سالم فکر اوکړئ

ولي یوه ښځه په یوه وخت کي څلور مېړونه نشي کولای؟ ليکنه: عبدالغفار جبير, سالم فکر اوکړئ!

ولي یوه ښځه په یوه وخت کي څلور مېړونه نشي کولای؟ ليکنه: عبدالغفار جبير, سالم فکر اوکړئ!

ولي یوه ښځه په یوه وخت کي څلور مېړونه نشي کولای؟

ځواب: عبدالغفار جبير

۱: که چيري يوه ښځه په یوه وخت کي څلور مړونه ولري ، داچي د يوه نر جنسي توان د يوې ښځې څخه زيات دئ، چي مطلب يي دادئ چي يوه ښځه و يوه نر ته کفايت نه کوي  نو څنګه کيدلای شي چي يوه ښځه دي د څلورو نارينه وو لپاره کفايت وکړي دا هيڅ امکان نلري، بله خبره داده چي که چيري څلور نارينه د يوې ښځي سره جنسي اړيکي ولري لومړی ښځه دا ظرفيت نلري چي د څلورو نارینه وو جنسي خواهشات پوره کړي، او دوهم داچي له دې څخه د ايډز او سفلس په شان مهلکي ناروغۍ ومنځته راځي، که چيري په يوه آن کي د يوه څخه د زياتو نارينه وو نطفه د ښځې و رحم ته داخله شي نو له دې څخه ايچ آي وي پيدا کيږي.ښځه دداسي زخمونو ښکار کيږي چي بيايې درملنه ناشونې ده.

۲: داچي اولاد د پلار دي نو ځکه به نسب او ميراث کي د څلورو کسانو اولاد نه معلوميږي چي دا د چادي؟ يو به وايي چي دا زما دئ او بل به وايي چي دا زما دئ، که نروو يو به يې کشوي او که ښځه وه بل به ئې کشوي، چي په دې کي د نسب مقدسه رشته له منځه ځي او د ميراث ټول نظام له خاورو سره خاورې کيږي؛ همدا يوه مياشت مخکي د يوې ښځې دوه ماشومان پيدا شول خاوند ئې وويل چي دا ماشومان زه نه ساتم دليل ئې داوو چي هغه خاوند یې ویل چي دا زماڅخه نه دي پيدا شوي چي بيائې مېرمن و محکمې ته حاضره شوه او محکمې پرېکړه وکړه چي دا يو ماشوم به ته (خاوند) ساتې او دغه بل ماشوم به ددې ښځې يار ساتي.

دا منو چي په اوسني وخت کي ډي اين اې (DNA) مرسته کولای شي چي دا معلومه کړو چي دا ماشوم د چا دئ خو بل لور ته ايا دا څلور خاوندان يې قناعت ورسره کوي؟؟؟ د جنوري پر۱۲- ۲۰۱۴ ميلادي کال کي په هندوستان کي یوې ښځې  دوه خاوندان درلودل، يوه يې ادعاء وکړه چي دا ماشوم زما دئ او بل يې دا ادعاء کړه چي نه زما دئ او ماته شوي دئ ، د ډي اين اې (DNA) وروسته دا ثابته شول چي دا ماشوم د يوه هم نه دئ، ددې خبر په اورېدوسره دواړه خاوندان چي د خاله زامن وه حيران شول، هغه ښځه يې داسي وواهل چي مړه شوه، ماشوم يې مړ کړ، ددې دوو خاوندانو تر منځ هم شخړه وشوه چي په پايله کي ددې ښځې يوه خاوند دا بل خاوند هم په خفه مړ کړ او کيسه خلاصه شوه هغه په بند محکوم شو.

۳: هغه ماشومان چي دداسي مور څخه پيدا شي د روانشناسۍ د علم پر بنسټ هغه ماشوم دماغي سکون نلري، دماغي وده يې کمزورې وي اول ه همدې کبله هغه ماشومان چي له زنا څخه پيداشوي دي دماغي ناروغان دي، او د ژوند په ټولو چارو کي تل د ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

۴: اوسني ساينس پوهانو دا ثابته کړېده چي نر نسبت و ښځې ته ډېر جنسي او روحي توان لري 

ولي یوه ښځه په یوه وخت کي څلور مېړونه نشي کولای؟ ليکنه: عبدالغفار جبير, سالم فکر اوکړئ!


0 Response to "ولي یوه ښځه په یوه وخت کي څلور مېړونه نشي کولای؟ ليکنه: عبدالغفار جبير, سالم فکر اوکړئ!"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article