سالم فکر اوکړئ

ايا ساينس الحاد (atheism) ته لار زېږوي؟ دريمه برخه

ايا ساينس الحاد (atheism) ته لار زېږوي؟ دريمه برخه

ايا ساينس الحاد (atheism) ته لار زېږوي؟ يا 

 ايا دين د ساينس د علم په واسطه رد کېدلاى سي؟ 

درېمه برخه

دوهمه غلطه انګېرنه چي ساينس کار کوي ځکه ئې ادعاوي مطلق حقيقي دي 

د لوړو ادعاوو دوهمه غلطه انګېرنه دا ده چي ساينس کار کوي نو ځکه ادعاوي او نتاېج ئې مطلقاً حقيقي دي. خو دغه انګېرنه هم غلطه ده. که د ساينس تاريخ مطالعه کړو دا به راته جوته سي چي پخوا ډېر داسي ساينسي نظريات عام وه چي کار ورڅخه اخيستل کېدئ او د وخت حقايق ګڼل سوي وه. اما د وخت په تېريدو خپله د ساينسپوهانو لخوا هغه نظريات رد سوه. د مثال په توګه په اولسم مېلادي پير کي ېوه نظريه چي The Theory of Phlogeston نومېده، ساينسپوهانو استفاده کول. نظرېه داسي وه چي کوم څيزونه اور اخلي، هغه د فلوګيسټون د مادې په نوم هوا خوشي کوي. Dan Rutherford په 1772 کي همدغه نظريه ومنل او نايټروجن ئې کشف کړ. پاته دي نه وي چي څو کاله وروسته همدغه نظريه چي د نايټروجن د کشف سبب شوې وه، غلطه ثابته شوه. هدف دا دئ چي که څه هم ساينسي نظريه غلطه وي، بيا هم ساينس کار کوي. دا معنا نه لري که ساينس کار کوي، خامخا دي نظريه هم ريښتينې وي. داسي مثالونه د ساينس په تاريخ کي ډېر تېر شوي دي. Samir Okasha په خپل کتاب 'د ساينس فلسفه' کي وايي چي د ساينس په تاريخ کي ډير داسي څيزونه وړاندي شوي چي اوس مهال ئې موږ غلط بولو مګر پخوا په تجربوي توګه ډېر کاميابه وه. همداسي پروفېسر اليس سوبر وايي چي غلط ساينسي موډلونه ځيني وخت تر حقيقي موډلونو ښه تمام شوي دي.


ژباړه: منير احمد قلم مل

لېکچرر: Hamza Tsortzis

YouTube

اوله برخه:

دوېمه برخه 



0 Response to "ايا ساينس الحاد (atheism) ته لار زېږوي؟ دريمه برخه"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article