د نيک اعمالو ترسره کولو لپاره بهترینه قاعده:
بهترینه قاعده:
که غواړې چې نیک اعمال مو له ریا او ځان غوښتنې پاک واوسي، او په یو عمل مو جذبه دائمه او برقراره وي، نو د هر مشروع او مسنون عمل د کولو په وخت کې د هغه عمل فضلیت او اجر دې ذهن کې مستحضر کړه. بیا به دې نظر د هغه عمل په اجر لګیږي او هم به دې زړه کې د هاغه عمل جذبه تازه کیږي او ورسره به دې د هاغه مسنون عمل حدیث ذهن کې ښه ثبت کیږي تر څو نورو ته یې هم په ائنده کې واوروې.
حدیثو کې د نیکو اعمالو په سلګونو بابونه او اجرونه دي چې د مثال په طور یې یو دوه دلته ذکر کوم..که مو هر مسلمان سره په یو مشکل کې هر قسم ښیګڼه او مرسته کوله نو د پیغمبر دا وعده ځان سره ذکر کړئ چې: (وَمَنْ فَرَّجَ عَنْ مُسْلِمٍ كُرْبَةً فَرَّجَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ عَنْهُ بِهَا كُرْبَةً مِنْ كُرَبِ يَوْمِ الْقِيَامَةِ) بخاري
که مو هر قسم صدقه کوله، د خدای وعده دریاده کړه چې په صدقه کوونکي به د محشر په ورځ هیڅ خوف او ویره نه وي {سورة البقرة، آية: 262} یا به د عرش تر سیورې لاندې ولاړ وي{رواه ابن حبان}
که مو نفلي یوه روژه نیوله نو هاغه اجر یاد کړه چې خدای به یې اویا کالو په اندازه مخ د اور له جهنمه لیرې کړي [متفق علیه]
که مو هر ذکر کاوه، مثلا د بازار دعا چې شپږ لکه نیکۍ او کناهونه مو بخښل کیږي، یا سید استغفار چې د جنت د تللو موجب ګرځي، همداسې بلا اذکار چې مختلف لوی لوی اجرونه لري.
دین کې په هر یو نیک عمل خدای او رسول خامخا یا د جنت وعده، یا د اوره د خلاصون، یا د خدای د رضا او محبت، یا د مغفرت و رحمت، یا د قبر عذاب او.. وعدې دي، مختلفې نیکۍ راونیسئ تر څو په ورځ د محشر په یوه نه، یوه نیکۍ او عمل د اوره د جهنمه د خلاصون مستحق وګرځوو..
0 Response to "د نيک اعمالو ترسره کولو لپاره بهترینه قاعده: "
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com