شاعر: وقايت الله وقار صيب, څوک د غرور بام ته ختلي دي په مــال باندې!
Thursday, January 13, 2022
Comment
څوک د غرور بام ته ختلي دي په مــال باندې
څوک فخر کاندي په شهرت او په کمال باندې
آن تر ادمه پورې خوله اچـــــوي څـه غږېږي؟
ځوان لا خبر نه دی، د هر څــه په زوال باندې
د يوسف حسن هم د ناز وړ په ژوندوني نه وو
ته مه نازېږه په دې لږ غوندې جـــــــمال باندې
زما ماشوم زړه د دنيا په قانـــون نه پوهېږي
په نه خبره اکــــــثر اوړي غټ جنـجال باندې
ته تورتمونه پاشـــــه مونږ به رڼاګانــې راوړو
خوند کړي چې ولو تورتمونه په مشال باندې
زما د مشرې قافلې سالاره ويــښ اوســــېږه!
خدای پاک دې مه اړوه کله په وبـــال بانــدې
دا لوی ملت د باوقاره ژونــد په هيلــــه پايي
ربه ورپېښ ېې کړې همدغــسې مجال باندې
#وقار
#جلال_آباد
0 Response to "شاعر: وقايت الله وقار صيب, څوک د غرور بام ته ختلي دي په مــال باندې!"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com