جمهوريت كوم حقوق ښځو ته ورکړي دي؟ سالم فکر اوکړئ!
*جمهوريت كوم حقوق ښځو ته ورکړي دي؟
د جمهوریت بنیاد د دې لپاره اېښوول شوی،ده چي د شریعت او شرعي نظام مخه په ونیول شي.
دا خبره هم روښانه ده: چي په جمهوریت کي اصطلاحات د ملي منافعو، او نومونه د ټولنیزو ګټو کارول کيږي، او په حقیقت کي کفري نظامونه، او فحشاء په ټوله نړۍ کي خپرول دي.
د کفري نظام کفري رسم و رواج،فحشاء، بې دیني دا ټول د همدې نظام لازمي اړخونه دی، چی هر چیرته دا جمهوري نظام موجود وي، هلته به فحشاء او منکر هم وجود لري.
همیشه به تاسي په اسلامي مملکتونو کي د رسنیو څخه دا خبره بار بار اورۍ: چي د ښځو حقوق، او دښځو حقوق.
د همدې لپاره په راډیو ګانو کي د ښځو د خپرونو ځانګړي خپروني په کار أچول کيږی، چي پر کور ناستي ښځي هم أول د نامحرمو سره په ټلیفوني أړیکو، او مجلسونو آموخته کړي، او بیا دوی د کور نه د باندي راووزي، او بیا په منکر او بې حیايې اخته شي...همدغه د دوی مطلب ده، بس.
نو ددې رسنیو پر أساس دلته څو سوالونه پیدا کیږي:
۱ ـ آیا کله هم تاسي د کفري هیواد د رسنیو نه دا خبره اورېدلې ده، چي هلته د ښځو حقوقو ته توجه نه کیږي، دوی د خپل حق څخه محرومیږي؟؟ نه!
حال دا چي په کفري هیوادو کي چي څومره د ښځو حقوق تر پښو لاندي کیږي، بل ځای يې مثال نه پیداکیږي. کوم حقوق چي په کفري هیوادو کي د دوی کفري، او جمهوري نظام ښځو ته ورکړي، د هغو ټولو نه محرومیږي. ښځه هلته د مینځي رکم استعمالیږي، د هغوی سره د حیوانانو رویه کیږي، د هغوی د عزت او د آبرو هیڅ مراعت نه کيږي، هر وخت پر هغوی جنسي تېری کیږي ..... هیڅکله کفري رسنیو د کفري هیواد د ښځو د حقوقو ږغ نه دۍ کړی.
ولي؟ ځکه چي په کفري، جمهوري نظام کي د ښځو حقوق بس همدا دي: چي ښځه باید بې پرده، بې حیا، نافرمانه راووزي، او هلته ټوله بې پرده او بې حیا دي نور که د دوی عزت، عفت، آبرو هر څه د خاورو سره خاوري کیږي، د هغه سره د دوی کار نه دی.د دوی کار بس همدا دی : چي ښځه باید د اسلام أصول او آوامر مراعت نه کړي.
۲ ـ آیا اسلام چي کوم حقوق ښځو ته ورکړي، دا ناقص دي؟
چي په هغه سره د ښځو عزت، عفت، حیا، او ټولنیز ژوند بلکه دنیا او آخرت دواړه ئې په روښانه کیږي.د بیلګي په ډول:
اسلام د ښځي خاوند أمر کړی: چي د خپلي میرمني نفقه ورکړي.ښځه په آرام، او عزت کور ناسته وي، هیڅ ضرورت نه لري، چي د باندي مزدوري وکړي.
اسلام ښځه أمر کړې: چي په کور کي پاته شي، نو هیڅکله به د ښځي عزت، او عفت نه خراپيږي، او نه به څوک د بل چا ناموس ته سترګي پورته کوي.
ښځه چي کله هم د کور ووزي، نو د شیطانانو ډلي ورپسې وي، لکه دا شیطانان چی په جمهوریت کي په سترګو لیدل کیږی.
ښځو ته تر اسلام مخکي کفر، او جهالت د یو خادمي، مینځي علاوه بل څه نه وه ورکړي.کله چي اسلام راغلۍ، د ښځو عزت، عفت او قدر و پېژندل شو... ښځه ناموس شوه ښځه مور شوه ښځه خور شوه ښځه وریندار شوه ښځه ترور شوه او غیر او غیره؟
0 Response to "جمهوريت كوم حقوق ښځو ته ورکړي دي؟ سالم فکر اوکړئ!"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com