د دعاء ارزښت، قبوليت، او ډولونه!
【【ددعــــــــــاء أرزښـــــــــــت، قبوليـــــــــــت، اوډولــــــــونــــــه】】
《بسم اللّه الرّحمن الرّحيمْ 》
محترمو ورونو ، داښويوه واضحه خبره ده بلکه دلمر دسترګي هم روښانه ده چي ټول مخلوقات اللّه جلّ جلاله ته اړ اومحتاج دي ،
اوالله جلّ جلاله بيا هيچاته محتاج ندي، بي نيازه (الصّمد) ذات دي،
نوځکه هريو مخلوق دخپل حاجت دپوره کولو لپاره اللّه جل جلاله ته
چي ( المُجِيبْ) ذات دي رجوع کوي، ترڅو يی اللّه جل جلاله اړتیاوي
پوره کړي،
اللّه جل جلاله فرمايی · (يآأيّهاالنّاسُ أنتمُ الفُقرآءُ الی اللّه واللّهُ هُوَالغنّيُ الْحَمِیـــــــــــدْ) الأيـــه
ژباړه : اي خلکو تاسو اللّه جلّ جلاله ته اړ اومحتاج ياستۍ، او اللّه جلّ جلاله غني اوبي نيازه دي هيچاته محتاج ندي اللّه جلّ جلاله په هرکار کي دستايني وړدي،
نوبنده ګانو ته پکار ده چي خپل ټول حاجتونه دهغه ذات څخه وغواړي چي هغه قادر او رازق ذات دي، هغه عالم دي په هرحال دمخلوق باندي، که بنده په هر ځاي کي، په هرحال کي، په هره ژبه
ددعاء اوفرياد لاسونه لپه کړي (الْمُغني) ذات ته ، نوزردي چي دعابه يی په ښه شان سره قبوله شي ،
اللّه جلّ جلاله فرمایی· (وقالَ ربُّکم اُدعوني أستجِب لکُم انّ الّذينَ یستکبِرُونَ عن عبادَتي سيدخلونَ جهنّمَ داخرین ) ألايــــه
ژباړه: فرمایی رب ستاسو وغواړۍ زماڅخه زه ستاسي دعا قبلوم،
یقیناً هغه کسان چي هغوي زما دعبادت اودعا غوښتني څخه لوي کوي
زردي چي جهنم ته به ذلیله داخل شي،
بورتني آیات کریمه کي ( الْمُجِیــب) ذات ددعا دروازه دبنده ګانو په مخ
پرانستي ده اوحکم یی کړي چي زما څخه وغواړۍ په هر حالت ،که شپه وي، که ورځ وي، که حاجت مو لوي وي، او که کوچني،بس زه ستاسي دعا قبلوم،
( الحدیـــــث ) رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایی .
( انّ ربّکم کریـــمٌ یَستحي من عَبده اذارَفَعَ الیِْهِ یدیْهِ انْ یرُدَّهُما صفرا)
ژباړه : بیشکه ستاسي رب ډیر حیاناک، اوکریم دي حیاکوي دخپل بنده نه کله چی پورته کړي لاسونه بنده خپل رب ته او واپس کړي هغي لره خالي لاسونه.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
《ددعــــــاءقبولیــــــــت》
دمؤمن هره دعا قبليږی ځکه چي الله جلّ جلاله یی وعده کړي ده چي مخکي ورته اشاره شوي،
البته دعا به دخپلوۍ دپريکولو، یاګناه کولو غوښتنه نه وي،که څوک داډول دعا کوي نو دا دعا یی اللّه جل جلاله دخپلي مهربانۍ له مخي
نه قبلوي، ځکه داډول دعاء په قبلیدو کي خپله انسان ته تاوان رسيږي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
《 ددعـــــــــاء دقبولیـــــت ډولـــــــــــونـــــــــه 》
ددعا قبولیت دري ډوله دي،
لومړی. دکوم شي چي انسان غوښتنه کوي همدغه شي به الله جل جلاله ورته ورکړي زر یاوروسته وخت کي،
دوهم. انسان چی کله دغم اوزیان سره مخامخ کیدونکي وی نو اللّه جل جلاله دعاء دهمدغه راتلونکو غمونو اوزیانونو په وړاندي سپرکوي
اوساتي یی،
دریم. هغه دا بنده چي کله دعا وکړي نو اللّه جلّ جلاله دبنده دعاء داخرت لپاره ذخيره کوي، په اخرت کي چي بنده دخپلو دعاګانو ثوابونه وویني، نوتمنا به کوي چی کاشکي ټولي دعاګاني یی داخرت
لپاره ذخيره شوي وایی،
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
《 ددعــــاء لپاره څه اداب دي》
لومړي. دحرامو نه مکمل اجتناب کول،
دوهم. اخلاص، اوحاضرول خپل زړه لره،
دریم. قبلي ته مخامخ کیدل،
څلورم. داللّه جل جلاله حمد اوثناء ویل،
پنځم. په رسول الله درود ويل،
شپږم. لاسونه په عاجزۍ سره پورته کول،
اووم. اللّه جل جلاله ته خپل نيک اعمال او اسماء حسنی وسيله کول،
اتم. دخپلي ګناه اعتراف کول،
نهم . په امید، مينه کوشش، اوالحاح سره دعا غوښتل،
لسم. تلوار نکول چي ګني دعاء مي وکړه او قبوله نه شوه،
ــــ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ــــ
{نــــــــــــوټ } ددعاء غوښو پر وخت خپل ورور ددعاء څخه هيرنکړۍ، هيــــــــــــــــــــله کوم.
0 Response to "د دعاء ارزښت، قبوليت، او ډولونه!"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com