ددغي خورکۍ ژوند څنګه او ولي سم سو؟ دا د هغه اخلاص نتیجه ده، دا دهغه زړه نتیجه ده چي د ګناهونو او نفاق څخه پاک او یوازي یې الله تعالی رجوع کړې ده، دا د هغه صبر نتیجه ده چي د اولادونو پر تربیه او د خاوند پر اصلاح یې کړئ و، نو ځکه خو الله تعالی یې دعاء قبوله کړل او خوښيو، سوکالیو او نېکیو ډک ژوند یې ورنصیب کړئ.
په درنښت: ق. ادریس احمد"سعید"
۱۴۰۰/۵/۲۴، پنج شنبه.
0 Response to "يوې خور ته د يو عالم جالب ځواب!"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com