سالم فکر اوکړئ

پنځه حقیقتونه چې دا ثابتوي چې قرآنکريم د الله جل جلاله کلام دی!

پنځه حقیقتونه چې دا ثابتوي چې قرآنکريم د الله جل جلاله کلام دی!

#پنځه_حقیقتونه_چې_دا_ثابتوي_چې_قرآنکريم_د_الله_جل_جلا_له_کلام_دی

قرآن د الله جل جلا له کلام دی چې د جبرائيل علیه السلام په واسطه په حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم نازل شوی دی

که چیرې د الله جل جلا له کلام د زړه له کومې او په پوره فکر تلاوت کړای شي نو په زړه کې مستقيم ډول اثر کوي

کله چې قرآنکريم تلاوت کوي یا په غور سره واورېدل شي نو سړی داسې ګمان کوي چې لکه چې الله جل جلا له ورسره خبرې کوي

راځئ هغه لاره پیدا کړو چې قرآن پخپله دا ثابتوي چې د مخلوق لپاره د الله جل جلا له کلام دی.

1⃣- #په_نړۍ_کې_صرف_یو_قرآن_دی

د قرآن له معجزو څخه یوه دا ده چې هیڅ لاسوهنه پکې نده شوې، د نړۍ په هر ګوټ کې که قرآن وکتل شي ټول یو ډول حروف او کلمات دي، که چیرې ډیر پخوانی چاپ شوی قرآن له اوسني چاپ سره مقايسه شي نو وبه ګورئ چې حتی یو لغت پکې هم زيات او کم شوی ندی.

2⃣- #په_میلینو_خلکو_حفظ_کړی_دی

په ټوله نړۍ کې هر مسلمان زوړ، ځوان، ښځې او نر ټولو ته د قرآنکريم څه نا څه برخې زده دي او زیاتره داسې خلک هم شته چې ټول قرآنکريم یې حفظ کړی دی، حتی که یو بې سواده شخص څخه هم پوښتنه وکړئ نو د قرآنکریم یو څه برخه یا سورتونه به یې زده وي.

3⃣- #د_فصاحت_او_بلاغت_چیلنج

په عربو کې شعر او شاعري ډیر زیات رواج درلود، په فصاحت کې یې شهرت درلود او په دې برخه کې یې په ځان پوره باور درلود، خو د قرآنکريم له هغه چیلنج څخه چې ورته ویې ویل چې د دې په څیر یو کوچنی سورت حتی یو آیات جوړ کړئ مګر دوی ورڅخه عاجز او حیران پاتې شول.

4⃣- #وړاندوينې_او_پوهه

په قرآنکريم کې ځينې وړاندوينې شوي دي چې ځینې یې بیا همغسې واقع شوي دي، او ځینې به واقع شي.

لکه په قران کې د فارسیانو د ماتې په اړه راغلي دي چې دوی به روميانو سره په جنګ کې ماتې خوري، که څه هم رومیانو نوره هیله نه درلوده چې حتی خپل ځان هم وساتي خو بیا هم فارسیانو ته یې ماته ورکړه.

5⃣- #محمد_صلی_الله_عليه_وآله_وسلم_حقیقي_پیغمبر

محمد صلی الله علیه وآله وسلم د الله جل جلا له پبغمبر وو هغه نه له چا څخه درس ويلی وو، نه شاعر وو نه لیکوال حتی په لیک او لوست نه پوهیده خو بیا داسې یو کلام راوړي چې د عربو لوی شاعران ورڅخه عاجز او تسلیمیږي، نو آیا یو نالوستی شخص داسې کتاب لیکلای شي

همدارنګه د مکې مشرکینو محمد صلی الله علیه وآله وسلم ته وړاندیز وکړ چې که هر څومره مال، یا په هر ځای کې واده کول غواړې حتی که د قبیلې رهبري غواړې ورکولو ته یې تیار دي خو پیغمبر محمد صلی الله علیه وآله وسلم دې د دعوت له نشر څخه لاس واخلي لاکن هغه محمد صلی الله علیه وآله وسلم له دې هر څه څخه انکار کوي او خپل دعوت ته ادامه ورکوي، که چېرې یو څوک د ځان د مشهورولو لپاره او یا د یو مقام لاسته راوړلو لپاره پاڅیدلی وي نو هغه هر څه همدا دي، دا چې ولې پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د دوی وړانديزونه ونه منل دا ځکه چې نوموړی حقیقي پیغمبر او د الله جل جلا له رسول دی.

سالم فکر اوکړئ

 

0 Response to "پنځه حقیقتونه چې دا ثابتوي چې قرآنکريم د الله جل جلاله کلام دی!"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article