الله(ج) ولي اوبه بې رنګه، بې خونده او بې بويه پيدا کړي دي؟
ایا تاسې کله په دې اړه فکر کړی دي!!
چې الله(ج) ولي اوبه بې رنګه،
بې خونده او بې بويه پيدا کړي دي؟؟🤔
که الله(ج) اوبه په یو خاص رنګ کې پيدا کړي وای،
نو اوس به هغه ټول شیان د یو رنګ درلودونکي وای
چې بقاء او پرورش یي پر اوبو ولاړ دي...!
او که الله(ج) اوبو ته یو خاص خوند ورکړی وای،
نو اوس به د ټولو سبزيجاتو او مېوو خوند یوشان وای....!
ځکه د مېوو او سبزيجاتو ژوند او بقاء هم اوبو ته محتاجه ده...!
او که الله(ج) اوبو ته یو خاص بوی ورکړی وای،
نو اوس به د ټولو ګلانو بوی هم یو شان وای.....!
همدارنګه د انسان په بدن کې موجوده اوبو ته وګورئ:
1⃣ د خولې اوبه خوږې دي.!
2⃣ د غوږونو اوبه ترخې دي.!
3⃣ او د سترګو اوبه نمګینې دي.!
د خولي اوبه یي ځکه خوږې پيدا کړي دي،
چې خوند پرې محسوس شي....!
د غوږونو اوبه یې ځکه ترخې پيدا کړي دي،
چې کومه حشره وغیره که چېرې غوږ ته داخله سي،
نو د دې ترخو اوبو تریخوالی به یې ووژني....!
او د سترګو اوبه یي ځکه نمګینې پيدا کړي دي،
چې د جراثیمو او بکتریاوو پر وړاندې یو مضبوط نظام موجود وي....!
فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ. [سُوۡرَةُ الرَّحمٰن : 13]
نو (اې پېريانو او انسانانو) تاسي به د خپل رب كوم كوم نعمتونه درواغ وګڼئ؟
0 Response to "الله(ج) ولي اوبه بې رنګه، بې خونده او بې بويه پيدا کړي دي؟"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com