سالم فکر اوکړئ

پر رسول اللّٰهﷺد درود شریف ویلو (30) ګټي:

پر رسول اللّٰهﷺد درود شریف ویلو (30) ګټي:

#شیر۰کول۰یې۰صدقه۰جاریه۰ده!!!

پر رسول اللّٰهﷺد درود شریف ویلو (30) ګټي:

(1) د اللّٰهﷻامر پر ځای کول دي.

(2) پر نفس او شیطان بر لاسي کېدل.

(3) له ملایکو سره په درود شریف ویلو کي موافقت.

(4) د اللّٰهﷻله لوري په درود شریف ویونکي لس ځله درود شریف ویل کیږي.

(5) په درود شریف سره لس درجې ترلاسه کیږي.

(6) درود شریف ویونکي ته لس نیکۍ لیکل کیږي.

(7) په درود شریف سره لس ګناهونه بښل کیږي.

(8) درود شریف د دعا قبلیدلو سبب کیږي.

(9) درود شریف د رسول اللّٰه ﷺدشفاعت ترلاسه کولو سبب کیږي.

(10) د ګناهونو د بښلو سبب کیږې.

(11) په درود شریف سره اللّٰهﷻد بنده غمونه او اندېښنې ختموي.

(12) دقیامت په ورځ به درود شریف ویونکی رسول اللّٰهﷺته نژدې وي.

(13) د غریب سړي له پاره درود شریف دصدقې ځای نیسي.

(14) درود شریف داړتیاو د پوره کیدلو لامل ګرځي.

(15) درود شریف د اللّٰهﷻپه دربار کښي خاص مقام لري.

(16) په درود

شریف سره انسان پاکي او تزکیه کیږي.

(17) پر درود شریف ویونکي به له مرګ مخکي د جنت زیری کیږي.

(18) درود شریف ویونکی به د اخرت له سختیو نجات ترلاسه کوي.

(19) د درود شریف په برکت انسان ته هیر سوي شیان وریادیږې.

(20) په درود شریف ویولو سره زړه ژوندی کیږي.

(21) درود شریف ویونکی به د اخرت په ورځ نه پښیمانه کیږې.

(22) په درود شریف سره فقر او غریبي له منځه ځي.

(23) په درود شریف ویلو سره د بخل ناروغي او بدخويي له منځه ځي.

(24) درود شریف ویونکي ته هیڅوک ښیرا نسي کولی.

(25) د درود شریف په برکت د جنت لاره موندل کیږې.

(26) د غافلانو په مجلس کې سړی له غفلت نه ژغورل کیږې.

(27) خطبې او نورې ویناوې په درود شریف سره پای مومي.

(28) درود شریف د صراط په لاره د پوره رڼا سبب ګرځي.

(29) په انسان کې جفا او سختي ختموي.

(30) د اسمانونو او مځکې د مخلوقاتو په منځ کي اللّٰهﷻدرود شریف ویونکی ښه یادوي.


د اسلامي معلوماتو لپاره زما سره یو ځای شئ 

ما فالو کړئ 👈 آآزموینه صفخهصآزموینه صفخه

محمد

 

0 Response to "پر رسول اللّٰهﷺد درود شریف ویلو (30) ګټي:"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article