سالم فکر اوکړئ

حبيب الله منيب ساپی ليکنه: په سمونه کې ښويدنې!

حبيب الله منيب ساپی ليکنه: په سمونه کې ښويدنې!

په سمونه کې ښويدنې

-هغه تېروتنې چې د تېروتنو په معالجه کې يې مرتکب کېږو!-

حبيب الله ( منيب ساپی )

رسول اکرم  د دين په اړه وايي: « إِنَّمَا الدِّينُ النَّصِيحَةُ إِنَّمَا الدِّينُ النَّصِيحَةُ إِنَّمَا الدِّينُ النَّصِيحَةُ ». السنن الکبری للبيهقي

ژباړه: بېشکه دين نصيحت دی، بېشکه دين نصيحت دی، بېشکه دين نصحيت دی.

د دغه وينا وروسته صحابه کرام د نصيحت د وضاحت په اړه له رسول الله  پوښتي چې دغه دين د چا لپاره نصيحت دی؟ د الله رسول ورته وايي: د الله، رسول، ملايکو، چارواکو او عامو انسانانو لپاره دا دين نصحيت دی.

لدغه ځايه د هر مسلمان دنده دا په ګوته کېږي چې د هر چا لپاره به خيرخواه وي او ددغه خيرخواهۍ يوه لاره داده چې د خلکو ښويدنې سمې کړي او غلطۍ يې معالجه کړي، اسلام د دغه مسؤليت په اړه خپلو پېروانو ته وايي چې تاسې هر يو د شپونکي په څېر يئ او له هر يوه به د خپلې رمې په اړه پوښتنه وشي.

په تېروتنه کې لوېدل يو مشکل دی، خو ولې لدې لوي مشکل دادې چې د تېروتنې په تصحيح کې سړی تېروزي، يانې د دغې خطا علاج په ناسمه طريقه وکړل شي په دغه کرښو کې مو پام هغو تېروتنو ته راړوم چې د خطاؤ په معالجه کې راڅخه کېږي.


لومړۍ تېروتنه: 

د خلکو په منځ کې يوه شخص ته نصحيت کول: عربي مشهوره او جالبه وينا ده چې: النصيحة علی الملاء فضيحة، - د خلکو په منځ کې يو چا ته نصيحت کول د هغه خير غوښتل نه، بلکې شرمول دي- انساني فطرتونه د شرم په ځاي کې د ځان رسوا کېدل بد ګڼي، دا هم نه خوښوي چې خلک پوهه شي چې دی په غلطه او خطاء دی.

په همدې بنياد که يو چاته په ډک مجلس کې د يوې خطاء تصحيح کوې نو هغه يې په دې خاطر نه مني چې رسوا کېږي او د نصيحت کونکي سره په عناد کې راولاړېږي.

نو غوره داده چې په يوه ځانته او مناسب ځاي کې ورته ووايې: چې وروره دا کار دې ناسم دی، دا مشکل لري او دا يې تاوانونه دي، بايد داسې دې کړی وی، په دې ډول يې کول دا ښېګڼې لري.

دغه وخت انساني عاطفه د خير په لور نرمېږي او نصيحت ژر قبلوي، د دواړو لورو ترمنځ مينه او خيرغوښتنه نوره هم پراخېږي او بالاخره کوم څه چې بايد د نصحيت په نتيجه کې رامنځته شي ترلاسه کېږي.

له ممبره يو چا ته مخامخ نصيحت کول، مستقيما د هغه په رسنيزو نشراتو تنقيدي تعليقات، او په ډکه حجره کې يې خپلې تېروتنې ته متوجه کول خيرخواهي نه بدخواهي ده، البته د ګڼې ګوڼې په ځای يا مجلس کې د وعظ او نصيحت خپلې لارښوونې دي چې په مراعتولو يې اغېزمنتيا په خپل حال پاتې کېږي.


دوهمه تېروتنه: 

پټ نفساني غرايز: رسول اکرم  فرمايي: إِنَّمَا الْأَعْمَالُ بِالنِّيَّاتِ... البخاري

ژباړه: د عملونو ثواب او بدله په نيت ورکول کېږي.

ای مسلمانه وروره! کله چې ته د يو بل ورور نصيحت او خيرخواهي غواړې، نو خپل نيت دې د ټولو هغو خواهشاتو او غرائزو خالي کړه چې دغه پاک عبادت او سپېڅلې مسؤليت دې خړپړ کوي، په دغه پيغمبري کار سره يوازې د الله څخه د بدلې نيت ولره او دا کار فقط په دې نيت وکړه چې ورور مې د الله په وړاندې شرمنده نه شي او دا هله کېدای شي چې ته دغه خيرخواهي په داسې ډول ترسره کړې چې همدا ته پرې الله ته شرمنده نه يې.

په زړه کې عناد، کرکه، دښمني، حسد او بغض هغه مرضونه دي چې د نصيحت ټوله نتيجه په خواهشاتو او غرايزو راڅرخوي.

