سالم فکر اوکړئ

يوه ټولنيزه اصلاح، يواځې هيله ده! ليکوال: محمد سليم مدني حفظه الله و رعاه.

يوه ټولنيزه اصلاح، يواځې هيله ده! ليکوال: محمد سليم مدني حفظه الله و رعاه.

يوه ټولنيزه اصلاح، يواځې هيله ده! ليکوال: محمد سليم مدني حفظه الله و رعاه.

يواځې هيله ده!

بريره رضي الله عنها وينځه وه، ددې خاوند مغيث نومېده، د بريرې ازادۍ ته ډېر زړه کېده ځکه یې د خپلو بادارانو سره د کتابت تړون( هغه تړون چې د يو څه مبلغ په مقابل کې غلام/وينځه يې بادار سره کوي تر څو د مبلغ سپارلو سره يې سم ازاد کړي) وکړ او عايشې رضي الله عنها يې پور پرې کړ او ازاده يې کړه.

د ازادۍ نه پس د بريرې لومړۍ پرېکړه دا وه چې د خپل خاوند مغيث نه ځان خلاص کړي؛ ځکه شریعت وينځې ته دا اختيار ورکړی چې د ازادېدو سره سم که وغواړي خاوند سره دې پاتې شي او که وغواړي جدا شي ترې، خو بريرې بيلتون غوره کړ!

بريرې سره د مغيث بې کچې مينه وه او د بريرې بېلتون يې هېڅ نشو زغملی، د مدينې په لارو کوڅو کې به لالهانده ګرځېده او د بريرې څخه به يې بېرته د ورګرځېدو غوښتنه کوله خو هغې به ورته هېڅ پام نه کاوه!

يو ورځ رسول اللّٰهﷺ د خپل تره عباس رضي الله عنه سره په لار روان وه چې دا منظر يې وليد، نو تره ته يې وويل: بريرې سره د مغيث مينه او مغيث سره د بريرې کرکه ډېره عجيبه نه ده!

مغيث بېچاره ډېر وزورېده خو چې کله د بريرې د رجوع څخه ناهيلی شو له رسول اللّٰهﷺ يې وغوښتل چې زما په تړاو بريرې سره وګوره، رسول اللّٰهﷺ بريرې ته وويل: بريرې! خوښه دې نه ده چې مغيث ته بېرته رجوع وکړې ځکه خاوند دې هم دی او د ستا د بچي پلار هم دی!!

بريره - ای د الله رسولﷺ تاسې ماته حکم کوۍ؟

رسول اللّٰهﷺ - نه، يواځې هيله ده!

بريره - ښه نو هغه مې نه دی پکار، نوره نه ورګرځم!

درس:

رسول اللّٰهﷺ له ديني اړخه ددې امت نبي دی، له سياسي اړخه د دولت رئيس دی خو دومره لويو منصبونو سره يې هم د يو غلام غوښتنه رد نه کړه او بريرې ته ورغی! آيا مونږ کله د ضعيفو او بې وزلو مسلمانانو لپاره د هغوي د خدمت په موخه کوم قدم اخيستی؟ او که ځان مو ترې په څنګ کړی چې دوي زمونږ په سويه ندي برابر؟؟ دې ته مو پام نه وي چې مونږ ټول له يو آدم او يوې خاورې څخه پيدا يو!

د بريرې دې ادب ته وګوره که چېری رسول اللّٰهﷺ ورته امر کړی وه نو ضرور يې مانه سره له دې چې ددې خوښه نه وه، نو آيا مونږ په خپلو خواهشاتو، ميلانونو او غوښتنو د اللهﷻ او رسول اللّٰهﷺ وينا او فعل مخکې کړی دی؟؟

ته به د خلکو په مينځ کې د روغې جوړې په کوښښ أجر ترلاسه کوې أګر که صلح يې ترمنځ ونه شوه، مونږ سره به د نتيجې حساب نه کيږي بلکې د فعل حساب به کيږي.

د شيطان په دې خبره ونه غولېږې چې د فلان او فلان صلح مه کوه ځکه هغوي ستا نه مني! ښه نو که يې ونه مني تاته يې څه تاوان دی؟ نو کينه ورسره بيا مه کوه چې ولې دې ونه منله، وګوره يوې داسې ښځې چې پرون وينځه وه خو د رسول اللّٰهﷺ هيله يې پرځای نه کړه، نو نه ورته غوسه شو او نه ترې خپه شو.

دې مبارک دين ښځو ته عزت وبښلو، د هغوي د زړونو او رغبتو خيال يې وساته، يوه ښځه ده يو سړی نه خوښوي نو رسول اللّٰهﷺ يې هم پرې په زور نه مني، که لور خور دې څوک نه خوښوي مه يې پرې مه مجبوره، ځکه دا پرې ظلم دی، دا تاسره د اللّٰهﷻ امانت دی او هغه تا ګوري چې دې امانت سره څه کوی!!!.

#ټولنيزه_إصلاح 

يوه ټولنيزه اصلاح، يواځې هيله ده! ليکوال: محمد سليم مدني حفظه الله و رعاه.


0 Response to "يوه ټولنيزه اصلاح، يواځې هيله ده! ليکوال: محمد سليم مدني حفظه الله و رعاه."

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article