د يو نصراني راهب له خولې د اسلام حقيقت!
#دیو_نصرانې_راهب_له_خولی_د_اسلام_حقیقت!
یو ملګری کیسه کوله:
ویل یی په یو هوایی سفر کې راسره یو نصرانې راهب همسفره وه
په مجلس کې یی وپوښتل له کوم ځای څخه یی ما ورته وویل له افغانستان څخه
بیا یی داسلام په اړه رانه ځینې پوښتنی وکړې د سړې له حالت راته معلومات وشوه چی د اسلام په اړه ژوره مطالعه لری
خو اخره کې یو عجیبه او غریبه پوښتنه وکړه ویی ویل:
کله چی ستاسی نبی علیه السلام په نبوت باندی مبعوث شو او ګرد چاپیره ځمکه شرک او نورو دینونو نیولې وه نو اسلام څنګه له یو فرد نه دومره ژر نړئ ته خپور شو حالا خلکو یی ډیره دوشمنی هم وکړله
ما بیلا بیل جوابونه ورکړل خو هغه ته قناعت بخشه نه وه ویی ویل یواځینې دلیل چی اسلام غالب شو هغه دا وه چی
محمد علیه السلام به دا خبره کوله چی موږ بنده ګان د بنده ګانو له بنده ګئ د بنده ګانو د رب بنده ګئ ته رابولو او هغه وخت خلکو خلک د شجر او هجر او انسانانو بنده ګې کوله
ما ورته وخندل چی دومره د اسلام په حقانیت خبر یی ولی اسلام نه قبلوي ویی خندل زما زړه ته اسلام له ډیره وخته کیوتې خو یو مناسب فرصت ته ګورم
خو یوه خبره یی وځورولم چی وویی ویل
اسلام او د اوسنې مسلمانانو ترمنځ ډیر واټن دی اسلام دحیاء،احسان،اخلاقو ،صله رحمئ او په نیکئ امر کوی مګر مسلمانان برعکس عمل کوی
0 Response to "د يو نصراني راهب له خولې د اسلام حقيقت!"
Post a Comment
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو که تاسو هم خپلې ليکنې پدې سايټ کې نشرول غواړئ نو ما ته یې پدی ايمل را اوليږئ مننه: salemfo.online@gmail.com