په ځان مغرور کېدل او په خلکو ځان لوړ احساسول سړی د خلکو غيبت او بد ويلو ته اړباسي او بيا ځان ته په دې ډاډ ورکوي چې زه خو نصيحت او خيرخواهي کوم، زياتره وختونه شيطان هڅه کوي چې د خير له ډګره مسلمان ته لومه کېږدي، نصيحت يو له هغه ځايونو دی چې د شيطان لومه په کې هر وخت اېښې وي، نو مسلمان هم بايد په دغه برخه کې ډېر زيرکه اوسي.

هر مسلمان ځانګړي افکار او برداشتونه لري، په فقهي لحاظ د قناعت او باور پر بنياد د ځانګړو مذاهبو او مسلکونو پېرو دي، ددې سره چې دغه هر څه به وي خو کله، کله دغه افکار، برداشتونه او مسلکونه ددې لامل کېږي چې مقابل لورې باندې ناوړه او بې علمه توندې نيوکې کېږي او ځان په دې مطمئن کوي چې زه خو د خير او نصيحت اراده لرم په داسې حال کې چې له دغه نقد او نيوکې به خپل تعصبي خوند او لذت اخلي، دا ډول خوندونه چې هر څوک يې له نصيحته حس کوي نو خپل نيت دې يو ځل بيا تجديد کړي او په اړه دې د الله جل جلاله څخه وويرېږي.

رسول اکرم  به د خلکو د تجريحولو ځان ساته کله چې به يې په چا کې کومه خطاء وليده نو عامه خبره به يې د تصحيح لپاره کوله، مستقيما شخص به يې نه ياداوه، اکثره وخت به يې ويل: ما بال اقوام يفعلون کذا وکذا—په دې خلکو څه شوي چې داسې داسې کارونه کوي.


درېيمه تېروتنه:

 تېروتنې د پېژندلو د مرجعيت نه روڼتيا: دغه تېروتنه چې مونږ په کې واقع يو داده چې مونږ سره د خطاء پېژندلو معيار او مرجع نه وي معلومه او يا مرجعيت معلوم وي خو درست نه وي، د خطاء د حدودو او ګراف لپاره مهمه ده چې د هرې خطاء لپاره هماغه خپل معيارونه راوړاندې کړو، هغه څه چې شريعت خطاء معرفي کړې وي بايد شريعت يې مرجع وي او هغه څه چې فطرت يې خطا بولي، پولې يې بايد سالم فطرت وټاکي څه ته چې طب بد ويلي دي، طبي لابراتوار يې مرجع ده هغه خطا‌ء چې په انجن کې وي، طبي لابراتوارونه يې نشي درک کولې او نه د انجن ستونزه طبيب حل کولی شي، له همدغه ځايه پوهېږو چې مرجعيت څومره مهم دی؟.

په يو جومات کې يوه ډله خلک راغلل د ماسپښين لمونځ يې دوه رکعته وکړ، دلته ناست کليوال بوډا پرې يوځل خوله پرانيسته چې تاسو خو لمونځ کم کړی دی، لمونځ خو څلور رکعته دی، هغوي ځواب ورکړ چې مونږ خو مسافر يو قصر راته جايز دی، کليوال بوډا ورته وايي: چې تاسې په دوه رکعته لمونځ بخل کوئ په داسې حال کې چې دا خو د الله لپاره دی؟ کېدای شي دغه قصر عمرخوړلي او بوډا لپاره وي او تاسې خو ځوانان يئ.

پورته کيسه يو تمثيل دی چې د خطاء د مرجعيت د نه پېژندلو له کبله نصيحت څه ډول په کشاله واوخت، بوډا د خپل ګمان پر اساس ځانته د تنقيد او نيوکې کولو جواز ورکړ په داسې حال کې چې دغه خطاء بايد د شريعت په چوکاټ کې پېژندل شوی وی.

لکه څنګه چې تېروتنې بېلابېلې دي د پېژندلو مراجع يې هم مختلف دي لږ پرې تم کېږو:


الف: په شرعي چارو کې د تېروتنې پېژندلو مرجعيت: 

په شريعت کې د خطاء او صواب لپاره تله او ترازو د الله کتاب ( قران کريم)، د رسول الله سنت( صحيح احاديث) او اجماع ده.

لدې کبله د حلال او حرام، جايز او ناجايز لپاره په قران، حديث او اجماع باندې پوهاوې حتمي دی، نو ويلې شو چې په ديني مسائلو کې د خطاء او صواب په ګوته کول د هر چا کار نه دی، هر بې سواده او باسواده دا حق نه لري چې په دينې امورو کې قضاوتونه وکړي، هر څوک چې الله ورته د خپل علم يوه برخه ورکړې وي نشي کولې چې د فقهي مسائلو او مسلکونو په منځ کې د خپل نفسي رجحان له کبله ترجيحات وکړي، فقهي فروعات چې په ظني دلايلو بناء وي، څوک نشي کولې چې يو ته يې درست او بل ته يې نادرست ووايي، هر څوک د ثبوت تر حده خپل نظر په دلايلو ثابتولی شي خو د بل نظر باندې انکار او نيوکه نشي کولی او نه په خپل نظر د نورو د التزام حق لري.

