سالم فکر اوکړئ

د ماشوم توب يو ياد ګار د توحيد په هکله.

د ماشوم توب يو ياد ګار د توحيد په هکله.

د ماشوم توب يو ياد ګار د توحيد په هکله.

ماشومتوب کی به مونږ ته مشرانو ویلی چی الله تعالی یو ده او هیڅ شریک نه لري او دلیل کی به یی دا خبره راته کوله چی که الله تعالی شریک درلودائ نو یو به ویلی چی زه باران کول غواړم او بل به ویلی چی زه باران کول نه غواړم نو د دواړو ترمنځ جنجال به راتلو او نتیجه کی به یی دا ټوله دنیا ړنګیدله نو ځکه وایو چی الله تعالی یو ده او هیڅ شریک نه لري هغه چی هر څه کول وغواړي فقط فیصله یی هماغه لوئ ذات یی کوي او بس.


زمونږ د مشرانو تحلیلپه تفصیل سره داسی بیانوو چی:

د ساینس له راتګ نه مخکی د خلکو په فکرونو باندی خرافات او شرکیات حاکم ول چا به ویل چی د باران ورولو ځانته خدای ده، د لمر ځانته خدای ده، د سپوږمۍ ځانته خدای ده، د عیسویانو خو همدا عقیده وه چی عیسی علیه السلام خدای ده همدارنګه نور عقاید.


د وخت په تیریدو سره چی کله ساینس راغی نو ایساق نیوټن داسی اوویلی چی هغه قوی چی دا نظام کنټرولوي هغه څلور قوی دي.

۱: د جاذبی قوه

۲: برقي مقناطیسي قوه

۳: زوروه هستوي قوه 

۴: کمزوری هستوي قوه


کله چی ساینس نور مطالعات او څیړنی وکړلی او مختلف شیان یی کشف کړل نو د هغوئ ترمنځ دومره هماهنګي موجوده وه چی دا تصور مشکل وو چی دومره هماهنګ کاینات دی د مختلفو قوو په وسیله کنټرول شي ځکه قوی چی څومره ډیریږي هغومره د هماهنګي فیصدي راټیټیږي نو ساینسي ذهن د قوو دا څلور تعداد نه منلو تر دی چی په کال ۱۹۷۹م کی دری مشهوره ساینسپوهان Glashow, weinberg, abdulsalam چی نوبل جایزی یی هم ګټلي دی نتیجی ته ورسیدل چی د کایناتو کنټرولونکی قووی څلور نه بلکی دری دي.


ساینسي ذهن ته بیا هم د قوو دغه شمیر زیات ښکاریده تر دی چی برطانوي ساینسپوه سټیفن هاکینګ د پیچیده ریاضیاتي حساب په واسطه دی نتیجی ته ورسیده چی د کایناتو کنټرولونکی قوی دری نه بلکه هغه فقط یوه قوه ده.

د سټیفن هاکینګ دغه نظریه په اوسني ساینسي ماحول کی منل شوی خبره ده او په عمومي توګه د سټین هاکینګ دغی نظریی ته سینګل سټرینګ تیوري ویل کیږي(Single String Theory ).






0 Response to "د ماشوم توب يو ياد ګار د توحيد په هکله."

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article