سالم فکر اوکړئ

آيا اسلام مړ شو؟

آيا اسلام مړ شو؟

#آیا_اسلام_مړ_شو؟

کله چې د تاتاریانو د مغولو طوفاني څپه بغداد ته ننوتله، بغداد یې لوټې لوټې کړ، څلويښت ورځې یې د جمعې لمونځ پرېنښود، د دجلې د سیند اوبۀ یې د مسلمانانو پۀ وینو سرې کړې، بیا یې د اسلامي کتابونو د سوزولو لۀ امله د اوبو رنګ تور شو

خو آیا اسلام مړ شو؟

نه! د کعبې پۀ رب قسم، چې تاتاریان مړۀ شول، چنګیز او هلاکو هلاک شول، مړۀ شول او اسلام ژوندی پاتې شو.

د کعبې پۀ رب قسم، دا دین هیڅکله نه مري، موږ هغه أمت یو چې مریضېږو خو مرو نۀ.

بچیو ته مو دا ور زده کړئ! موږ هغه أمت یو، چې د کسرا، مجوسیانو بادشاهي مو ټوټې ټوټې کړه، د مجوسیانو اور مو مړ کړ.

قیصر، رومیان مو ختم کړل، قسطنطنیه مو فتحه کړه او لۀ أندلس څخه تر هند مو د ابادۍ تمدن کېښود، اروپایانو ته موکږ انسانیت ور وښود.

اسلام نه مري او نۀ ختمېږي. پۀ مسلمانانو کې دا د ضعف، کمزورۍ او بې اتفاقۍ مرحلې هر وخت راځي، خو انشاءالله بیا به مسلمانان د نړۍ واګي پۀ خپل لاس کې اخلي او د نړۍ واکمنان به وي، دا د حضرت محمد(ص) بشارت دی او موږ پرې عقیده لرو. 

سالم فکر اوکړئ


0 Response to "آيا اسلام مړ شو؟"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article