د شريعت اتفاقي حرام به خامخا منع وي او فرائض به حتماً اداء او پوره کېږي، له دې وروسته د علماؤ ترمنځ د نظرونو هغه اختلاف چې د فروعو په شکل موجود دی هيڅوک حق نه لري چې يو اړخ په حق او بل ناحقه وبولي، دغه د فروعو اختلاف که ستا په فکر بد دی خو ولې دغه فکر خطاء دی، ځکه چې شريعت دی ته بد ندي ويلې، شريعت ددغې خطاء او صواب په پېژندنه کې مرجع ده نه ستا فکر، له همدغه ځايه پوهېږو چې د خطاء په پېژندنه کې مرجعيت پېژندل څومره مهم دي.

د دې برخلاف له حرامو به په کلکه منع کېږي که څه هم ستا فکر يې مخالف وي او دا ځکه چې په حرامو کې واقع کېدل تېروتنه ده اګر که تاته خطاء نه ښکاري.

لنډه دا چې په شرعي او ديني امورو کې د خطاء پېژندلو لپاره مرجعيت قران کريم، صحيح احاديث ( د سلفو په فهم) او اجماع ده او بايد همدلته د شرعي خطاء پېژندلو لپاره رجوع وشي.


ب : په کارونو او کسبونو کې د تېروتنې پېژندلو مرجعيت: 

په وظيفوي، اداري او فني چارو کې د خطاء پېژندلو مرجع د هماغه ادارې، فابريکې او کسب لايحه او ضوابط دي.

که يو څوک په کومه اداره کې کار کوي، نو هلته به د هغه کار ته د هماغه اداري ضوابطو په رڼا کې کتل کېږي، که په ضوابطو برابر ؤ درست، که برابر نه ؤ خطاء دی.

مدير او يا بل کوم اداري څارنوال نشي کولې چې کارونه په خپل مزاج تحليل او ښه او بد يې سره جلا کړي.

د فابريکې او کسب په برخه کې هماغه سټنډرډ چې ځانته يې ټاکلې د تېروتنې مرجعيت دی، که کار او توليد په هماغه سټندرډ برابر ؤ درست دی او کنه خطاء دی.


ج: په تربيوي او روزنيزو چارو کې د تېروتنې پېژندلو مرجعيت: 

د تربيې او روزنې ډګرونو ته په کتو تربيت ډېر مجالونه او ډګرونه لري، تعليمي ډګرونه، کورنۍ، ټول تعليمي مؤسسات او پوهنتونونه، جوماتونه او مدرسې او ... انسانان په مختلفو ډګرونو کې روزي، څوک علمي پرمختيا غزوي او څوک انساني اخلاق غښتلي کوي، چا د روح تغذيې ته بډې وهلي او څوک د خداي پيغام په نسلونو لوروي، ځينې يې بيا مادي او اقتصادي رشد ته سړي روزي.

پورته ټول د روزنې ډګرونه دي او اسلامي تمدن دغه ډول همه شموله تربيه خپلو پېروانو ته ورکوي، هرې تربيې ته د يو تخصص په توګه ګوري او په تفصيلاتو کې يې د افرادو روزنه فرض کفايي بولي- که څه هم ځينې ډګرونه او برخې به فرض عين وي- د روزنې هر ډګر ته اسلام ځانګړي اساسات او معيارونه لري، که هر څوک په دغه روزنه کې له هغې پښې باسي تېروتنه ده او بايد ژر تر ژره تصحيح شي او دا ځکه چې په تربيه کې تېروتنه د ځان وژنې په معنی ده.

د پورته ټولو ډګرونو د خطاء پېژندنې لپاره مرجعيت ټول هغه معيارونه او اساسات دي چې اسلام او ددغه فن متخصيصينو ورته ټاکلي دي.

د کور او مدرسې، ښوونځي او پوهنتون روزنيزه دوره خورا کليدي ده او له همدغه ځايه روزل شوي نيالګي ټولنې ته وړاندې کېږي، د نن ښه سړی د پروني کور، جومات او مکتب توليد دی او د ننۍ کورنۍ ناسمه روزنه د سبا سردردی دی.

د اولادونو په اړه د پلار او مور دوه بېل معيارونه په تربيه کې تېروتنه ده، کله پلار د اولاد لپاره يوه لاره ښه ګڼي په داسې حال کې چې همدغه لاره يې مور بده ګڼي دغه دوګانه ګي په اولاد روزنه کې تېروتنه ده او بايد معيارونو ته مراجعه وشي.

