سالم فکر اوکړئ

د اسلام پر خلاف د ملحد لائحه عمل, ليکنه: عبدالوکيل عظيمي!

د اسلام پر خلاف د ملحد لائحه عمل, ليکنه: عبدالوکيل عظيمي!

#د_اسلام_پر_خلاف_د_ملحد_لائحه_عمل❗


اسلام پر خلاف د ملحد (Atheist) د حملې طريقه:

د يو شي په هکله د قضاوت(Judgment) کولو پر وخت دوه شيانو ته اړتيا وي:

1) د پرمختګ تدريجي دوره عمل (Process).

2) نتيجه (Result).

د ملحدينو اصلي ستونزه دا ده چې د مقدس دين اسلام قضاوت(Judgment) پر نتيجه (Result) نه کوي، بلکه تل قضاوت پر تدريجي مراحلو(Process) کوي، حال دا چې لازمي نده چې د سترو نتائجو د حصول لپاره دی د يو عمل تدريجي مراحل د انسان خوښ اوسي، د بيلګۍ په ډول د يو انسان د زړه آپريشن (Heart Surgery) کول، د دی مطلوبه پايله يا نتيجه څه ده؟

د زړه د آپريشن پايله يا نتيجه دا ده چې د يو انسان ژوند وژغورل شي.

 مګر د دی عمل تدريجي دوره څه ده؟

د زړه د آپريشن تدريجي دوره د يو انسان څيرل دي!

همدا راز کوچني ماشوم ته ترخه درمل ورکول:

 د دی عمل نتيجه هم د ماشوم ښه صحت دی، مګر تدريجي عمل يې د ماشوم چغې، سورې او وايلا ده.

پس مطلب دا شو چې کچېرته د ملحدينو وسع ورسي نو طبابت(Medical Field) به هم له منځه يوسي، پدی دليل چې طبيبان ډير ظالمان خلک دي، ځکه چې انسانان څيري او ماشومان ژړوي.

بناءا د غير منطقي استدلال پر آر دوي پر اسلام هم د طبيب په څير اعتراضونه کوي:

د بېلګۍ په ډول اسلام ولی سړي ته د څلورو ښځو د نکاح اجازه ورکړی؟

وااا د عقل، منطق او مشاهداتو دښمنانو! 

څلور ودونه کول تدريجي عمل(Process) دی! د پايلې يا نتيجې پوښتنه يې وکړئ؟

که نتيجه يې نه وي در معلومه نو غرب څخه يې پوښتنه وکړئ! او يا ورشې او مشاهده يې وکړئ!

د دويمې نړيوالې جګړۍ نه وروسته غرب کې د سړيو قحط راغلې ؤ، کچېرته د هغوي جبران شوی وی او يو سړي څلور ودونه کړي وی، نو نن به غربي معاشره د عزت او احترام معاشره وی، ځوې به خپل پلار له کور نه نه ويسته، مور به د لور مخامخ لونډ کور ته نه راوست، او داسې نوری بیلګۍ...

کچېرته د اسلام اعمال په غرب کې وی نو نن به دا غلطيانې هلته نه وی!

ملحدينو !!!

مونږ دا نه وايو چې تاسو د اسلام مبارک دين د اعمالو پر تدريجي دوره نيوکې مه کوئ؟ ځکه چې اسلام کوم پټ دين ندی، قرآن عظيم الشان او سنت نبوي صلی الله عليه وسلم د ټولو انسانانو لپاره خلاص پراته دي، هر څه پکې واضح دي، د همدی لپاره اسلام خپله مقدمه انسانانو ته خلاصه پريښې.

زمونږ مقصد دا دی چې د نيوکو پر مهال نتائج هم په پام کې نيسئ چې اسلام د یو عمل په وجه کومه نتيجه لاسته راوړل مقصد دي؟

په یاد ولرئ!

کله به هم ملحد دی ډول استدلال ته تیار نشي.

ورور مو عبدالوکيل (عظيمي)

د اسلام پر خلاف د ملحد لائحه عمل, ليکنه: عبدالوکيل عظيمي!


 

0 Response to "د اسلام پر خلاف د ملحد لائحه عمل, ليکنه: عبدالوکيل عظيمي!"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article