الله ته د رسېدلو لار
الله ته د رسېدلو لار
له حسن الجوزجاني رحمه الله څخه پوښتنه وشوه، ویل: الله ته د رسېدلو لار څنګه وي؟
الجوزجاني رحمه الله ویل: ډېره روښانه او له شبهې څخه لېري لار ده
او هغه لار ده چي؛
- قولاً
- عملاً
- عزماً
- عقداً
- او نیتاً
د رسول الله ﷺ د سنت تابع وي، ځکه چي الله فرمایي:
ۖ وَإِن تُطِيعُوهُ تَهْتَدُوا ۚ [سُوۡرَةُ النُّور : 54]
ژباړه: كه د هغه (ﷺ) اطاعت وکړئ، نو په خپله به سمه لاره ومومئ.
بیا یې ورته وویل: د رسول الله ﷺ سنت ته د رسېدلو لار څنګه ده؟
الجوزجاني رحمه الله ویل:
- له بدعت څخه ځان ساتل او د هغه څه پیروي کول پر کوم څه چي د اسلام د لومړۍ پېړۍ علماء راټول/متفق شوي دي
- د علم الکلام والا له مجلسونو څخه لېري اوسېدل
- او د رسول الله ﷺ د ابراهیمي کړنلاري اقتداء کول.
او دا هغه څه دي چي رسول الله ﷺ د الله د دغه قول په اساس موږ پرې امر کړي یو، الله فرمایي:
ثُمَّ أَوْحَيْنَآ إِلَيْكَ أَنِ اتَّبِعْ مِلَّةَ إِبْرٰهِيمَ حَنِيفًا ۖ وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ [سُوۡرَةُ النّحل : 123].
ژباړه: بيا موږ تا ته دغه وحيي درولیږله، چي يوه لوري ته په مخ اړولو، د ابراهيم (علیه السلام) پر کړنلاره لاړ شه او هغه له مشركانو څخه نه ؤ.
[الاعتصام للشاطبي - (1/62)].
0 Response to "الله ته د رسېدلو لار"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com