په تعليمي اداره –ښوونځې، مدرسه، پوهنتون...- کې يو معلم او استاذ خپلو زده کونکو ته په الحادي، غربي، کمونيسمتي او ... ليدلورو علمي نظريات مطرح کوي په داسې حال کې چې همدغه ډول تحليل او تجزيه بل استاذ ناوړه بولي، دا او دې ورته نور متضاد تصورونه د زده کونکو په روزنه کې ستر خيانت دی او پايلې به يې ډېرې بدې وي.


په تربيوي ډګر کې د تېروتنو د پېژندولو مرجعيتونه

۱: دين اسلام.

۲: د روزنې په اړه د پوهانو نظرونه.

۳: عرف او عادت.

۴: ټولنيزه منځلاري.


تر ټولو لوړ او لومړی معيار له مونږ سره اسلام دی، څه ته چې دين تېروتنه ويلي وي، د هيڅ پوهاند نظر يې نشي سمولې، هيڅ عرف او عادت ورته جواز نشي ورکولی.

د متخصيصنو نظرونه هغه وخت د احترام او مننې وړ دي چې د دين سره په ټکر کې نه وي او هيڅکله ريښتيني نظرونه د دين سره ټکر نه کوي.

عرف او عادت د هغه ټولنې منل کېږي چې د دين سره په مقابله کې نه وي او د صالحې او مصلحې ټولنې اخلاق وي، اسلام د ټولو جاهلي دودونو سره کلکه او سالمه مبارزه کوي، معاصر او زاړه ټول جاهليتونه نړوي او پر ځای يې د الهي رحمته ډک دودونه د سالمو فطرتونو په لاس ږدي.

که يو پلار خپل اولادونه په قومي روحيه روزي، بد کوي ځکه د مسلمان سره معيار عقيده او کلمه ده ( البته د قوم سره مينه اسلام پاللې )، هر شکل او ژبه چې کلمه وايي او په اسلام باور لري سره يو ملت دی او د عقيدې په مزي ټينګ تړل شوي دي.

په افغاني ټولنه کې يو ځوان په غربي، هندي، ترکي او... کلتور او سليقه روزل – که څه هم نامشروع نه وي- درست کار ندې ځکه مونږ د يو ملت په حيث خپل فرهنګ او وياړونه لرو او د يو مسلمان امت په حيث خپل ارزښتونه الله راکړي دي، دا به ظلم وي چې مونږ خپل فرهنګ، سليقه او عنعنات، غربي، هندي يا ترکي کوو سره ددې چې زمونږ فرهنګ، سليقه او عنعنات کومه نيمګړتيا هم ونه لري.

د پوهانو نظرونه هماغه حکمت دی چې الله متعال يې ځينو افرادو ته د خپل علم څخه ورکوي، دا هغه افکار دي چې د سالم فطرت او تجربې څخه لاسته رازي او نسلونه يې د علمي تراث په توګه يوبل ته انتقالوي، د تربيې په برخه کې د خطاء پېژندلو دويمه مرجع همدا کېدلې شي خو بيا هم يادونه کوو هغه نظريات چې د دين سره په ټکر کې وي د يوې ټنګې ارزښت هم نه لري او بايد په دېوال وويشتل شي.

د ژوندانه ځينې برخې اسلام د انسانانو ټولنيز ژوند ته پرېښې دي، په دې معنی چې هلته يې داسې کومه مشخصه لاره نه ده ټاکلې چې په پوله يې ختل جرم وي، بلکې انسانان يې ازاد پرېښي تر څو ځانته داسې لاره انتخاب کړي چې د ټولو لپاره اسانه، عزتمنه او له ټولنيز عدالته ډکه وي.

دوي دغه لاره د اسلام د هغه عمومي لارښوونو په رڼا کې ترسيموي چې په الله پرستۍ، عدالت او خير باندې ولاړه وي، که خدای ناخواسته کوم عرف او عادت د اسلام د لارښوونو سره په ټکر کې راغې جرړې به يې له بېخه باسل کېږي.

دغه ډول عرف او عادت د تربيې لپاره بېلابېلې تګلارې لري، او خطاء يې هم په دغه عرف پېژندل کېږي.

ټولنيز منځلارېتوب چې د تربيې لپاره اړخونه او انډول ټاکي، په تربيه کې د خطاء پېژندلو بله مرجع ده.


څلورمه تېروتنه: د خطاء کونکي سره په تعامل کې سختي کول:

د هرې غلطۍ ترسره کونکي په اړه زمونږ تصور دا وي چې نوموړی منحرف او بې لارې دی او همېشه يې اراده دا وي چې زه بايد ناسم کار ترسره کړم.

دا تصور ناسم دی، کله به غلطي کونکی معذور وي، کله به جاهل او ناپوه وي او کله کېدای شي مريض وي.

نرم او زړه سوانده تعامل وسپنه ويلې کوي، په همدې خاطر د تېروتنو په اصلاح او سمونه کې نرمي زياته مهمه ده، سرکشه او باغي انسان-فرعون- ته چې الله خپل پيغام رسوونکی لېږي ورته وايي: تاسې دواړه فرعون ته ورشئ هغه سرکشه شوی دی، او نرمه خبره ورسره وکړئ شايد چې پند واخلي او له عاقبته وډار شي.

