سالم فکر اوکړئ

ايا ساينس الحاد (atheism) ته لار زېږوي؟ څلورمه برخه

ايا ساينس الحاد (atheism) ته لار زېږوي؟ څلورمه برخه

ايا ساينس الحاد (atheism) ته لار زېږوي؟ يا 

 ايا دين د ساينس د علم په واسطه رد کېدلاى سي؟ 

څلورمه برخه 

درېمه غلطه انګېرنه چي ساينس خامخا د حقيقت دقت (ډاډ) ته لار هواروي

په ساينس کي تر اوسه چا داسي ادعا نه ده کړې چي اوسني ساينسي حقايق مطلقاً نه بدلېدونکي او ثابت دي. په اصل کي ساينسي واقعتونه scientific facts هغسي نه دي لکه عام عوام دي د مطلق حقيقت فکر ورته کوي. ساينسي حقايق هيڅکله د مطلق حقيقت په معنا نه دي. د مثال په ډول ډېر خلګ سته چي ډارويني مېکانيزم (Darwinian Mechanism) د ساينسي واقعيت په توګه مني. خو دلته د ساينسي حقيقت څخه هدف په ساينسي ژبه کي دا دئ چي دا ېوه تجربوي نظريه ده چي هر وخت تغير کولاى سي. حتى د دغه نظريې مينوال او مبلغ Richard Dawkins په خپل کتاب A Devil's Chaplain کي وايي چي ساينسپوهان په راتلونکي کي د داسي مشاهداتو سره مخامخ کيداى سي چي د اوسني ډارويني ميکانيزم سره په ټکر کي وي او نتايج ئې تغير منلاى سي. هدف دا دئ چي په ساينسي ژبه کي ساينسي حقيقت (scientific fact) د ساينس پوهانو لخوا تائيد شوي نظريې ته وايي چي د همدې ساينس پوهانو لخوا د وخت په تېريدو او د نوي مشاهداتو په درج کېدلو تغير او رد کيدلاى سي. ځيني ساينسي واقعتونه لږ امکان لري چې تغير وکړي او ځيني بيا کمزوري وي چي په اسانۍ تغير کوي، خو بيا هم تغير دواړه کولاى سي. په همدې خاطر ويلاى سو چي ساينس حتماً او خامخا د دقت والي (certainty) سبب نه ګرځي. که وپوښتو چي ولي ساينس د دقت والي سبب نه ګرځي، بايد د قياس د ستونزي (problem of induction) سره اشنا سو. ساينسي تحليل او تګلاره اکثر پر قياس (induction) باندي تکيه کوي. قياس هغه فکري پروسيس دئ په کوم کي چي محدود مشاهدات او ډېټا (data) را سره وي او د هغو په رڼا کي د نامشاهده سوي ډيټا او مشاهداتو پايلي وټاکو. يعني د معلوم څخه نامعلوم څيز خوا ته ځو. مثال که زه 1000 دانې سپين پسونه مشاهده کړم، کيداى سي چي د دغه ډېټا او مشاهدې په رڼا کي اعلان وکړم چي پر مځکه باندي ټول پسونه سپين رنګ لري، خو ايا دا حتمي سل (100) فيصده حقيقت ګڼلاى شو. يا، هيڅکله. داسي ويلاى سو چي زموږ د محدود مشاهداتو په رڼا کي امکان ئې ډېر شته چي د مځکي پر سر ټول پسونه سپين وي. خو په راتلونکي کښي زه د تور رنګ لرونکي پسونو سره هم مخامخ کيداى سم. هغه وخت زما لومړنۍ پايلي غلطي ثابتيږي او هم تغير کوي. همدغه ته د قياس ستونزه (problem of induction) وايي چي ساينس په پرېمانه توګه ورباندي تکيه کوي. قياس هر کله احتمالي وي. په همدغه خاطر د ساينس فیلسوفان Gillian Barker او Phillip Kicther په خپل مشترک کتاب Philosophy of Science: An Introduction کي ليکي چي ساينس د بيا بيا کتني او تغير تابع دئ. که ووايو چي يو څيز په ساينسي شواهدو همايه سوى دئ، دا ډېر نامناسبه او خطرناکه ادعا ده ځکه چي دا داسي يو مفهوم زيږوي ګواکې ساينس تغير منونکى نه دئ. 


ژباړه: منير احمد قلم مل

لېکچرر: Hamza Tsortzis

YouTube


اوله برخه:

 https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=2935080323378404&id=100006293948297


دوېمه برخه

https://www.facebook.com/groups/salimfikr/permalink/545340739932783/


درېمه برخه

https://www.facebook.com/groups/salimfikr/permalink/546175983182592/

سالم فکر اوکړئ

 

0 Response to "ايا ساينس الحاد (atheism) ته لار زېږوي؟ څلورمه برخه"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article