په اسلامي او کفري قانون کي د ښځې حیثیت څه دئ ؟ (۲)
په اسلامي او کفري قانون کي د ښځې حیثیت څه دئ ؟ (۲)
ځواب: عبدالغفار جُبیر
په اسلام کي د ښځې ستر مقام:
۱: په اعمالو کي نر او ښځه سره برابر دي:
وَمَن يَعْمَلْ مِنَ الصّٰلِحٰتِ مِن ذَكَرٍ أَوْ أُنثٰى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولٰٓئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ وَلَا يُظْلَمُونَ نَقِيرًا (سورت النسآء: ۱۲۴)
ژباړه:
او څوك چي ښه عملونه وکړي، كه هغه نارينه وي او كه ښځه، په دې شرط چي هغه مؤمن وي، نو همداسي خلك به جنت ته ننووځي او د يوې ذرې په اندازه به پر هغو ظلم ونه شي.
۲: لکه څرنګه چي خاوند پر ښځه حق لري همداسي مېرمن پر خاوند حق لري:
وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِى عَلَيْهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ ۚ (سورت النسآء: ۲۲۸)
ژباړه: ژباړه: . د ښځو لپاره هم په نېکه توګه هماغسي حقوق دي، لكه څنګه چي د نارينه ؤ پر هغو حقوق دي.
۳: په دنيا کي بهترين شی نېکه ښځه ده
په حدیث شریف کي راځي:
وعن عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما ان رسول الله ﷺقال: الدنيامتاع وخير متاعها المرأة الصالحة.
ژباړه: د حضرت عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روايت دئ چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم و فرمايل چي دا دنيا ټوله (خير متاع) ده يعني دا هغه شي دئ چي انسان ورڅخه ګټه پورته کوي، خوند ورڅخه اخلي او د دنيا په ټولو شيانو کي چي انسان ګټه ورڅخه اخلي هغه نېکه او صالحه ښځه ده.
۴: نېکه ښځه د جنت د حورو سرداره ده:
په حدیث شریف کي راځي:
هغه ښځه چي د خاوند سره يو ځای و جنت ته ولاړه شي هغه به د جنت د حورو سرداره وي، په جنت کي به د ټولو عمرونه او قدونه يوه اندازه وي له ټولو نقصانونو څخه به پاکه وي.
0 Response to "په اسلامي او کفري قانون کي د ښځې حیثیت څه دئ ؟ (۲)"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com