معاصر فزيک پوهان او د خالق وجود (٢ برخه)
معاصر فزيک پوهان او د خالق وجود (٢ برخه)
د مادې د مسلسله تقسيماتو کشف ډېره اکتفا کوي چي د الحاد د مادې د ابديت ټولي هيلي ور ړنګي کړي (مخکينى پوسټ). که ئې نه وي کړي، د لويي چاودني نظريې حتماً هيلي ور ړنګي کړې. همدغه نظريه وه چي د طبعيت يا يې د کومي برخي د ابديت مفکورې ته د پاى ټکى کښېښود. خو څنګه؟
د طبعيت د علم ماهرين په دې باور دي چي لويه چاودنه (Big Bang) نه يواځي دا چي په ابتدائيه هيڅوالي (نېستۍ/نشتون/مطلق خاليګاه) کي د مادې او انرژي د راڅرګندېدو تفسير کوي، بلکې د فضا او مهال (وخت) د رامنځته کېدو نمائيندګي هم کوي. طبعيت په فضا او وخت کي نه دى رامنځته سوى؛ بلکې فضا او وخت د رامنځته سوي طبعيت برخه دي. (Davies, 123)
د لويي چاودني په هکله تر ټولو لويه غلط فهمي او تعبير دا دئ چي لويه چاودنه د فضا په يو تشه/خاليګاه کي د متراکمي مادې څخه پيل وکړ. فقط ماده (matter) د ستري چاودني پر مهال نه ده رامنځته شوې؛ فضاﺀ او وخت (space and time) هم د لويي چاودني په دوران کښي رامنځته سول. نو لکه څنګه چي مهال (وخت) د پيل نقطه درلوده، همداسي فضاﺀ د پيل نقطه درلوده. (Boslouh, 46)
په ابتداﺀ کي هيڅ څيز شتون نه درلود. نه وخت او نه فضاﺀ، نه ستورو او نه سياراتو، نه ډبرو او نه هم نباتو، نه انسانانو او نه هم حيواناتو. هر څه د هيڅ څيز/نشتون څخه رامنځته سوه. (Fritsch, 3)
لکه څنګه چي مو مخکي وويل، د خالق د موجوديت او نه موجوديت تفتيش د تجربوي علومو اړوند مضموني بحث نه دئ. خو ساينس پوهان هم انسانان دي. دوى هم د خپل تجربوي علومو د غير ساينسي خو مهمو انګېرنو په اړه په فکر کولو کي بېواکه دي. دوى حتى د دا ډول انګېرنو پر وړاندي د خپل احساساتو افاده کول لا نسي محوه کولاى.
جېسرو (Jasrow) د اينسټاين په اړه وايي:
اينسټاين (Einstein) ته د طبعيت د چاودني د لاري هستېدلو مفکوره خوند نه ورکول ځکه چي هغه دا معنا په ځان کي لرل چي کائينات مبداﺀ او د پيل نقطه درلوده. هغه De Sitter په نامه شخص ته په يو خط کي ليکلي وه، "د وسعت/فراخت کوونکي طبعيت نظريه ما قاروي/ځوروي"
د رياضيکي فورمولونو په يو بحث کي دغه ډول لهجه انتهايي نادره او احساساتي ژبه ده. زه داسي فرضوم چي اينسټاين ته د وخت د مبداﺀ درلودلو مفکورې ډېر بې قراري بخښلې وه، ځکه چي دغه نظريې ديني انګيرني او ربط په ځان کي لرل. (Jasrow, 29)
ګېسټرو Gastro د نورو ساينسپوهانو ورته عکس العملونه هم راوړي لکه د Eddington, چي وايي نوموړي ته د طبعيت په پيلېدو راتلل بدخونده مفهوم وو (122). همداسي ګسټرو Gastro د دوى دا ډول احساساتي غبرګون له دې سره وصفوي چي دوى (ساينسپوهان) د هيڅ يو طبعيي پديدې په اړه داسي فکر نه کوي چي هغه دي د شرحه کيدلو قابل نه وي. همداسي د ساينسپوهانو پر دغه ډول غبرګون باندي څرګندونه کوي چي دوى د ساينسي فکر څخه زيږنده غبرګون په زړه پوري او فرضاً د عقدې او تعصب څخه پاک ګڼي، کله چي ساينسي شواهد د دين د ارکانو سره په ټکر کي راسي. خو حقيقي کيسه دا ده چي ساينسپوهان هم عيناً د عام خلګو په ډول غبرګون ښيي کله چي ئې باورونه د شواهدو سره په ټکر کي راسي. په مقابل کي دواړه ناقراره کيږو، داسي اټکل کوو لکه اختلاف دي شتون نه لري او يا هم دغه اختلافات په بې معنا کليمو پرده کؤو. (Jasrow, 15-16)
که ماده، وخت، او فضا د هستېدو مبدا درلوده، سوال پيدا کيږي چي دوى څنګه په هستېدو/شتون راغله؟
(دوام په راتلونکي پوست کي)
ليکوال: دوکتور شېخ جعفر ادريس
ژباړه: منيراحمد قلم مل
اوله برخه
https://www.facebook.com/groups/salimfikr/permalink/550175419449315/
د مقالې کښته کولو لينک
https://www.muslim-library.com/english/contemporary-physicists-and-gods-existence/
0 Response to "معاصر فزيک پوهان او د خالق وجود (٢ برخه) "
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com