د انسانيت لارښود محمد  په نرمۍ کولو کې ستره نمونه ده.

يوه ورځ يو بانډه چي دننه په جومات کې جواب چاي ته کېناست، صحابه کرام د مسجد د احترام او بانډه چي د غلطۍ په اساس يو دم په بانډه چي راټول شول، بانډه چي لا د ادرار په حالت کې وه چې صحابه ؤ يې د پاڅولو هڅه پېل کړه، مهربان پېغمبر محمد  صحابه ؤ ته وويل: نوموړې په خپل حال پرېږدئ او وروسته په دغه ځاي اوبه واړوئ، بيا صحابه ؤ ته وايي: تاسې خو اساني کونکي راستول شوي يئ، نه سختي کونکي.

بيا يې دغه بانډه چي راوغوښت او ورته يې وويل: دا خو جوماتونه دي، دا ددې لپاره ندي چې بول-جواب چاي- او ګندګي دې پکې وشي، دا خو د تلاوت، ذکر او لمانځه لپاره دي.

وګورئ چې مهربان پېغمبر مو څه ډول نرمي د تېروتونکي سره کوي، او صحابه ؤ ته هم د اسانۍ توصيه کوي.

رسول اکرم  د نرمۍ په اړه وايي: چاته چې نرمي ورکړل شوې ده هغه ته خير ورکړل شو او څوک چې د نرمۍ څخه محروم شول، هغه له لوي خيره محروم شو.

مهربان محمد  د دښمنانو سره هم نرم تعامل کاوه، يو ځل يهودي ګروپ ورته راغې او سلام يې پرې داسې واچوه-السام عليکم-( مرګ په تاسو) دا الفاظ يې د السلام عليکم په ځاي د ژبې په تاوولو ورته وويل، رسول الله  ورته فقط دا الفاظ وويل: وعليکم- او پر تاسې دې هم وي- هست عايشه صيب غوسه شوه او د يهودو په ځواب کې يې وويل: ژباړه: او پر تاسې دې مرګ او لعنت وي.

مهربان نبي  هست عايشې صيب ته وايي: درېغ وکړه، بيړه مه کوه الله متعال په هر کار کې نرمي خوښوي، عايشه ابۍ ګمان وکړ لکه چې رسول اکرم  د يهودو په سلام پوهه نه شو، نو ورته يې وويل: ای د الله رسوله! تا د دوي خبره وانه ورېده؟ رسول اکرم  ورته وايي: ولې نه، ما هم ورته وعليکم وويل.

لنډه دا چې د خطاؤ په سمونه کې نرمي نه کول يوه بله خطاء ده چې مونږ پرې اخته يو، د انسان فطرت داسې دی چې سختي او زشت تعامل نه خوښوي، تاسې له هغه وګړو وپوښتئ چې په فطري لحاظ ترخه او توندمزاجه دي هغوي هم د ځان لپاره دغه ډول چلند نه خوښوي، جالبه داده هغه خلک چې مېرمنې يې توندمزاجه او زشتې وي له نورو يې زر ويښته سپېنږي او د مهربانه او نرم مزاجه مېرمنو خاوندان عمر تر پايه ارام او اسوده وي، هدف مې له دغه خبرې دا وه چې د سختۍ او نرمۍ په اړه زر پوهه شئ او په اصلاحي چارو کې ورته پوره پاملرنه وکړئ.

هغه مکاتب فکر چې په منهج کې يې توندروي او سختي ده وګړي يې خلکو ته منفور او شکمن ښکاري، بالمقابل نرمي کونکي له زيات وګړيز قوت څخه برخمن دي، سختي کونکي په تجربوي لحاظ د خپل کار څخه زر په شا کېږي او نرمي کونکي بيا په ارام زړه خپل کار ته دوام ورکوي، هغه سېلاب چې په زور او شور سره راوزي زر بېرته غلې کېږي، سيندونه او واورينې اوبه بيا په کراره خو همېشه بهېږي، د اوړي باران د خپلې سختۍ او شور سره نيمه ورځ هم دوام نه کوي، په داسې حال چې د ژمي باران بيا د خپلې ارامۍ او نرمۍ سره په اونيو ورېږي.


پنځمه تېروتنه: بيړنی، انتقامي او احساساتي تعامل: 

د خطاء او تېروتنې په سمونه کې له فکر او تعقل پرته وردانګل، د شته تېروتنې ناوړه پايلې رامنځته کوي، احساساتي او غوسه ناک خلک په خپل ځان ډېر کنټرول نه لري، همدا وي چې زياتره وخت د خپلو کارونو په پايلو خپه او ناراضه وي، خو بيا دغه پښېمانتيا کومه ګټه ورته نه کوي.

