شاعر سپين کوچی: افغانستان په هکله جالب شعر
Monday, July 12, 2021
Comment
افغانستان...
په سرو سترګو رنځور افغانستان راته ویل
نا دودې دي، جنګونه دي، فساد دی؛ او زۀ یم
نو خپل بچي مې ولې پۀ سرو سترګو ژړوي ؟!
ټول عمر پۀ ما دغه انتقاد دی؛ او زۀ یم
پر مخ یې راشیندلي راته خاورې او خځلې
را لوتی چې له هرې خوا نه باد دی؛ او زۀ یم
راکړی راته رب جمال او حُسن، خو ساده یم
پۀ دې د ډېرو رخه او عناد دی؛ او زۀ یم
نه،نه چې بد ګمانه ګوره پام راباندې نۀ شي
نه،نه ګوره بل څوک نشته ، ستا یاد دی؛ او زۀ یم
بل ځای کې یې له بل چا سره ځکه زړۀ تنګیږي
کوچي باندې خو ګران جلال آباد دی؛ او زۀ یم
ــــــ
بیا ځلې
د امن پۀ هیله...
0 Response to "شاعر سپين کوچی: افغانستان په هکله جالب شعر"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com