د خليفه معتصم عجيبه او غريبه قصه
د خليفه معتصم عجيبه او غريبه قصه
یوه مسلمانه ښځه رومیانو سره بندۍ وه، یو عیسوي سړي په څپېړه ووهله.
مسلمانې ښځې په چغه نعرې کړې، وااا معتصمه!
رومیانو وخندل او دې ته یې په مسخره وویل:
صبر وکړه اوس به معتصم په زيړ اس سپور ستا مرستې ته راشي. روم کې یو مسلمان سړي ددې مسلمانې ښځې چغه معتصم خلیفه ته راورسوله. معتصم چې دا خبره واورېده، په خپل تخت ناست وو او ویل یې واه خورې حاضر یم، خورې حاضر يم!
بیا یې وویل: قسم مې دې په هغه رب وي چې، له هغه پرته بل د عبادت لایق نشته چې، تر څو مې د روميانو ځمکې د خپل آس پښو لاندې نه وي کړي خپلې ښځې سره به ويده نشم! تخت نه راښکته شو. او قصر کې یې نعرې کړې. ټول را ووځئ... ټول فوځ اماده شو..... او په روميانو يې حمله وکړه، او له لوی جنګ څخه وروسته 223 هجري کې یې هغه ښار فتح کړ. بیا یې امر وکړ چې همغه سړی... قسم دی خپل ځای نه به ونه ښوریږم، تر څو همغه سړی راولئ چا چې هغه ښځه وهلې وه.
سړى يې په کشولو را وستل.ګ... ښځې ته یې مخ ور واړوی او ورته یې وویل چې، دا ستا غلام دى. ستا خوښه چې د الله د رضا لپاره یی ازادوې، او که غواړې ستا غلام به وي. هغې وویل: د الله د رضا لپاره یې خوشې کوم،
معتصم وویل: زه معتصم یم او دا زما زیړ اس دی، او دا دی راغلم چې، په لا اله الا الله ددې مسلمانې خور مرسته وکړم.
چې قوي ایمان وي، اتحاد وي غيرت وي؛ نو هلته عزت وي.
م/البداية والنهاية إبن كثير
~~
کله چي د وخت په محکمو کي عدالت او انصاف ونه مومئ،
نو دوسيه مو وتړئ
او هغي محکمي ته پناه يوسئ چيرته چي يوازى الله (ج) قاضي دي
0 Response to "د خليفه معتصم عجيبه او غريبه قصه"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com