جالب او دردوونکې شعر د وقايت الله وقار صيب!
Wednesday, July 21, 2021
Comment
د اختر شپه
شعر
دوی په تيارو کې دي ډيوې په کاڼو ولې ولي؟
له ځانــــــه لرې زمـــانې په کـــاڼو ولې ولي؟
له دوی لږ وپوښتۍ چې ولې د چوکۍ تږي دي؟
د بې چــــاره ولس اسرې په کاڼو ولې ولي؟
څوک چې ارزښت پيمالوي، د ادب نوم ېې ګڼي
دوی نو د عـــقل مــنارې په کاڼو ولې ولي؟
دوی چې په زړونو کې کينې او نفرتونه ساتي
دوی د خوښيو ســـلسلې په کاڼو ولې ولي؟
د اختر شپه ده، درد راغلی د وطن مخې ته
دا مـــاتې ماتې دروازې په کاڼو ولې ولي؟
دا خو خيرات ټولوي، کونډه ده، مجبوره ده نو
دا ماشـــومان خپله ادې په کاڼو ولې ولي؟
څوک چې له خپل فرهنګه لاس اخلي او بل ته ناڅي
دوی د نيــکونو کارنامې په کاڼو ولې ولي؟
څوک چې وقار غواړي، شوکت او پرمختګ خوښوي
دا خلک داسې قافلې په کاڼو ولې ولي؟
#وقار
جلال آباد، د چنګاښ ۲۸
#اختر مو نېکمرغه 💝
0 Response to "جالب او دردوونکې شعر د وقايت الله وقار صيب!"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com