سالم فکر اوکړئ

د سحرا زمری عمر مختار! فولادي عزم

د سحرا زمری عمر مختار! فولادي عزم

#فولادي_عزم

کله چې #عمر_مختار رحمه الله محکمې ته وړاندې شو نو قاضي ترې وپوښتل:

آيا د ايټالوي دولت خلاف جنګيدلی يې؟

عمر مختار: هو

قاضي: آيا خلک دې د دولت خلاف جنګ ته هڅولي دي؟

عمر مختار: هو

قاضي: آيا ته د خپل کار په سزا خبر يې؟

عمر مختار : هو

قاضي: آيا ته په خپلو خبرو اقرار کوې؟

عمر مختار: هو 

قاضي: د څو کالو راهيسې د ايټالوي حکومت خلاف جنګېږې؟

عمر مختار: د ۲۰ کالو راهيسې

قاضي: آيا څه چې دې کړي پرې پښيمانه يې؟

عمر مختار: نه؛ هيڅکله نه.

قاضي: آيا ته دا فکر کوې چې ته به اعدامېږې؟

عمر مختار: هو

بیا قاضي ورته په محکمه کې وويل: زه خفه يم چې دا ستا انجام وي!

عمر مختار: بلکې دا تر ټولو ښه طريقه ده چې زه پرې خپل ژوند ته خاتمه ورکوم.

نو قاضي کوښښ وکړ چې عمر مختار ته څه چل ورکړي او عفوه ورته وکړي فقط دومره چې مجاهدينو ته دا وليکي چې د ايټالويانو خلاف جهاد څخه دې په شا شي.

نو ورته يې وکتل او ويې ويل:

“هغه ګوته چې په هر لمانځه کې د لا إله إلا الله محمد رسول الله ګواهي ورکوي، ممکنه نه ده چې د باطل کلمه وليکي” په همدې سره اعدام شو 

سالم فکر اوکړئ

 

0 Response to "د سحرا زمری عمر مختار! فولادي عزم"

Post a Comment

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو‌ هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com

Ads on article

Advertise in articles 1

advertising articles 2

Advertise under the article