کله، کله د يوې تېروتنې لامل ډېر ساده او بسيط وي، خو د ناببره سمونې په نتيجه کې په لويه ستونزه بدل شي، دا لدې کبله چې مونږ د تېروتنو سره انتقامي او احساساتي تعامل کوو، په عادي خطاء ستغې، سپورې او حتی شخړه هم کوو، په دې نه پوهېږو چې ستغې ويناوې او شخړې پخپله لويه تېروتنه ده، بدي په بدۍ لمنځه نه ځي، بلکې بدي به په نېکۍ سره محوه کېږي.

رسول اکرم  څه ښه فرمايي: پهلواني په پرځولو کې نه ده، بلکې پهلواني داده چې سړی خپل ځان په غوسه کې قابو کړي.

په طبعي ډول انسان د بدو او منکراتو په مقابل کې راولاړېږي او هڅه کوي چې مخه يې ونيسي، د مخنيوي لپاره که له تعقل او ژور فکر کار وانه خيستل شي همدا کار د سمونې په لاره کې بل خنډ دی.

دغه ډول عجله او بيړه د تېروتنې په سمونه او نتيجه دواړو کې خطاء ده، کله هم که مونږ د خطاء په معالجه کې د خپل کار نتيجه په بيړه غوښته نو پوهه شه چې مونږ خپله په اشتباه کې غورزېدلي يو، مونږ په داسې هڅو او تګلارو مکلف يو چې معقولې او سالمې وي، نور نو نتيجه د الله په اراده کې ده.

فردي، ټولنيزې، کورنۍ او...ستونزې او خطاوې د خپل حجم په اندازه وخت او فرصت ته اړتيا لري، مونږ به يې نتيجه په بيړه نه غواړو.


شپږمه تېروتنه: تېروتنې ته حقيقي حجم نه ورکول:

 يوه بله خطاء چې مونږ پکې زيات واقع کېږو داده چې مونږ خطاء ته د خپلې اندازې له رويه نه ګورو، يايې له حقيقته ډېره لويه بولو او يا يې کوچنۍ، د خطاء په حق کې دغه ډول افراط او تفريط مستقيماً په معالجه باندې اغېزه پرېباسي، همدا وجه ده چې مونږ کله په يوه وړه خطاء بلکل له احساساتو پړسېږو او کله نو بيا ډېره لويه تېروتنه بابيزه ګڼو.

د خطاء په حق کې عدالت او اصلي حقيقت او اندازه پېژندنه ځکه اړينه ده چې د سالمې معالجې لپاره د خطاء سمه پېژندنه ضروري ده په داسې ډول چې دغه پېژندنه بلکل له افراط او تفريط څخه خالي وي، ځينې خطاوې ددې وړ وي چې سړی ترې چوپ شي، خو ځينې بيا په هر حالت کې څرګند او صريح موقف غواړي او هيڅ ډول مجامله په کې ممکن وي.

همدا وجه ده، هغه څوک چې تېروتنو ته په ګردجنو عينکو او دوربينونو کې ګوري، د تېروتنو حقيقت او اندازه نشي درک کولې، د معالجې فساد يې د تېروتنې له فساده زيات وي او يا خو بلکل په فساد کې اخته وي او دی ګمان کوي چې زه اصلاح او سمونه کې مصروف يم.

د خطاؤ سره په تعامل کې فقه الاولويات، فقه التوازن او ترجيح بين المصالح والمفاسد باندې پوهه اړينه ده، تر څو د خطاء په سمونه کې بريالي شو او معالجه مو ګټوره شي.

يو مثقف مسلمان او عاقل انسان تېروتنو ته په متوازن او ريښتينې نظر ګوري، لوي ورته کوچني نه ښکاري او کوچني لوي نه ويني، د کايناتو څښتن هر څه ته خپل وزن او اندازه ورکړې ده، الله متعال فرمايي: قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا. سورة طلاق

ژباړه: په يقيني توګه الله تعالی هر شی په خپله اندازه پيدا کړی دی.

بل ځای فرمايي: وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا. سورة بقرة

ژباړه: او هم دغه ډول مونږ تاسې ميانه رو امت ګرځولي يئ.

د خطاء سره د تعامل په اړه د رسول اکرم  يو جالب حديث بخاري صيب روايت کړی دی: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَا عَائِشَةُ لَوْلَا قَوْمُكِ حَدِيثٌ عَهْدُهُمْ قَالَ (ابْنُ الزُّبَيْرِ بِكُفْرٍ) لَنَقَضْتُ الْكَعْبَةَ فَجَعَلْتُ لَهَا بَابَيْنِ بَابٌ يَدْخُلُ النَّاسُ وَبَابٌ يَخْرُجُونَ. رواه البخاري

ژباړه: رسول اکرم  عايشه بي بي ته فرمايي: اي عايشی! که چېرته ستا قوم نوی نه وی مسلمان شوی- ابن زبير صيب وايي: د کفر څخه لږ وخت کېږي چې دوي مسلمانان شوي ؤ- نو ما به دا کعبه ړنګه کړې وی (له سره به مې په ابراهيمي بنسټونو اباده کړی وی) او دوه دروازې به مې په کې پرېښې وی، په يوه دروازه به خلک ننوتل او په بله دروازه به ترې وتل.

