وقايت الله وقار صيب شعر د دره نور ولسوالۍ په باره کی!
Thursday, July 8, 2021
Comment
وقايت الله وقار صيب شعر د دره نور ولسوالۍ په باره کی!
ستا په وجود مې د احسان لمر هماغسې پاتې
لکه وطن کې چې شمشاد غر هماغســـې پاتې
ټول اندامونه دې ټوک ټوک د انقلاب لمبو کړل
پښتونه يو دې د غــــــرور سر هماغــسې پاتې
مونږ د نړۍ په هره څـــنډه کې الفت ګورو هی
خو په وطن مو د نفرت شر هماغســــــې پاتې
د شرق او غرب په دربارونو باندې وګرځـــېدو
خو د دعاوو حقيــــــــقي در هماغـــــسې پاتې
د جنګ لپــــاره د پرديو لاسنيــــــوی خوښوي
زما ولس کې د وحـــشت کر هماغســــې پاتې
د ستمونو دروازې دې مسلســـل خلاصېــــږي
خو تړل شوی د رحمـــت ور هماغـــسې پاتې
زما په لوی بدن ښامار خوله لګولې خـــــدايه
که لر زخــمي دی نو ټپي بر هماغســـــې پاتې
وقاره، دلته د تغيير غږ څه اســـــــــانه نه دی
بلا پېړۍ وشوې غلـــــط زوٙر هماغســې پاتې
#وقار
#دره نور
0 Response to "وقايت الله وقار صيب شعر د دره نور ولسوالۍ په باره کی!"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com