ګورئ چې د الله پيغمبر يو جائز کار په دې خاطر نه کوي چې خلک په تشويش او غلط فهمۍ کې واقع نشي.

امام مسلم صيب هم دغه حديث په خپل صحيح کې په لږ تغير سره راوړی دی، نووي صيب ددغه حديث په شرحه کې وايي: وَفِي هَذَا الْحَدِيثِ دَلِيلٌ لِقَوَاعِدَ مِنَ الْأَحْكَامِ مِنْهَا إِذَا تَعَارَضَتِ الْمَصَالِحُ أَوْ تَعَارَضَتْ مَصْلَحَةٌ وَمَفْسَدَةٌ وَتَعَذَّرَ الْجَمْعُ بَيْنَ فِعْلِ الْمَصْلَحَةِ وَتَرْكِ الْمَفْسَدَةِ بُدِئَ بِالْأَهَمِّ لِأَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَخْبَرَ أَنَّ نَقْضَ الْكَعْبَةِ وَرَدَّهَا إِلَى مَا كَانَتْ عَلَيْهِ مِنْ قَوَاعِدِ إِبْرَاهِيمَ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَصْلَحَةٌ وَلَكِنْ تُعَارِضُهُ مَفْسَدَةٌ أَعْظَمُ مِنْهُ وَهِيَ خَوْفُ فِتْنَةِ بَعْضِ مَنْ أَسْلَمَ قَرِيبًا وَذَلِكَ لِمَا كَانُوا يَعْتَقِدُونَهُ مِنْ فَضْلِ الْكَعْبَةِ فَيَرَوْنَ تَغْيِيرَهَا عَظِيمًا فَتَرَكَهَا صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ. مسلم شرح النووي

ژباړه: دغه حديث د دين د ځينو قواعدو لپاره څرګند دليل دی: کله چې د مصلحت او مفسدې ترمنځ تعارض او ټکر راشي او د دواړو ترمنځ داسې جمع چې مصلت رامنځته شي او له مفسدې ساتنه وشي ممکن نه وه، نو دلته حکم دادې چې په اهم بالاهم به عمل کېږي.

ځکه رسول اکرم صلی الله عليه وسلم دا يادونه چې کعبه ړنګ شي او له سره په ابراهيمي قواعدو ورغول شي؛ مصلحت ؤ، مفسده ورسره دا ملګرې وه چې ځينې نوي مسلمانان شوي به د کعبې سره د زياتې عاطفې او مينې له کبله په فتنه کې وغورځېږي او دا کار لوي فساد او تاوان دی؛ رسول اکرم صلی الله عليه وسلم له دغه وجې د کعبې بيا ودانول پرېښودل. 


اومه تېروتنه: د تېروتونکي د عمر په نظر کې نه نيول: 

ډېری وختونه داسې کېږي چې مونږ د يوې خطاء په سمونه کې د خطاکونکي عمر ته نه ګورو، د ماشوم، مراهق، او بالاخره د پاخه عمر خلک خپلې ځانګړتياوې او ارزښتونه لري، ماشوم تر ډېره په عاطفه او مينه کولې شو له خطاء راوګرځو برخلاف که له زور مو کار واخيست ماشوم په مخالفت او مقابله لاس پورې کوي؛ له څه چې يې ته منع کوی هماغه کوي.

د عمر هر پړاو خپلې ځانګړنې لري که د خطاؤ په معالجه کې ورته پام ونشي بدې بلاوې او ستونزې به رامنځته شي او هيڅکله به په خپل هدف کې بريالي نشو.

د ماشوم د خطاء په تصحيح کې مينه، عاطفه او ولوله زياته مؤثره ده، د دغه عمر يوه ځانګړنه داده چې ډېر داسې کارونه شته چې په دغه عمر کې خطاء نه شمېرل کېږي، ولې برخلاف که د عمر په يو بل پړاو کې ترسره شي تېروتنه بلل کېږي.

د مراهق ( بلوغ ته د داخلېدو پړاو) د عمر يو کليدي پړاو دی، دغه وخت انسان د ماشومتوب احساس کوي، خو تعامل بايد ورسره د يو پاخه عمر اوعقل لرونکي په څېر وشي ځکه له همدغه ځايه دې خپل ځان ته د لوړاوي يا کمترۍ احساس ورکوي په همدې اساس د تېروتنو په سمونه کې بايد ورسره له ډېر احتياط څخه کار واخيستل شي، تر څو د منکر په تغير کې د شته منکر لوي او بدتر منکر رامنځته نه شي.


ابن القيم رحمه الله د منکر د تغيير څلور پړاوونه ذکر کړي دي:

۱: منکر بيخي لمنځه لاړ شي.

۲: چې منکر کمزوری، کم او ساحه يې راتنګه شي.

۳: د شته منکر په لرې کولو يو بل منکر چې له دغه منکر کوچنی وي رامنځته شي.

۴: د شته منکر په لرې کولو له دغه منکر لوي او خطرناک منکر راپيدا شي.


لومړي دواړه ډولونه پرته له شکه مشروع دي، دويم ډول يې د دعوتګر اجتهاد ته پرېښودل شوی دی د اصلاح او فساد دواړه اړخونه به يې سنجول کېږي او د څلورم ډول په حرمت کې شک نشته.

هدف دا چې تېروتنه يو منکر دی، په تصحيح او تغيير کې بايد له پوره ځيرکتيا کار واخيستل شي، هسې نه خداناخواسته په يوه بله بده بلا وانه وړو.

د لوي او پاخه عمر خلک خپلې فطري ځانګړنې او غوښتنې لري، د خطاء د سمونې پر وخت که له پامه وغورځېږي، يا ورسره د ماشوم په څېر تعامل وشي، لرې نه ده چې مونږ دې په يوه بله لويه ستونزه کې اخته شو.

احترام، ستاينه، د هغه منزلت او مقام پېژندنه دا هغه څه دي چې بايد هيڅ له پامه ونه غورځول شي.

ابراهيم عليه السلام چې د خپل مشرک پلار تېروتنه (شرک) سموله نو داسې ورته نه وايي: ای مشرکه! بلکې ډېر په خوږ تعبير ورته غږ کوي ورته وايي: ای پلارجانه!

رټنه، بغض، تکبر او... که د لويو او پاخه عمر خلکو د خطاء په سمونه کې ملګري شول د يوې لويې فاجعې وېره شته چې رامنځته شي.

رسول اکرم صلی الله عليه وسلم درانه او شريف خلک نازوي او په اړه يې وايي: « أَقِيلُوا ذَوِى الْهَيْئَاتِ عَثَرَاتِهِمْ إِلاَّ الْحُدُودَ ». ابوداود

ژباړه: درنو او شريفو خلکو د لغزشونو او خويدونو تېر شئ؛ مګر په حدودو کې يې لحاظ مه کوئ.

دا ځکه چې درانه او شريف خلک پخپله د اشتباهاتو ځان ساتي، کله کله د انساني کمزورئ له مخې په اشتبهاتو کې غورزي نو تاسې هم سترګې پرې پټې کړئ، البته د الله د حدودو هيڅوک لوړ نشته او په ټولو به يو ډول تطبيقېږي.

وګورئ چې څنګه د الله رسول دغه باريکۍ ته مونږ متوجه کړې يو.


اتمه تېروتنه: د تېروتنو د اسبابو پرځای علايم او نښې معالجه کول: 

ډېر کله داسې هم کېږي چې مونږ د خطاء او تېروتنې اساسي سبب ونه پېژنو او په دې ګومان چې دا يې لامل دی، د اعراضو معالجه کوو؛ دا کار شايد په مؤقت ډول يو څه ګټه ولري البته ستونزه لمنځه نه ځي.

مثلا يو ماشوم په غلا کولو پيل وکړي، د ماشوم ولي د ددغه کار د مخنيوي په خاطر د وهلو، ټکولو او رټنې څخه کار اخلي، که څومره هم په دغه ضرب وشتم کې بيړه او زياتوالي وکړي، د ستونزې( غلا ) اساسي علاج نه دی.

د ماشوم د غلا کولو تر شا شايد نور اهداف وي چې د هغې معالجه اړينه ده، کېدای شي دا لامدې لاملونه وي چې ماشوم يې غلا کولو ته وادار کړی وي:


۱: ماشوم ته د هغه مناسب مصارف نه ورکول.

۲: خپل مشران يا د کورنۍ او فاميل خلک په دغه کار ( غلا کولو ) ګوري.

۳: يو داسې څوک ځانته ماډل او بېلګه کوي، چې دا غلا کوي.

۴: د نورو په حقوقو ناخبري.


د هرې ستونزې او مرض تر شا يو بلا اسباب او لاملونه شته چې درک کول يې اړين دي او له دې يې زياته اړتيا د مناسب علاج پيدا کول دي.

د ستونزې د لامل په درک کې دقت ځکه پکار دی چې کېدلی شي د يوې ستونزې مختلف لاملونه په مختلفو خلکو کې موجود وي، دې ته مو هم بايد پام وي؛ چې د ستونزې همدا يو لامل په مختلفو خلکو کې مختلفو او مناسبو علاجونو ته اړتيا لري.

دا د تېروتنو په معالجه کې هغه عمومي تېروتنې وی چې مونږ اوس ورسره عملا مشت وګرېوان يو، دا چې هر ډګر ځانګړې خطاوی لري، که ممکنه وه او الله توفيق راکړ له هر يوه به ځانګړې يادونه وکړو ان شاءالله.

حبيب الله منيب ساپی

 

0 Response to "حبيب الله منيب ساپی ليکنه: په سمونه کې ښويدنې!"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article